سلامونه او نیکې هیلې الله تعالی د وکړي چې روغ رمټ وی .
زما یو ملګری چې د شرم له خاطره د مسجد له امام خپله پوښتنه نشي مطرح کولی .
وايي روژه کې مې شوق زیات شوی ډول ډول سوچونه رانه وهل کیژي له همدې خاطره مزي یا مني رانه خارج کیژي اړینه خبره داده چې کله د سهار آذان شوی او زه په سوچونو کې ډوب شم
ستاسو له همکاری مخکې له مخکې مننه کور مو ودان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د مني وتل لاندې صورتونه لري :
اول :
کچيرې د شرمګا پرته په استمناء موښلو (خپله انزال ) مچي کولو او يا لمس سره په خوند او شهوت سره مني ووځي دا کار ګناه ده د روژې ثواب له منځه وړي او روژه ورباندې فاسديږي ، د روژې قضايي به ګرځوي او کفاره نشته.
مَن أنزَلَ المنيَّ بمباشرَةٍ دون الفرْجِ، أو بتقبيلٍ أو لَمْسٍ؛ فإنه يُفطِرُ بذلك (البناية شرح الهداية ۴/۴۴ ، بدايع الصنائع ۲/۹۳ ).
من أنزَلَ بمباشرةٍ، أو تقبيلٍ ونحو ذلكِ- بلا جِماعٍ- فلا كفَّارةَ عليه (الهداية ۱/۱۲۳، بدايع ۲/۹۳ ).
دوهم :
کچيرې څوک په تکرار سره د شهوت نظر وکړي آیا روژه ورباندې ماتيږي ؟
په دې باره کې د علماوو تر منځ اختلاف دی د مالکيه او حنابله فقهاوو په نزد روژه ورباندې فاسديږي او د حنفيه او شافعيه فقهاوو په نزد روژه نه ورباندې فاسديږي ( فتح القدير ۲/۳۳۹ ، المجموع للنووي ۶/۳۲۲ ).
او علماء اللجنة الدائمه وايي کچيرې نظر تکرار شي او مني خارج شي روژه ماتوي ځکه بيګانه ښځې ته کتل په روژه او غير روژه کې حرام دی د فتنې سبب او د فاحشې وسيله ده او په روژه کې ګناه زياته ده په روژه باندې تأثير کوي مګر روژه نه ماتوي خو که تکرار شي او مني ووځي روژه ماتوي او ددغه ورځې قضايي به ادا کوي او الله تعالی ته به توبه باسي :
«النظر الی المرأة الأجنبية لا يجوز ، لا في رمضان و لا في غيره ، لأنه يسبب الفتنة ، ويجر الی فعل الفاحشة و قد قال الله تعالی : [قل للمؤمنين بغضوا من أبصارهم و يحفظوا فروجهم ] و اذا کان ذالک في رمضان ، فالاثم أشد ، لانه یؤثر علی الصيام لکنه لا يبطله الا اذا کرره و خرج منه مني ، فانه يستمر في صيامه و يقضي ذلک اليوم مع التوبة الی الله سبحانه (فتاوی اللجنة الدائمة ۱۷/۲۱ ).
دريم :
کچيرې په فکر کولو سره د کوم عمل پرته مني ووځي نو روژه نه ورباندې ماتيږي ، مګر د فاحشې او شهوت مکرر خيال او فکر کول ګناه ده ددې خيال څخه به فکر اړوي .
عن أبي هُريرةَ رَضِيَ اللهُ عنه أنَّ النَّبيَّ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم قال:«إنَّ اللهَ تجاوَزَ لأمَّتي عما وَسْوَسَتْ أو حَدَّثَت به أنفُسَها، ما لم تَعمَلْ به أو تَكَلَّمْ » (رواه البخاري و مسلم ) .
مَن أنزَلَ بتفكيرٍ مجرَّدٍ عن العملِ؛ فلا يُفطِرُ، سواءٌ كان تفكيرًا مُستدامًا أو غيرَ مُستدامٍ (فقه الدرر السنية – المبسوط ۳/۶۶)
څلورم :
په خوب کې احتلام او د مني په وتلو سره روژې ته هيڅ نقصان نه رسیږي ځکه چې دا غير اختياري عمل دی .
مَن نام فاحتلَمَ في نهار رَمَضانَ فصومُه صحيحٌ (فقه الدرر السنية – الاجماع مذاهب).
پنځم :
د مذي په وتلو سره روژه نه ماتيږي .
خروجُ المَذْيِ من الصَّائِم لا ينقُضُ صَومَه (مراقي الفلاح ص ۴۴۶ ، المبسوط ۲/۲۳۸ )
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود