د خلوت او متعې احکام (الخلوة و المتعة)

خلوت :

خلوت دې ته وايي چې خاوند او ميرمنی د عقد نکاح څخه وروسته په داسې ځای کې سره يو ځای شي چې د جماع د پاره کوم حسي ، طبعي او شرعي موانع نه وي لکه بند اتاق او غيره .

حسي منانع : په ښځه يا ميړه کې داسې امراض چې د جماع کولو مانع وګرځي .

طبعي موانع : هغې موانع چې سړی په طبعي ډول له جماع څخه منع کوي لکه د دريم بالغ او عاقل کس موجوديت که څه هم ړوند او يا ويده وي او يا د خلوت د پاره صحي ځای نه وي .

شرعي موانع : دا چې کوم شرعي موانع نه وي لکه : روژه ، حيض او نفاس

د خلوت احکام :

د احنافو په نزد خلوت صحيحه داسې حکم لري لکه جماع چې په خلوت پورې لاندې احکام اړه لري :

۱- د کامل مهر ثبوت : کچېرې مثلاً ښځه د خلوت صحيح نه وروسته طلاقه شي د ټول مهر مسمی او يا مهر مثل واجبيږي .

۲- د نسب ثبوت : کچېرې خلوت شوی وي او وروسته اولاد ښکاره شي د خلوت څخه شپږ مياشتې وروسته نسب ده ته ثابتيږي .

۳- د عدت وجوب : کچېرې د خلوت څخه وروسته طلاقه شي عدت واجب دی .

۴- د عدت نفقه : د خلوت څخه وروسته په خاوند باندې د عدت نفقه واجبه ده .

۵- د عدت په وخت کې نکاح کول حرام دي .

۶- طلاق به په طهر کې وي : کچېرې ښځې ته طلاق ورکوي نو د خلوت وروسته به په سنته طريقه يعنې طهر کې طلاق ورکوي.

خلاصه : په خلوت سره مهر ، عدت ، د عدت نفقه لازميږي مګر د نسب ثبوت د احنافو په نزد د عقد نکاح وروسته ثابتيږي .

المتعة

متعه عبارت له هغه جامې او مال څخه دی چې خاوند يې طلاقې شوې ښځې ته د مهر څخه علاوه د فراق د درد او غم په وجه د احسان په توګه ورکوي .

د متعه حکم :

متعه د احنافو په نزد د دخول څخه مخکې طلاقې شوي او هغې چې بغير له مهر څخه يې نکاح شوې وي واجب او د نورو طلاقو شوېو د پاره مستحب دی .

د متعه اندازه او کيفيت :

د متعه اندازه په شريعت کې نه ده ټاکل شوې بلکي د هغه په ښه شان ادا کولو حکم شوی دی : لقوله سبحانه وتعالی :[متاعاًبالمعروف حقاً على المحسنين] (البقرة:۲۳۶) .

د متعه د اندازې په باره کې فقهاؤ کرامو اجتهاد کړی دی ، د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد متعه عبارت له دريو جامو څخه ده : ذِرع ، خمار او ملحفه .

دِرع : هغه جامه ده چې د قميص د پاسه اغوستل کيږي او ځينې فقهاء يې قميص (خت ) بولي .

خمار : د سر د تړلو ټوټه يا ټکری .

ملحفه :چادري يا لوی چادر چې له سر څخه تر پښو پورې ټول بدن پټ کړي .

د متعه لږ اندازه به پنځمه درهم (۱۴،۸۷۵ګرامه سپين زر) څخه کمه نه وي .

وَلا تَنْقُصُ الْمُتْعَةُ عَنْ خَمْسَةِ دَرَاهِمَ (الموسوعة الفقهية ) .

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 92 times, 1 visits today)