کوم معالج طبيب چې د ناروغان په درملنه کې اخلاص او دقت کوي الله تعالی د هغه په علم ، مال ، اولاد او عمل صالح کې برکت نازل کړي ، الله تعالی دې اوږد عمر ورکړي .
او کوم درملتون او لابراتوار چې د پوره مسلکي حاکميت تر څنګ د مظلومو ناروغانو سره د انصاف څلن کوي الله تعالی د هغوی په علم او مال کې برکت واچوي .
التاجر أمين
مګر متأسفانه ځنې معالج ډاکتران له درملتون او لابراتوار څخه د خپلې نسخې فيصدي اخلي او درملتون او لابراتوار دغه فيصدي د ناروغ په نسخه او معايناتو ور اچوي چې په فريب سره د هيڅ کوم عوض پرته د خلکو مال په ناحقه خوري چې ډاکټر ته يې اخيستل ناحقه دي ځکه چې هغه خپل اجرت (فيس) اخستی او هغه ته د درملتون او لابراتوار لخوا ورکول حرام دي .
لا يجوز للطبيب أن يأخذ نسبة من أجرة التحليل ؛ لأنه أَخْذُ مال في غير مقابل ، لم يجز له أن يقوم بعمل هذه التحاليل ؛ لما في ذلك من التعاون معه على غش المريض وأكل ماله بالباطل ، وعليه أن ينصح للطبيب عسى أن يتوب عن ذلك.
فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء” (24/432) .
او ځنې درملتونونو بالکل د انصاف پلې ماتې کړي دي پر مظلومو ناروغانو څو څنده ګټه کوي حال چې ناروغ ته د هغه هيڅ علم نه وي ، ناروغ يا دا چې مجبور دی او يا دا چې پر هغه يې اعتماد کړی دی چې هغه خو مسلکي او پوه سړی دی زما سره به دومره بې انصافي نه کوي .
د مثال په توګه پاکستاني درمل چې د بازار قيمت يې ۲۰۰ کلدارې ( RS=200 ) دوی يې پر ۲۰۰ افغانۍ يا تر هغه زيات خرڅوي حال دا چې د درملو شرکت د درملتون لپاره ګټه په نظر کې نيولې وي .. ډيره لويه بې انصافي ده ..
کچېرې يو چا ته علم نه وي او په هغه باندې د بازار د نرخ څخه جنس لوړ وپلورل شي غبن فاحش بلل کيږي .
مجله احکام عدليه خلافت عثماني ، غبن فاحش د وړلو او نقل وړ اجناسو کې ۵٪ او په حيوان کې ۱۰٪ او په جايداد کې ۲۰٪ ټاکلی دی .
وفي مجلة الأحكام العدلية المادة /165/ الغبن الفاحش بما يعادل 5% في المنقولات و10% في الحيوان والخمس 20% في العقارات أو أزيد من ذلك، وما دونه غبن يسير.
نو مسلمانان وروڼه بايد په دې باندې پوه وي چې په تجارت کې انصاف کول د يو مسلمان ديني او اخلاقي مسئوليت دی .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود