د ګاونډي (همسایه) حقونه

 الله سبحانه وتعالی فرمايي:[ وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ] (النساء: ٣٦).

ژباړه: او د الله پاک عبادت وکړئ او له هغه سره څوک شریک مه جوړوئ او د مور او پلار سره نیکي وکړئ او د خپلوانو سره او یتیمانو سره او مساکینو سره او د خپلوانو ګاونډیانو سره او د بیګانه ګاونډي سره او د څنګ سره ناست سره او مسافر او ستاسې لاس لاندې کسان .

عايشه رضی الله عنها وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« مَا زَالَ جِبْرِيلُ يُوصِينِي بِالجارِ حتَّى ظَنَنتُ أَنَّهُ سيُوَرِّثُهُ » ( متفقٌ عليه).

ژباړه: جبرائیل علیه السلام به همیشه ما ته د ګاونډي په باره کې توصیه کوله تر دې چې ما فکر وکړ چې شاید یو ګاونډی له بل ګاونډي څخه میراث یوسي.

ابی ذر رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایلي: « يَا أَبَا ذرّ إِذا طَبَخْتَ مَرَقَةً ، فَأَكْثِرْ مَاءَها، وَتَعَاهَدْ جِيرَانَكَ » (رواه مسلم).

ژباړه:  اې ابوذر کله دې چې شوروا پخه کړه، اوبه یې لږ زیاتې کړه او ګاونډی د یاد کړه.

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«واللَّهِ لا يُؤْمِن، واللَّهِ لا يُؤْمِن، » قِيل: منْ يا رسولَ اللَّه؟ قال:« الَّذي: لا يأْمنُ جارُهُ بَوَائِقَهُ،» (متفق عليه).

په الله قسم کامل مؤمن نه دي په الله قسم کامل مؤمن نه دی په الله قسم کامل مؤمن نه دی. وویل شول څوک یا رسول الله صلی الله علیه وسلم؟

ویې فرمایل: هغه څوک چې ګاونډی یې له شر څخه په امن نه وی.

او فرمايي :« لا يَدْخُلُ الجنَّة مَنْ لا يأْمنُ جارُهُ بوَائِقهُ » (رواه مسلم ).

ژباړه : جنت ته نشي تلی هغه څوک چې د ضرر څخه يې ګاوندې په امن نه وي .

پس د ګاونډي حقونه دا دي :

۱- د هغه سره ښه سلوک کول ، د هغه عزت او اکرام کول .

۲- هغه ته ضرر او زيان نه رسول .

۳- کچيرې محتاج وي د هغه سره مرسته کول .

۴- که مريض وي د هغه پوښتنه کول .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 172 times, 1 visits today)