د اسلامي دعوت وسايل

۱- وينا او بيان :

خلکو ته مستقيماً وينا او بيان د دعوت تر ټولو غوره او مؤثره لاره ده او الله تعالی ته تر ټولو خوښه وينا د هغه لارې ته بلنه ده .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : ﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ﴾[1] .

ژباړه : او د وينا له کبله به د هغه چا تر خبرې د بل چا خبره ښه وي ؟ چې د الله لوري ته بلنه کوي او ښه عمل کوي او وايي چې زه مسلمان يم .

که څوک د ياد څخه په ښه او فصيح ډول بيان کولای شي ښه او که نه د قاغد یا د کتاب له مخې دې خلکو ته بيان وکړي ځکه د بيان څخه مطلب خلکو د دين د أحکامو رسول دي .

۲- کتاب :

د دعوت الی الله دوهم مؤثره لاره کتابت او ليکل دي ،لکه : کتاب ، رساله ، مجله او نور .

د علم وسيله قلم او ليکل دي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ * الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ * عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ][2] .

ژباړه: ولوله ! حال دا چي رب ستا لوی کريم دی ،هغه (رب ) چې ښوولی يې دی (انسان ته علم او کتابت ) په قلم سره ، ښوونه يې کړه ده انسان ته د هغو شيانو چې دی پرې نه پوهيده .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم علم له کتاب سره تړلی دی او فرمايي : «قيِّدُوا العِلمَ بالكِتابِ»[3] .

ځکه چې انسان د هېرې عادت لري ، يو شي يې له ياده وځي او يا هم يوځل اوريدو سره پوره اخز نشي کولای .

تر مونږ پورې چې دين را رسيدلی اکثراً د کتاب ليارې دی ، کتاب جاري صدقه ده چې نورو نسلونو ته پاتې کيږي .

په اوس عصر کې د ليکلو او چاپ لپاره ښه ډير وسائل شته ، کوم عالم چې خپله کتاب ليکلی شي ښه ، که يې خپله په کمپيوټر کې نشي ليکلای د هغه د ليکلو لپاره لارې شته ، کچېرې د کتاب د چاپولو توان نلري نو الحمدلله خپرندويه ټولنې شته چې پخپل مصرف کتاب چاپوي او پر خلکو يې خرڅوي او تر خلکو پورې رسیږي .

څوک چې خپله د کتاب ليکلو توان نلري نو هغه کولای شي د کتاب په چاپ کې برخه واخلي ، يا ديني کتابونه واخلي او هغه خلکو باندې وړيا ووشي ، که دا کار هم نشي کولای ، د انټرنيټ څخه دې ديني کتابونه ښکته کړي او

هغه دې تر هغو خلکو پورې ورسوي کوم چې انټرنټ ته لاس رسی نلري .

او يا کولای شو دينې کتابونه سکن کړي او هغه په اڼټرنټ کې آنلاين کړي تر څو خلک يې ښکته کړي چې دا کار هيڅ مالي مصارف نه غواړي ، کولای شو خپل کتابونه په لاندې سايټونو کې په وړيا توګه آنلاين کړو

https://archive.org

https://www.mrkzgulf.com

او داسې نور .

۳- انټرنټ :

په اوس عصر کې د دعوت الی الله له وسايلو څخه انترنټ يو معاصره کټوره وسيله ده چې ددې وسيلې په مټ په ډير کم مصرف او کم وخت کې تر ډيرو خلکو پورې پيغام رسيږي .

په انترنټ کې د وينا ، مطلب او پيغام رسولو بېلابېلې لارې دي چې مهمه لاره يې د سايټ جوړول او پر ليکه کول دي .

کله چې د الله د دين دوښمنانو د اسلام پر ضد په زرګونو سايټونه جوړ کړل او په هغه باندې يې په ميليونه ډالره مصارف کړل تر څو خلک له حق څخه منع او منحرف کړي ، نو د حق لارويانو د اسلام دوښمنو پر وړاندې اسلامي سايټونه جوړ کړل اوس په نړۍ کې په زرګونو اسلامي سايټونه موجود دي چې د الله تعالی لورې ته بلنه کوي او مسلمانانو ته يې زياته ګټه رسيدلې مثلاً :

په افغانستان کې په پښتو ژبه معتبر عالمي سايټ آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com) چې په ټوله نړۍ کې خپرونې کوي ، په لکونو دايمي لوستونکي لري ، په ميليونو مطالب يې لوستل شوي دي ، په زرګونو کتابونه ورڅخه ښکته شوې دي .

همدارنګه په عربي ژبه د صيد الفوائد (http://saaid.net) سايټ په لکونو لوستونکي لري ، په زرګونو مطالب پکې ځای پر ځای شوي او يوازې يو کس يې پر مخ وړي .

د الدرر السنيه (www.dorar.net) عربي سايټ دی چې بې انتها زيات خدمات يې وړاندې کړي دي .

همدارنګه د الاسلام سوال جواب عربي پاڼه (https://islamqa.info/ar) ده چې په لکونو مسائل پکې خپاره شوي دي .

همدارنګه موقع المسلم ، موقع الاسلام اليوم ، موقع الاسلام أون لاين ، موقع طريق الی الله ، موقع الألوکه ، موقه المربي او نور .

په انګليسي ژبه اسلام ته د بلنې سايټونه :

http://www.islamreligion.com

www.islamtomorrow.com
www.islamalways.com.
www.islamyesterday.com.

د انټرنټ مهمه ځانګړتيا :

د انترنټ يو مهمه ځانګرتيا دا ده چې په هغو هيوادونو کې چې د کفر او اشغال تر تأثير لاندې وي جهادي او رښتنې دعوتي افکارو ته ازاده اجازه نه ورکول کيږي نو هلته مسلمانان خپل پيغام يوازې د همدې لارې خلکو ته رسوي .

د مثال په توګه په اسرائيلو کې مسلمان داعي يوسف خطاب : نومړی د اسلام مخکې يو متشدد او معتصب یهودی چې وروسته د انترنټ ليارې مسلمان شو ، او اوس مهال په اسرائلو کې د انترنټ ليارې اسلام ته دعوت کوي .

له يوسف څخه وپوښتل شول ستا په لاس څومره اسرائيل مسلمان شوې دي ؟ هغه وويل : زيات کسان ولی يوازې د انټرنټ ليارې ځکه چې زه نشم کولای په ښکاره توګه د دعوت دفتر ولرم ، او په ښکاره توګه د خلکو سره ووينم نو ځکه د دعوت ټولې چارې د انټرنټ ليارې تر سره کوم .

خبرداری!

که چېرې انټرنټ د خير لپاره وکارول شي نو د شک پرته د خير ښه وسيله

ده مګر هغه کسان چې د خير لپاره يې نه کاروي ، يا ددې وړتيا نه لري ، يا دومره علم ورسره نشته چې د حق او باطل تميز وکولای شي ، يا د ضعيف ايمان سره بې هدفه انترنټ ته داخليږي نو د خير پر ځای امکان لري په شهوات کې لاهو شي او د ګمراه شبکو سره مخ شي .

۴- صوتي وسائل :

صوتي وسائل لکه : سي ډي ، ډي وي ډي او نور صوتي وسائل نورو ته د بلنې او پيغام رسولو مهم وسائل بلل کيږي چې د دعوت الی الله لپاره کارول يې مهم رول لري ، ځکه ددې وسائلو څخه لوستي او نالوسوتي دواړه ګټه اخيستلای شي ، او د کار پر مهال يې هم اورېدلای شي ، خصوصاً د کور د ښځينه وو لپاره مهم رول لري .

هغه صوتي وسائلو چې د معتبرو علماوو تقريرات پکې وي ، نه د هر چا .

راډیو تلويزيون

د بيان او پيغام رسولو بله مهمه وسيله راډيو او تلويزيون دی خاصتاً د هغو کسانو لپاره چې انټرنټ ته لاس رسی ونه لري ، د راډيو لیارې په کم مصرف په يو ځل تر ډيرو کسانو پورې بيان او پيغام رسيږي او همدارنګه د تلويزيون ليارې دا دواړه هغه وسائل دي که چېرې د شر او فساد لپاره وکارول شی نو شر او فساد به يې زیات وي او که د خير لپاره وکارول شي نو خير به يې زيات وي ، په نن عصر کې دغه وسائل اکثراً د شر او فساد لپاره کارول کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – سوره فصلت :۳۳ .

[2] – سوره العلق .

[3] – رواه الحاکم و صحيح الجامع .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 14 times, 1 visits today)