د خنزير د غوښې د حرمت حکمت څه دی ؟

السلام علیکم ورحمت الله! په دی هیله روغ جور اوسئ ،،یوه ضروری پوختنی سره مخ شوی کیداشی راته یی جواب کری دیر زیات خوشحال به شم ،،،هغه داسی ده چی مسلمانان ولی دی خنزیر غوخه نه خوری ،،،نری مننه ستاسو دی کور ودان وی ستاسی د پوست نه مونگ دیره گته تر لاسه کری ده دیر خوخ یم ،،خوشحاله ژوند اولری

شفی الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

په اسلامي شريعت کې د يو شي د حلالوالي او حراموالي اصل د ايمان څخه دی ، ځکه مونږ په قرآنکريم ايمان راوړی دی په قرآنکريم کې چې څه څيزونه حلال دي يا حرام هغه ټول مونږ د ولې او څنګه څخه پرته منلي دي ځکه په قرآن مو ايمان راوړی ، قرآنکريم د الله تعالی د جانبه نازل شوی هر څه چې حلال يا حرام دي د الله تعالی د طرفه او يا د پيغمبر صلی الله وسلم د طرفه حلال يا حرام ګرځول شوي دي او قرآن او سنت دواړه وحی ده .

الله تعالی چې څه حلال کړي او څه يې حرام کړي وي نو په هغه کې يې د خپلو بنده ګانو لپاره مصلحت شته ، ځکه چې الله تعالی د خپل پيدا کړي مخلوق په احوالو ښه خبردار دی ، لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ (سوره القمان :۱۶ )

يعنې : يقيناً چې الله تعالی ډير بريک بين او په هر څه خبردار دی .

دوهم :

اسلامي شريعت د خنزير او نورو شيانو د حرمت تر څنګه د هغه د حرمت دليل هم ذکر کړی چې دغه شيان [رجس] پليتي ده او همدارنګه اسلامي شريعت هر هغه څه حرام ګرځولي دي کوم چې د انسان د عقل او صحت د پاره مضر وي .

لقوله سبحانه وتعالی : [أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ …] (الأنعام :۱۴۵ ) .

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ] (الاعراف ۱۵۷).

الطيبات (پاک څيزونه ) نه مطلب ټول هفه شيان کوم چې په هغه کې د انسان د بدن د پاره ګټه وي ، بدن ته مضر نه وي ، عقل ته مضر نه وي ،

الخبائث (ناپاک څيزونه ) نه مطلب هغه شيان چې د انسان بدن ته زيان رسوي ګټور نه وي نا پاک او خبائث بلل کيږي .

د خنزير غوښه د انسان بدن ته ضرر رسوي او د خنزير په غوښه کې ډير خطرناک او وژونکي جراثيم کشف شوي دي .

چې ځينې يې دا دي :د نيپا ويروس (Nipah Virus) ، د دماغي التهاب ويروس (Japanese encephalitis) ، د زړه او دماغ ويروس (encephalomyocarditis) ، د سلمونيا باکريا (salmonellosis) ، خبيثه باکتريا (bacillus antharacis) او داسې نور .

الله سبحانه وتعالی هيڅ شی بې ګټې نه دي پيدا کړي ، ددې حيوان ستره ګټه دا ده چې خطرناکې باکترياوې او جراثم د ځمکې له مخ څخه کوم چې د خپراوي او انتشار سبب ګرځي ټولوي او هغو ته پر خپل بدن کې ځای ورکوي .

إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 107 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً