تاسې به په رسنيو کې اروئ چې اوس خپله د ديموکراسۍ علمبرداران او طرفداران او په اصطلاح د ښځو د آزادۍ غوښتونکي د ښځو د جنسي ځوروني او د فحشاء خپريدو نارې پورته کوي .
خو دغه د ديموکراسۍ علمبرداران او طرفداران هغه وخت چيرې وو چې د اسلام خاورې ته یې د غرب قانون راوړ او بيا يې په محاکمو او دولتي ادارو کې د هغه د عملي کولو او تطبيق حکم ورکړ .
آيا تاسې د دغه مادې په معنی او هدف نه پوهيدلی ؟
د خشونت عليه زنان د لعنتي طاغوتي قانون په دريمه ماده کې راغلي :
تجاوز جنسی: ارتکاب فعل زنا یا لواط بازن بالغ توام با اجبار و اکراه یا ارتکاب آن با زن نابالغ و یا تجاوز بر عفت وناموس زن است .
د پورته مادې معنی دا ده چې: ( زنا او لواط د زور او اکراه په صورت کې جرم بلل کيږي ) العياذ بالله .
اوس يې د هغه کسان ځواب ووايي چې د غرب د ديموکراسۍ ناري وهي ..
او هغه کسان يې د ځواب ووايي چې د ښځو بې قيده او بې واکه آزادي او د نارينه او ښځو تر منځ اختلاط او کډون غواړي ..
او په خاصه توګه د قوت های صلح مفتي عظم شيخ الحديث يې د ځواب ووايي …
او هغه درباري علماء يې د ځواب ووايي چې طاغوت ته د اسلام رنګ ورکوي ..
هغه وخت چيرې واست چې کله مو د غرب مردار قانون راوړ او د رب العالمين کلام قرآنکريم مو تر پښو لاندې کړ ؟
آيا تاسې د قرآن پر دغو آيتونو نه پوهيږئ ؟
[وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا][1].
[الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ][2] .
آيا قرآن دومره مظلوم دی چې تاسې يې تغير کړئ ؟ قرآن خو هيڅ څوک نشي تغيرولای مګر تاسې خپل وجدان ، غيرت او د ايمان نيغه لاره تغير کړې ده .
آيا اسلام دومره مظلوم دی ؟
آيا افغان مسلمان ولس دومره مظلوم دی ؟
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – سوره الفرقان :۶۸-۶۹ .
[2] – سوره النور :۲ .