امامت لوی منزلت او عظيم واجب دی چې لوی فضيلت لري او د لمونځ کوونکو او د سيمې خلکو ته لوی خير دی نو د هغه په ادا کولو کې پوره توجه پکار ده او له هر ډول غفلت څخه ځان ساتل پکار دي.
د امامت فقه :
۱- په امامت کې اخلاص نيت .
۲- د امامت او لمانځه ټولو احکامو او مسائلو ته پوره توجه کول ، لکه قرآئت ، په اطمنان د لمانځه ټول ارکان او واجبات لکه : قيام ، رکوع ، سجده ، او په پوره سکون او اطمنان سره قومه او جلسه ادا کول ، ځکه چې امام قدوه او نمونه وي کچېرې د امام لمونځ غلط شو ، د ټولو د لمانځه په غلطۍ کې به شريک وي ، او که د امام لمونځ غلط وي نو مقتديان به د ده په تقليد يوازې او منفرد لمونځ هم غلط ادا کوي .
۳- په لمانځه کې ټولو سنتو او آدابو ته توجه کول ، صفونه برابرول ، په لمانځه کې مسنونه قرائت ، نه بيړه او نه هم د لمانځه ډير اوږدول ، د لمانځه وروسته اذکار او نور مراعاتول . ځکه چې امام قدوه دی.
۴- په متقديان پورې چې کوم احکام اړه لري هغوی ته يې بيانول ، لکه: د امام متابعت ، د امام څخه مخکې او يا وروسته رکوع ، سجدې نه تلل ، دوهم صف د امام په برابر جوړول او نور .
د امامت آداب :
۱- پخپل دنده باندې د مواظبت حرص لرل .
۲- د بد ګمانی څخه ځان ساتل ، د خلکو په قيل او قال او خبرو به بد ګماني نه کوي ځکه امام اکثراً د جومات په حجره کې وي او د خلکو خبرې اروي نو د چا په خبرو به بد ګماني نه کوي چې کيدای شي دا خبرې زما په باره کې کوي .
۳- کچېرې امام ته کوم عذر پيښ شي چېرې په سفر ځي نو بايد خپل نائب وټاکي تر څو د خلکو په جماعت کې خلل رانشي.
۴- د لمانځه وختونو ته پوره توجه کول او د خپل وخت څخه مخکې يا وروسته کولو څخه پرهيز کول ځکه لمونځ په ټاکلو وختونو فرض کړ شوی دی او د لمانځه لپاره مستحب وخت په نظر کې نيول .
۵- د داسې مؤذن انتخاب چې د لمانځه په وخت عالم وي او سم د وخت د داخلېدو سره اذان وکړي او همدارنګه د جماعت په ورکولو قادر وي .
۶- د ډيرو ارتباطاتو څخه پرهيز کول ځکه چې دا کار په امامت کې د خلل د پيدا کيدو سبب کيږي.
۷- غوره اخلاق ځکه امام د خلکو په مينځ کې قدوه او نمونه وي .
۸- د خلکو په مينځ کې اصلاح کول ، هيڅ داسې کلی او سيمه نشته چې په هغه کې به مشکلات پيښ نشي نو امام به د خلکو په اصلاح او جنجال حل کولو کې ډير حريص وي ځکه چې (إصلاح ذات البين) زيات اجر لري او ددې په وسيله د مسلمانان ستر مشکلات حل کيږي.
امام او د دعوت الی الله دنده :
۱- امام د کلي د رعيت پر وړاندې مسئول دی خلکو ته به په ښو کارونو أمر کوي او له بدو کارونو څخه به يې منع کوي او د کلی خلکو ته به دين رسوي .
۲- د کلي په مرسته په جومات کې يو عامه کتابخانه جوړل او په هغه کې د دين د ضروري احکامو کتابونه ځای پر ځای کول تر څو خلک يې مطالعه کړي.
۳- د ديني مجالسو ، حلقاتو جوړل او د زده کوونکو تر مينځ مسابقات جوړول تر څو هغوی تشويق شي .
۴- د ديني مدرسې او دارالحفاظ جوړول .
۵- ځينې وخت د نږدې کلیو څخه د داعيانو دعوت کول او د هغوی سره د دعوت چارې شريکول .
۶- د نږدې کليو د جوماتونو له امامانو سره د خير او دعوت په کار کې مرسته او مدد کول ځکه چې د جوماتونو د امامانو اړيکه د خير او دعوت په کار کې د ټولنې د خير او فلاح او د فساد له مينځته وړلو کې مهم رول لري .
۷- خلکو ته د جماعت او جُمعې په لمانځه ډير تأکيد کول هغوی ته د جماعت او جُمعې د لمانځه اهميت او فضيلت بيانول او د جماعت د ترک کولو وعيدونه بيانول ، او ترک کوونکی ته فردي دعوت ورکول .
۸- د جومات په يوه څنډه کې د يوې تختې نصب تر څو په هغه باندې ځينې مهمې دعوت پاڼې او د درسي حلقاتو اعلانات نصب کړ شي .
۹- د مازديګر يا ماښام يا ماسختن لمانځه وروسته هره ورځ يا هره اونۍ يو حديث ، د يو آيت شريف ترجمه او يا يو مسئله بيانول ځکه چې دا کار د علم په نشر مهم دی .
۱۰- د حجاج او عمره کوونکو د قابلې انتظام هغوی ته د احکامو او مناسکو لارښوونه کول .
۱۱- د دعوت په موسم کې د دين رسولو ته ډيره توجه کول لکه : رمضان المبارک ، د حج ورځې او نور.
۱۲- د علمي دورو جوړول ، علم تفسير ، علم حديث ، علم فقه ، او په خاصه ټوګه هغه علوم چې پر خلک يې زده کول فرض عين وي .
امام او ټولنيزې چاري :
۱- د متقاعدينو ( هغه کسان چې دندې نلري) د هغوی څخه د جومات د انتظام او د کلي په چارو کې کار اخيستل .
۲- د جومات او کلي د انتظام لپاره د يوې شوری جوړول .
۳- د ميلمنو اکرام کول او د هغوی سره داسي معامله چي د دين او کلي په خير وي .
۴- د مريضانو پوښتنه .
۵- خلک ټولنيزو مسئوليتونو ته متوجه کول لکه : أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د کورنۍ مسئوليت ته د اولاء متوجه کول، د لارې جوړول ، د لارې حقوق ، د ګاونډې حقوق ، نورو ته د ضرر او زيان اړولو خطرناکې پايلې ، د مسلمان په تکفين او جنازه کې کډون کول ، د بې وسه او فقير سره مرسته کول او داسې نور .
۶- د کلي د مسئولينو او تجارو تر مينځ ارتباط او هغوی انفاق ته هڅول او د مال څخه يې د دعوت په چارو کې کار اخيستل .
المصدر : موقع المسلم ، ژباړه : موقع آن لاين اسلامي لارښود