دعا مې نه قبليږي څه وکړم ؟

ستا دعا به په دريو صورتونو قبليږي :

۱- څه دې چې په دعا کې غوښتي وي د هغه موافق به در کول کيږي ، ستا دعا به قبليږي او يا به ستا دعا د څه مصلحت په وجه ځنډيږي او وروسته به قليږي .

۲- يا به ستا د دعا په عوض کې ستا لپاره نيکي او حسنات ليکل کيږي او هغه به ستا لپاره د قيامت د سختې ورځې لپاره ذخيره کيږي .

۳- او يا به ستا د دعا په بدل کې ستا څخه بلاء او مصيبت لرې کيږي .

پس هيڅکله د دعا کولو څخه مه مايوسه کيږه … کله چې بچۍ له مور څه غواړي … نو په بار بار یې غواړي که ور يې نه کړي نو په ژړا ژړا سره يې غوښتنه کوي … الله تعالی پر خپلو بنده ګانو له مور څخه ډير مهربانه دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «ما من مسلم يدعوه بدعوة ليس فيها اثم ولا قطیعة رحم الا اعطاه الله بها احدی ثلاث اما ان يعجل له دعوته واما ان يدخرها له فی الاخرة واما ان يصرف عنه من السوء مثلها قالوا اذاً نکثر قال الله اکثر» ( رواه احمد ) .

ژباړه: کوم مؤمن چې دعا کوي په هغه کې د ګناه څه نه وي او نه پکې د صله رحمۍ قطع کول وي نو د الله تعالی د طرف نه هغه ته په دريو صورتونو بدله ورکول کيږي .

يو دا چې هغه څه غوښتي وي نو هغه به ورته ورکړشي ، يا به د ده  دعا د آخرت د پاره دده د پاره ذخيره جوړه کړي ، يا به د آينده د پاره دده څه تکليف او مصيبت ددی دعا په عوض کې لری شي .

صحابه کرامو عرض وکړ چې هره دعا ضرور قبليږي او د هغه په حساب کې ضرور څه ورکول کيږي نو مونږ به ډيرې دعاګانې کوو . رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : الله تعالی سره ددې نه هم زيات دي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 67 times, 1 visits today)