د ټولنې اصلاح
د ټولنې د اصلاح څخه مطلب د ژوند په ټولو چارو کې د اسلامي اوامرو عملي کول او د هغه له منهياتو او ګناهونو څخه پرهيز کول دي. کله چې يو ټولنه اصلاح شي په هغه به کې جرايم او فساد کم وي امن او سوکالي به پکې وي او رزق به يې پراخه وي .
د ټولنې د اصلاح ځنې شرعې اسباب :
لومړی امر بالمعروف او نهی عن المنکر :
امر بالمعروف او نهی عن المنکر ددې امت اصلي دنده او مسئوليت ، د افرادو او ټولنې د اصلاح وسيله ده ، د دين د ساتنې ذريعه ده او د اسلامي حکومت اساسي دنده ده ، الله سبحانه وتعالی فرمايي:[الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ][1]
ژباړه: هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي.
کله چې أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ترک کړ شي ، د علم ځای به جهل ونيسي ، د نيکو او صالح اعمال ځای به فسق او فجور ونيسي ، د صالح انسانانو ځای به فاسقان ونيسي ، د سنتو د متابعت ځای به بدعت ونيسي .جهل ، فسق او فساد او فحاشت به خپاره شي ځمکه به فساد پر سر واخلي .
اهل خير به يوازې او غريب شي او اهل فساد به قوت ومومي ، بلاخره به د الله تعالی عام عذاب او عامې بلاوې نازليږي چې د هغه څخه به هيڅوک په امن نه وي .
لقوله سبحانه وتعالی : [وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ][2] .
ژباړه: او تاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى.
مګر که په ټولنه کې مصلحين موجود وي أمر بالمعروف او نهی عن المنکر تر سره کيږي په ټولنه باندې عذاب او بلاوې نه راځي .
[وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ][3] .
ژباړه: او ستا رب له سره داسې نه دى چې كلي په ظلم سره (ناحقه) هلاك كړي، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي اصلاح كوونكي وي.
صالح او مُصلح فرق لري ، صالح د اصلاح پرته د هلاکيدونکو سره يو ځای هلاکيږي مګر د مصلح د اصلاح په وجه د بنده ګانو څخه بلا او عذاب دفع کيږي .
د امر بالمعروف لپاره څه ډول اشخاص ؟
- داسې کسان چې متقيان وي په څه باندې چې خلکو ته حکم کوي په هغه باندې به خپله عمل کوي .
- داسې کسان چې علماء وي .
- داسې کسان چې د دعوت په قواعدو ، اصولو او منهج باندې ښه پوه وي[4] .
لومړۍ په نرمۍ سره خلکو ته د دين احکام رسول ، په حکمت او نرمۍ سره د ګناهونو د خطرناکو پايلو او عواقبو بيانول (ترغيب او ترهيب) ځکه د قرآن او سنتو دعوتي منهج دا دی چې لومړی د احکام بيان راځي او بيا د هغه په اړه ترغيب او ترهيب ذکر شوی ، نو په احکامو باندې د خلکو پوهول د هغه د فضايل بيان او بيا د هغه خطرناکو پايلو بيانول او بيا د هغه د عملي تغير لارې چارې
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – سوره الحج :۴۱ .
[2] – سوره الانفال : ۲۵ .
[3] – سوره هود :۱۱۷ .
[4] – قواعد أمر بالمعروف و نهی عن المنکر ، حمکة في الدعوة الی الله ، د دعوت قواعد او معاصر وسائل .