کوچني حيوانات او حشرات :
د ملخ[1] پرته د ټولو حشراتو لکه : مار ، موږک ، لړم ، لټک ، مچان ، مږی ، مچۍ ، چينجی ، غڼې ، سوسمار او د نورو حشراتو د غوښو خوړل حرام دي ، په دلیل د دغه قول د الله تعالی :{ويحرم عليهم الخبائث} [الأعراف:157/7].
د اوبو حيوانات
لومړی :
هغه چې په اوبو او وچه دواړو کې اوسیږي لکه : چونګښه، كيشپ ،سرطان ، مار ، تمساح او د اوبو سپی د غوښو خوړل يې حرام دي [2].
دوهم :
ټول هغه حيوانات چې په اوبو کې اوسيږي د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د ماهي پرته د بحر او درياب ټول حيوانات د ذبحې پرته حرام دي مګر که ماهی په اوبو کې مړ شوی وي د ذبحې پرته جايز دی مګر دا چې «الطافي» وي .
الطافي : هغه ماهی ته وايي چې د کوم سبب پرته مړ شوی وي او د مرګ وخت يې معلوم نه وي چې څه وخت مړ شوی دی .
او د جمهورو فقهاوو په نزد د اوبو ټول حيوانات د ذبحې پرته حلال دي ، يوازې د ځنو فقهاوو په نزد د اوبو د خنزير په خوړلو کې کراهیت شته[3] .
آن لاين اسلامي لارښود
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – ملخ د ذبحې پرته حلال دی په دليل د دغه حديث شريف : أحلَّت لَكُم ميتتانِ ودَمانِ، فأمَّا الميتَتانِ، فالحوتُ والجرادُ، وأمَّا الدَّمانِ، فالكبِدُ والطِّحالُ (أخرجه ابن ماجه (۳۳۱۴) واللفظ له، وأحمد (۵۷۲۳)
[2] – قال الحنفية والشافعية : لا يحل أكلها؛ لأنها من الخبائث، وللسمية في الحية، ولأن «النبي صلّى الله عليه وسلم نهى عن قتل الضفدع» ولو حل أكله، لم ينه عن قتله ( فقه الاسلامي وادلته ) .
[3] – الموسوعة الفقهية : ۵/ ۱۲۹ ، البدائع :۵/۳۵ ، و حاشيه ابن عابدين : ۵/۱۹۵ .