د خپلوانو حقونه

۱- د خپلوانو سره ښه سلوک او د دوی سره احسان کول :

الله سبحانه وتعالی حکم کړی دی:[لا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَذِي الْقُرْبَى ….] (البقرة:۸۳).

ژباړه : د الله پرته د بل څه عبادت مه کوئ او له مور او پلار ، خپلو خپلوانو سره به ښېګڼه کوئ .

۲- د خپوانو سره د خپلولۍ پالل :

د خپلوانو سره د خپلولۍ پالل واجب دي چې ډير غوره عمل او پرې کول يې لويه ګناه ده.

ابی ایوب انصاري رضی الله عنه وايي : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل : ما ته داسې عمل و ښيه چې د هغه عمل په وجه جنت ته داخل شم . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: « تعبد الله،ولا تشرك به شيئاً،وتقيم الصلاة،وتؤتي الزكاة،وتصل الرحم» (روا البخاري و مسلم).

ژباړه: د الله پاک عبادت کوه ، د هغه سره څوک مه شريکوه ، لمونځ ادا کوه ، زکات ورکوه او خپلولي پاله .

عايشه رضی الله عنها روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

« الرَّحمُ مَعَلَّقَةٌ بِالعَرْشِ تَقُول: مَنْ وصلني وَصَلَهُ اللَّه، وَمَن قَطَعَني، قَطَعَهُ اللَّه » (رواه البخاري:۵۹۸۹ ، مسلم :۲۵۵۵).

ژباړه: رحم (د خپلوي پالل) په عرش پورې معلق دی چې وايي : چا چې زه وصل کړم هغه د الله سره وصل شو ، او چا چې زه پرې کړم الله به د هغه نه (خپل رحم ) پرې کړي .

انس رضی الله عنه روايت کوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

« مَنْ أَحبَّ أَنْ يُبْسَطَ له في رِزقِه، ويُنْسأَ لَهُ في أَثرِه، فَلْيصِلْ رحِمهُ » (رواه البخاري:۵۹۸۶، و مسلم :۲۵۵۷).
ژباړه:څوک چه خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دی چه خپلوي ښه و پالي.

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إن أعمال بني آدم تعرض كل خميس ليلة الجمعة فلا يقبل عمل قاطع رحم » (رواه أحمد وإسناده صحيح) .

ژباړه: يقيناً د بنی آدم عملونه هره پنجشبنه د جمعې په شپه پورته کيږي مګر د خپلوي پرې کوونکي اعمال نه قبليږي .

۳- د محتاجو او بې وسه خپلوانو سره کومک کول :

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَسْأَلونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ ….] (البقرة:215).

ژباړه : دوی له تا څخه پوښتنه کوي چې څه شی (خيرات ) ورکړي ووايه : هر څه خير چې تاسې خيراتوئ نو مور ، پلار او خپلوانو او يتيمانو او مسکينانو او مسافرو ته يې ورکړئ .

او الله تعالی فرمايي: [إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْأِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ] (النحل:90).
ژباړه : يقيناً چې الله په عدل او ښيګڼې او خپلوانو ته په ورکړه حکم کوي او له بد کارونو او ناوړو کړنو او ظلم څخه منع کوي . تاسې ته پند درکوي ښايي چې تاسې پند واخلئ

۴- کچيرې هغوی له تا سره خپلوي کټ کوي نو ته به يې نه ورسره کټ کوې:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «لَيْسَ الْواصِلُ بِالمُكافئ وَلكِنَّ الواصِلَ الَّذي إِذا قَطَعتْ رَحِمُهُ وصلَهَا» (رواه البخاري) .

ژباړه : يوازې د خپلوۍ پالل کفایت نه کوي بلکي د خپلوۍ حقيقي پالل دا دي چې کله خپلوي در سره کټ کړي نو ته يې ورسره پاله .

۵- د هغوی د دعوت قبلول

د مشروع دعوت قبلول د هر مسلمان واجب دي خو  د خپلوانو خاص اهميت لري ځکه چې د خپلوی اړيکو ته زيان رسوي او همدارنګه د ناروغا خپلوانو پوښتنه کول  .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 99 times, 1 visits today)