اول :
د اولاد د سالمې تربيې لپاره د صالحې مور انتخاب ، د کورواله پر مهال د شيطان له شر څخه پر الله تعالی باندې پنا غوښتل او په رحم کې د اولاد سانته او حفاظت .
دوهم :
کله چې ماشوم او ماشومه پيدا شي د هغه په غوږ کې آذان کول او د هغه لپاره د يوه اسلامي نوم ټاکل.
دريم :
د ماشوم او ماشومې لپاره عقيقه کول .
څلورم :
ماشوم او ماشومې ته د مور لخوا پی ورکول او د هغه بدني او جسمي روزنه او پالنه .
پنځم :
د ماشوم سنت (ختنه ) کول .
شپږم :
خپلو اولادونو ته نفقه برابرول ( خوراک ، څښاک ، درملنه ، جامې او لباس او د استوګنې ځای ).
الله سبحانه وتعالی فرمايي : [الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ] (البقرة:۲۳۳).
ژباړه : او د ماشوم پلار به په ښه شان هغوی (مور او ماشوم ) ته خواړه او جامې ورکوي.
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ» ( رواه مسلم) .
يعنې : يو هغه دينار دی چې د الله (جل جلا له) په لار کې صدقه شي ، بل هغه دينار دی چې غلام باندې مصرف شي ، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي ، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي ، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .
اووم : د اولادونو تعليم او تربيه
د اولادونو ته دومره تعليم ورکول چې د شريعت ضروري احکام و پيژني او هغوی ته ضروري ايماني ، اخلاقي او عبادتي تربيت ورکول د والدينو مسئوليت دی .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً ].
ژباړه: ای مؤمنانو! خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ » (رواه البخاري).
ژباړه: هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي .عقيدتي روزنه
د عقيدتي او اخلاقي روزنې سربيره عبادتي روزنه ورکول د والدينو مسئوليت دی لکه په اووه کلنۍ کې هغوی ته په لمانځه سره حکم کول او کله چې لس کلن شي د لمانځه پر پريښودلو باندې بدني تأديب ورکول .
هغوی ته په خير باندې حکم کول او له ناړوه کارونو څخه د هغوی منع کول .
آتم : د اولادونو تر منځ عدالت :
د نعمان بن بشير رضی الله عنه پلار يو زوی ته يو شی سوغات کړې وو او بل زوی ته يې نه وو ورکړي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وفرمايل : «فَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْدِلُوا بَيْنَ أَوْلادِكُمْ» (رواه البخاري ).
ژباړه : له الله تعالی څخه وويريږه! او د زامنو تر مينځ عدالت سره رفتار وکړه .
نهم : د اولادونو د نکاح انتظام .
د بچي لپاره د صالحې ښځې انتخاب او د لور لپاره د صالح خاوند انتخاب او واده کول .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَن وُلِد له ولدٌ، فليحسن اسمَه وأدبَه، فإذا بلغ فليزوِّجه، فإنْ بلَغ ولم يزوِّجه فأصاب إثمًا، فإنَّما إثمُه على أبيه» (رواه البيهقي في شعب الإيمان :۱۱/۱۳۷ ) .
ژباړه : د چا چې زوی پيدا شي نو هغه ته دې غوره نوم انتخاب او ښه ادب دې ورکړي او کله چې بالغ شو نو هغه ته دې واده وکړي نو کچيرې بالغ شي واده ورته ونه کړي او ګناه ورڅخه وشي نو ګناه يې د پلار په غاړه ده ( په هغه صورت چې د نکاح امکان ولري خو د اولادونو نکاح ځنډوي نو ګناه يې د پلار په غاړه ده هغه که هلک وي او يا هم نجلۍ).
لسم : اولادونو ته دعا کول ….
الله سبحانه وتعالی د رښتنې مؤمنانو د صفاتو څخه يو همدا صفت بيانوي چې :هغوی د خپل ځان په اصلاح اکتفا نه کوي بلکي د خپل اهل عيال اصلاح هم له خپل رب څخه غواړي، الله تعالی فرمايي: وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ( الفرقان :۷۴).
ژباړه : او هغه کسان دي دعاوي کوي : ای زمونږ ربه ! مونږ ته له خپلو ميرمنو او اولادونو څخه د سترګو يخيدل راکړه او مونږ د ځان ساتونکو امامان کړه.
والدين کرام دې خپلو اولادونو ته د هدايت دعا کوي او هغوی ته دې ښيراوې نه کوي ځکه چې د اولاد په حق د والدينو دعا قبليږي نو هغوی دې د اولادونو په حق کې بده دعا نه کوي.
يوولسم : د اولادونو سره نرمي او مهرباني کول ..
والدين ته پکار ده چې د خپلو اولادونو سره مهربانه او نرمه رويه او سلوک وکړي ځکه د هغوی زړونه کمزوري دي د سختی توان نلري او خپلو اولادونو ته به په دغه حميده صفت توصيه کوي. والدين د خپلو اولادنو تقليد کوي کچېرې والدين نرم خويه وي نو اولادونه يې هم په نرم خويی عادت کيږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«مَن يُحرِمُ الرِّفقَ يُحرَمِ الخَيرَ كُلَّه» (رواه مسلم ) .
ژباړه: چا كښې چه نرم خويي نه وه هغه د هر قسمه خير او نيکی نه محروم او بې برخې دی .
اقرغ بن حابس رضی الله عنه نبی صلی الله عليه وسلم وليد چې حسن رضی الله عنه يې مچي کولو ، نو اقرغ وويل : زما لس زامن دي تر اوسه پورې مې يو هم نه دی مچي کړی ! رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : «إنَّه مَن لا يَرحَمْ لا يُرحَمْ» (څوک چې پر نورو رحم نه کوي نو په هغه به رحم ونه شي) (رواه البخارې و مسلم ).
پوره تفصيل دلته ولولئ :
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود