۱- د مور او پلار سره ښه سلوک کول .
الله سبحانه وتعالی حکم کړی دی : [وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا] (سوره الاسراء :۲۳).
ژباړه: ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ.
۲- د والدينو د امر او حکم پيروي کول :
پر اولاد باندې د مور او پلار اطاعت او د هغوی خبره منل په رواه او مباح کار کې فرض دی او د خبرې ردول يې ګناه ده مګر دا چې هغه خبره د شرعې خلاف وي .
۳- د والدينو سره نرمي او مهرباني کول :
د والدينو سره ښه سلوک او د هغوی سره نرمي کول او په خاصه ټوګه کله چې د ضعف حالت ورسيږي ځکه چې دغه وخت زيات نرمۍ او احسان ته ضرورت لري
د هغوی پر وړاندې به خپل اواز نه پورته کوي ، د هغوی بې ادبي به نه کوي ، هغوی ته به قهر او غصه نه کوي ، د هغوی اهانت او سپکاوی به نه کوي او هغوی به نه رټي، يعنې لږ (أف) قدری بد ويل يا بد سلوک چې د هغوی د خفګان سبب ګرځي جايز نه دي .
[وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ] (سوره الاسراء :۲۳ ).
ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ ، که د هغوی يو يا دواړه ستا سره زړښت ته ورسيږي ، ورته اف (هم) مه وايه ( د دوی ډير لږ سپکاوی مه کوه ) او پر دوی د رټلو چيغه مه وهه بلکي د دوی سره په ادب او درناوی خبره کوه .
۴- والدين ته دعا کول :
الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا] (سوره الاسراء :۲۴ ).
ژباړه: او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته په دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كې چې زه وړوكى وم.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ» (رواه مسلم :۱۶۳۱).
ژباړه : کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جاريه صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي.
۵- د والدين څخه اجازت غوښتل :
د والدينو سره د ښه سلوک ، اطاعت او احترام کولو څخه د هغوی څخه اجازت غوښتل دي ، عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما وايي : جاء رجل إلى نبي الله صلی الله عليه وسلم فاستأذنه في الجهاد، فقال : أحي والداك ؟ قال : نعم، قال : (( ففيهما فجاهد )) .
ژباړه : يو کس رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی په جهاد کې يې د برخې اخيستلو اجازت ورڅخه وغوښت ، و يې فرمايل : آیا پلار دې ژوند دی ؟ ويې ويل هو ، نو لاړ شه د هغه خدمت کوه همدا جهاد دی .
مګر د والدين اجازت غوښتل په هغه صورت کې دي چې جهاد فرض کفايي وي که فرض عين وي نو بيا د والدين اجازت شرط نه دی .
۶– په کيناستلو او تګ کې د هغوی احترام ساتل :
قال أبو هريرة -رضي الله عنه- وهو يعظ رجلاً في بر أبيه: “لا تمشي أمام أبيك، ولا تجلس قبله، ولا تدعه باسمه
ابی هريره رضی الله عنه يو کس وليد چې د يو کس وروسته روان وو ، هغه ته یې وويل دا څوک دی ؟ هغه کس وويل : دا زما پلار دی ، ابی هريره وويل : هغه پر خپل نامه مه بوله ، د هغه پر مخ کې مه کينه او د هغه څخه مخکې مه ځه .
۷- د هغوی د ضرورياتو پوره کول :
کچيرې والدين محتاج وي نو د هغوی نفقه ، پوښاک ، استوګن ځای او درملنه پر اولادونو باندې فرض ده .
په مخکنيو آيتونو کې د هغوی سره د احسان او شکر حکم تر ټول ستر احسان او تر ټولو افضل شکر پر هغوی باندې خرچ کول دي .
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إن أولادكم من أطيب كسبكم، فكلوا من كسب أولادكم» (رواه النسائي ).
ژباړه : يقنياً ستاسې اولادونه ستاسې غوره کسب دی ، نو د خپلو اولادونو له کسب څخه يې خورئ .
۹- د هغوی خدمت کول :
کچيرې والدين ضعيف او محتاج وي د هر هغوی هر ډول خدمت کول پر اولادونو باندې لازم دي ، په مخکنې حديث شريف مو ولوستل چې : يو کس په جهاد کې د برخې اخيستلو لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اجازت و غوښت ، جناب هغه ته وفرمايل : چې پلار دې ژوندی دی ، هغه کس وويل : هو ، جناب ورته وفرمايل لاړ چې د پلار خدمت دې وکړه هماغه جهاد دی .
دا په هغه صورت کې چې جهاد فرض کفايي وي .
۸- د وفات څخه وروسته د والدينو حقونه :
د والدينو د وفات وروسته د هغوی لومړی او ضروري حق دا دی چې د هغوی قرضونه ادا شي او که فديه ورباندې وي هغه ادا شي او که وصيت يې کړی وي وصيت يې ادا شي …
او بل حق يې دا دی چې هغوی ته دعا وشي او د هغوی د خپلوانو سره خپلوي و پالل شي.
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو کس عرض وکړ په ما باندې د خپل وفات شوي پلار څه حق شته ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل هو : هغوی ته دعا کول او استغفار غوښتل ، د هغوي پر وعدو او تعهوداتو وفا کول او د دهغوی د خپلوانو او ملګرو اکرام او صله رحمي کول (رواه ابن الماجه ) .
د والدين سره د ښه سلوک کولو فضيلت او اهميت :
۱- د الله تعالی او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د حکم پر ځای کول دي.
۲- غوره عمل دی.
له ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی؟ نبی کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : بِرُّ الوَالِدَيْنِ، قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ ( متفقٌ عَلَيهِ).
ژباړه : په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د مور او پلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل د الله (جل جلا له) په لار کی جهاد .
۳- د جنت د داخليدو ستره وسيله ده :
د جنت له دروازو څخه يوه دروازه د (الوالد) په نوم ده .
ابودرداء وايي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم مې اوريدلي چې فرمايل يې : الْوالِدُ أَوْسطُ أَبْوابِ الجَنَّةِ ، فَإِنْ شِئْتَ فَأَضِعْ ذلِك الْباب، أَوِ احفظْهُ ، و ربما قال سفيان : ان أمي ، وربما قال :أبي .
ژباړه : پلار (او يا مور) د جنت منځنۍ دروازه ده ، که غواړې هغه دروازه له لاسه ورکړه او يا هغه وساته .
۴- خوشحالي .
د والدينو سره نيک سلوک کول د اولادونو په ژوند کې د خوشحالۍ او آرامۍ سبب ګرځي او هغه اولاد چې خپل والدين ځوروئ هميشه به ځوريږي .
و والدين سره د بد سلوک کولو خطرناکې پايلي :
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين (رواه الترمذي: 1899-، البزار: 2394 ، الحاکم : 7249)
يعنې: د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کې ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کې دی .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي «أَلا أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ»؟ ثَلاثًا. قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ، وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ» وَجَلَسَ وَكَانَ مُتَّكِئًا فَقَالَ: «أَلا وَقَوْلُ الزُّورِ» …. (رواه البخارى:2654)
ژباړه: آيا تاسې د سترو ګناهونو څخه خبر نه کړم ؟ ( دا جمله ) يې دری ځله تکرار کړه ، صحابه رضی الله عنهم وويل : هو يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ، رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : د الله تعالی سره شريک نيول او د مور او پلار نافرماني کول بيا کښيناست او داسې چې تکيه يې وهلې وه و يې فرمايل : خبردار چې په ناحقه شاهدي ويل هم ( د کبيره ګناهونو څخه دی ) .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
«ثلاثة لا ينظر الله عز وجل إليهم يوم القيامة: العاق لوالديه، والمرأة المترجلة، والديوث» وفي رواية: «لا يدخل الجنة منان، ولا عاق، ولا مدمن خمر». (رواه سنن النسائي :۲۵۶۲ بالسناد صحيح).
ژباړه: د قيامت په ورځ به دريو کسانو ته الله تعالی د رحمت په نظر نه ګوري ، عاق الوالدين ، بي حجابه ښځه يا د نارينه سره تشبح کونکې ښځه ، او ديوث (بي ناموثه ) سړی او په بل روايت کې راغلی دی : جنت ته به داخل نشي هر منان (احسان بارونکی ) ، او نه عاق الوالدين او نه هم شرابخور .
عقوق الوالدين ( د مور او پلار د نافرمانۍ او بد سلوک ) ځنې صورتونه په لاندې ډول دي :
۱- د والدينو غيبت کول.
۲- پر والدينو باندې د خپلې ښځې او ملګري پورته والی .
۳- تکبر په هغوی باندې خپل ځای لوی ګڼل .
۴- د هغوی جاهل او ناپوهه ګڼل .
۵- په مشروع کار کې هغوی نافرماني کول .
۶- د والدينو اهانت کول .
د عاق الوالدين توبه :
د چا څخه چې خپل والدين خفه او ناراضه وي هغه دې د خپل رب (جل جلاله ) په در کې په صدق توبه وباسي او د خپلو والدينو سره دی ښه سلوک کول پيل کړي.
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ] (الزمر 53 ).
ژباړه: ای زما بنده ګانو! کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی.
او د چا چې والدين وفات شوي وي د هغوی توبه :
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«ان العبد ليموت والده او احدهما وانه لهما لقاق فلا يزال يدعوا لهما ویستغفر لهما حتی يکتبه الله باراً » (۲)
ژباړه: که د چا مور او پلار يا په دواړو کې د يو تن وفات وشي او اولاد په ژوند کې عاق (نافرمانه وي يا يې د مور او پلار له رضامندﺉ نه محروم ) وي لکن دا اولاد د هغوی له وفات وروسته په رښتني زړه سره د هغوی د پاره د خير او رحمت دعا کوي مغفرت او پخشش غواړي او همدارنګه د خپل قصور تلافي کول غواړي نو الله تعالی به دغه اولاد د نافرمانۍ د وبال نه بچ کړي .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود