فيسبوکيانو ته څو نصيحتونه

ګرانو وروڼو او خويندو !

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

زه پر تاسې وياړم چې د هيواد په سختو شرایطو کې مو تحصيل وکړ، او بيا مو د اوسني عصر دغه مهمې تنالوجۍ ته چې انټرنيټ دی لاس رسی وموند.

ځينې وروڼه د فيسبوک له ليارې ګټور مطالب خپروي او دوی تر خپله وسه د اسلام او ولس د بقا د پاره هلې ځلې کوي، الله جل جلا له دوی ته نور توفيق هم ورکړي ،مګر په فيسبوک کې ځينې وروڼه او خويندې بې ګټې او د اسلامې آداب خلاف خپرونې کوي چې په دې مطلب کې مو اصلی هدف همدا دی چې دغه غير اسلامې او اخلاقي ليکنې تاسې ته بيانول او په ګوته کول غواړم او دا خپل مسئوليت بولو تر څو تاسې ور ته متوجه کړو، چې ځينې يې په لاندې ډول دي.

۱- د فيسبوک ځينې ځوانان غير اخلاقي او شهوت پاروني تصويرونه خپروي :

لومړي دا چې بې ضرورته د ساه لرونکو تصويرونو څخه په اسلامې شريعت کې منع شوې ده او تحريم يې مخکې بيان شو.

بل دا چې غير اخلاقي او شهوت پارونکي تصويرونه د بې حيایی او فحشاء خرول دي کبيره ګناه ده او د داسې کسانو د پاره د سخت عذاب خبرداری دی کوم چې غواړي په خلکو کې بې حيايي او فحشاء خپره کړي.

قوله تعالی: إنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آَمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (حج ۱۹)

يقيناً هغه کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کې فحشاء او ناوړه کارونه خواره کړي هغوی په دنيا او آخرت کې د سخت دردناک عذاب وړ دی الله جل جلا له پوهيږي او تاسې نه پوهيږی.

هر څوک چې د ستا په پاڼه کې د نا محرم، غير اخلاقي او فاحش تصوير ته ګورې د هغه په ګناه کې به ته ور سره شريک وي

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:«من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا».(مسلم ۲۶۷۴).

کوم بنده چې د نيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلکو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي.او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي.او چا چې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو د دغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی د ده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي او ګناه کار شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).

 او ته به دغه کار ډير ساده ګڼې ولی خبر به نه وي چې ستا د ګناه پټی څومره دروند شوی دی.

او بل دا چې دا د شيطان دسيسې دي چې ستا تر نظر دغه کار ښه درولي که نه اصلاً دا کار ډير بد دی يو څو محدود شمير لنډغر به ستا د تصوير څخه شيطاني خوند واخلي، مګر ډير کسان به ستا په دې کار لعنت وايي.

نو په دې کار کې ستا څه ګټه شو ؟

له دې بې ګټې کار او فساد څخه لاس واخله ددې پر ځای ګټور شيان خپاره کړه.

۲- د فيسبوک په صفحه کې ډيرو خويندو هم د ځان د پاره پاڼې پرانستې دي او په خپلو پاڼو کې يې په پوره سينګار سره خپل خپل تصويرونه خپاره کړې دي چې دا کار د يوې مسلمانې افغانې ميرمنې او نجلی لپاره د شرم کار دی .

مسلمانې خورې تا ته دا کله رواه ده چې ستا تصوير دې بيګانه خلک وويني ؟ تا ته خو ستا خالق (جل جلا له) امر کوي چې پرده وکړه له نا محرمو ، لقوله سبحانه وتعالی :

[وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ] (النور ۳۱).

يعنې: او ووايه (ای محمده) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه) سترګی خپلی.

[ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ] (الاحزاب: ۵۹ ).

ژباړه: ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي او ښځو د مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو.

نو واضح شوه چې مسلمانې بی بی ته د الله پاک حکم دی چې له بيګانه خلکو ستر او پرده وکړي.

د سينګار کړي تصوير خپرولو څخه ستا مطلب څه دی ؟ ملګري پیدا کول غواړي ؟

خورې ! په اسلام کې د by friend  (د ملګرۍ) سيستم نشته په اسلام کې نکاح ده او تا ته اسلامي شريعت ددې جواز در کړی دی تر څو کوم نيک او صالح کس ته د نکاح درخواست وکړې په دې کې څه شرم او عار نشته او دا اجازه هم شته چې څوک د چا سره نکاح کول غواړي د هغه ليدل جايز دي.

خورې ! که ددې تصوير نه ستا مطلب د نکاح د ملګري پيدا کول وي نو داسې کول جواز نلري، نو ډير احتياط کوه چې د کوم چا په ظاهري باډی و نه غوليږي خدای مه کړه په داسې لنډغر به دې سر شوی وي چې بيا به ټول عمر په غم او بدبختۍ اخته وې.

او که ددې تصوير نه ستا مطلب د نا محرمو سره ملګري، خوشحالي، ساعت تيري وي، نو په دې کې څه شک نشته چې د نامحرم له ملګرۍ، اختلاط، خبرو او ارتباطاتو کې خوند شته ځکه ټول حرام او ټول منکرات خوندور دي او خوندورې شيطاني غذاوي بلل کيږي مګر دا خوندونه ډير لږ او پايلې يې سختي خطرناکې دي.

او دا کار اصلاً د دوزخ په لاره تلل دي:

انسان د يوه ستر هدف د پاره پيدا شوی دی چې هغه د خپل خالق (جل جلا له) اطاعت او فرمانبرداري ده.

خورې ! حجاب واغونده، خپله ښايسته او مبارکه چهره دې د نا محرمو خلکو په مينځ کې مه نشروه، خورکې ! ته د يوه ښايسته مرغلرې مثال لرې مرغلرې سړی له خلکو پتې ساتي هغه په کوڅو او عامو ځايونو کې د خلکو د پاره نه ږدي، ددې کار خوند، فخر ډير کم دی خو عذاب يې ډير سخت دی، د ښځو د پاره چې خپل سينګار او ښايست بيګانه خلکو ته قصداً ښکاره کوي تبرج کوي سخت عذاب ذکر شوی دی.

«صنفان من أهل النار لم أرهما: قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس، ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤوسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها، وإنَّ ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا» (رواه مسلم).

ژباړه: په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلې يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې د جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه به د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومي.

ددی ډول ښځو امثال مونږ وينو چې تنګي جامې اغوندې چې د بدن د فتنې ځايونه يې واضح ښکاري او دوی قصداً داسې کوي تر څو خلک خپل ځان ته جلب کړي.

د اوښ د بوکام مثالونه هم په فيشنی او عصري ښځو کې وينو.

او هغه کسان چې خلک په کمچينو وهي د هغه نه مراد هغه ډله ده چې حاجتمند خلک به د حکمرانانو دربار ته د خپل حاجت د پاره ورځې او دوی هغوی نه پريږدي او په وهلو سره به يې رټي.  

په بل حديث شريف کې راځي: «ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم» (صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم).

ژباړه: د دریو تنو په باب پوښتنه مه کوه (چه غداب يې ډير سخت او دردونکی دی) يو هغه سړی چې د مسلمانانو اجتماع او ټولنه ترک کړي او د خپل امام او سرپرست څخه نا فرماني وکړي او په همدې حالت کې مړ شي، او هغه وينځه او غلام چې د خپل بادار نه تښتيدلي وي او په همدې حالت کې مړه شي، او هغه ښځه چې خاوند يې غايب وي (چيرې په سفر تللی وي) خو دې ته يې د ژوند ټول سهولتونه برابر کړي وي خو هغه په دې حالت کې تبرج (بيګانه خلکو ته خپل سينګار ښکاره) کوي پس په دې باره کې سوال مه کوه چې ددی کسانو عذاب درناک او سخت دی.

نو له دې کار څخه توبه وباسه تر څو د دنيا او اخرت اکرام ،عزت او نيکبختې دې په نصيب شي.

دينداره ښځه به په ډير اکرام او عزت سره جنت ته دا خليږي هغې ته به د ډير اکرام او عزت له وجې ويل کيږي ننوځه جنت ته له کومې دوازې چې ستا خوښه وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: « إِذَا صَلَّتْ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَحَفِظَتْ فَرْجَهَا وَأَطَاعَتْ زَوْجَهَا قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الْجَنَّةَ مِنْ أَيِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ شِئْتِ» (رواه أحمد ۱۶۶۴).

يعني: کله چې کومه ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي، د رمضان روژه ونيسي، د آبرو حفاظت وکړي او د ميړه اطاعت وکړي، هغې ته ويل کيږي له کومې دروازې چې غواړي جنت ته ننوځه.

۳- د فيسبوک ځينې ځوانان د مړو يا مردګانو اهانت کوي :

يو قوم د بل قوم د مشرانو د مړو اهانت او سپکاوی کوي او د هغه بد او سپک تصويرونه خپروي چې دا کار د يو تحصيل کرده د پاره ډير نا مناسب او د شرم وړ دی او په اسلام کې د ژوندي او مړي اهانت او سپکاوی حرام دی.

د مسلمان اهانت او سپکاوی عظيم جرم دی: روى ابن حبان و الترمذي بإسنادٍ حسن أن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما نظر يوماً إلى الكعبة فقال: (ما أعظمَكِ و أعظمَ حُرمتِكِ ! و المؤمنُ أعظم حُرْمةً مِنْكِ) يعنې الله جل جلا له  چې دغه کعبې ته کوم عظمت ورکړی دی د هغه نه د مؤمن عظمت زيات دی.

تاسې يې داسې فرض کړئ که څوک د کعبې ړنګول وغواړي فکر وکړئ چې ددې کس سره به مسلمانان څه وکړي ؟ او هغه ته به څنګه جزا ورکړي ؟ خو الله (جل جلا له) د کعبې د ورانولو او اهانت نه د مسلمان په ورانولو او اهانت ډير خفه کيږي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ». (بخارى)

مسلمان ته بد ګويي فسق دی او د هغه پر وړاندې جنګيدل کفر دی.

لکه څنګه چې په ژوند کې د مسلمان اهانت او سپکاوی حرام دی همداسې د مرګ نه پس هم د هغه اهانت حرام دی.

 رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «لا تَسُبُّوا الأَمْوَاتَ، فَإِنَّهُمْ قَدْ أَفْضَوْا إِلَى مَا قَدَّمُوا». (بخاري)

ژباړه: مړو ته بد مه وايئ ځکه هغوی د خپلو اعمالو نتيجه ته رسيدلی دي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  په دوو کلمو کې خبره خلاصه کړه، يعنې که خاين او غدار تير شوی وي او د تاسې د هغه خيانت او غداري کړوي نو هغه اوس د خپلو اعمالو نتجې ته ورغلی دی او د خپل عمل سزا به ويني، نو تاسې هغه ته بد ګويي مه کوئ.

امام نوي رحمه الله د پورته حديث په بيان کې وايي: د اهل فسق او بدعت د فاسدو او بدو کړنو بيانول د اسلام په چوکات جايز دي تر څو نور خلک د هغوی د ګمرا کونکو اعمالو پسې اقتداء و نه کړي او د هغوی د ګمرا کونکو اعمالو څخه نفرت وکړي.

و في غير المتظاهر بفسق أو بدعة، فأما هؤلاء فلا يحرم ذكرهم بشر للتحذير من طريقتهم، و من الاقتداء بآثارهم و التخلق بأخلاقهم (شرح امام نوی رحمه الله).

د مسلمان اهانت، هغه ته بدګويي، بهتان و غيره که ژوندې وي او که مړ حرام دي بيا په خاصه توګه د هغه اهانت په ډير بدو تصويرونو کې چې د مسلمان ضمير يې بالکل نشي قبلولای د شرم وړ کار دی.

ځوانه!

د بيت المال په پانګه او لښت دې تحصيل وکړ فارغ التحصيل شوې، د درديدلې هيواد سترګې تاته وي هغه هيواد چې سخت احتياج او محتاج دی، علمي او صنعتي پرمختګ ته سخت ضرورت لرې، نن تا ددې پر ځای چې علمي تحقيق وکړې هيوادوالو ته څه برابر او چمتو کړې په داسې شيطاني لوبو کې دې ځان مصروف ساتلی دی، ايا د يوه مسلمان ځوان د پاره داسې کول څه ګټه لري ؟، په دې لوبو کې دې څه ليدلی دي کوم درد به دې ور ور باندې دوا شي؟

ځوانه ! ځواني لويه پانګه ده دغه پانګه په داسې شيطاني څيزونو به بربادوه.

۴- قوم پرستي :

د فيسبوک ځينې ځوانان د قوم پرستي په دام نښتي دي، د ژبو او قومونو د اختلاف حکمت دا دی تر څو د انسانانو تر مينځ پيږندګلوي وي، نور نو يو قوم پر بل قوم غوره والی نه لري، مګر غوره والی په تقوی او ديندارۍ کي دی.

د قوم او ژبې سره مينه طبعي ده ولې د بل قوم پر وړاندې دريدل، صف بستي، تفرقې اچول، نفاق ته لمن وهل قوم پرستي ده.

د کفري ځناورې ديموکراسۍ يو عمده او ستر آرمان همدا دی تر څو اسلامې امت ټوټي کړي د اسلامي هيوادونو تر مينځ اختلافات را مينځته کړي او په خاصه ټوګه هغه هيوادونه چې د دوی تر نظامي اشغال لاندې دي غواړې په هغوی کې اختلافات، تفرقې، قوم بازۍ، سمت بازۍ را مينځته کړي او دوی پخلپو کې سره اخته کړي تر څو په خلاص مټ خپل شوم اهداف عملي کړي.

د مسلمان شان دا دی چې د حق بقا به غواړي د مظلوم حمايت او د ظلم مخنوی به کوي هغه که د هر قوم واله وي ځکه په اسلام کې قوم ته څه اعتبار نشته ټول به په قرآن او سنتو خپلې منګولې نښلوي.

په اسلام کې تعصب او قوم پرستي خطرناکې پايلې لري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:«لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّة» (رواه ابوداود).

ژباړه: هغه څوک له مونږ څخه نه دی چه خلک قوميت ته رابولي او هغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په دغه منظورجګړه کوي او هغه څوک له مونږ څخه نه دی چه په همدې مفکوره مړ شي.

دا ځکه چې د قوم طرف دي ونيولو او حق طرف دې پريښود نو که بيا ظلم کيږي ته به د ظالم مدد کوي ځکه قوم دی که مظلوم برباديږي ته به د ظالم مرسته کوې ځکه قوم دی.

بل ځای فرمايي:«من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام» (مشکوة المصابيح)

يعنې: څوک چې د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت.

ډير کسان په همدې قوم پرستۍ مړه شوم چې غوښتل يې د سلطنت او قدرت خوند وويني د اسلام قيام او بقا يې نه غوښته او غوښتل يې خپل قوم سلطنت ته ورسوي خو هم يې آرمانونه خاورې شول او هم په عصبيت مړه شول.

نن زمونږ هغه ځوانان چې دوی ته مو له کلونو کلونو را هيسې د خدمت سترګې په لاره وې ددې پر ځای چې خپل محتاج دردلي هيواد ته خدمت وکړي، د اسلام او هيواد د بقا د پاره هلی ځلی وکړي، علمي تحقيقات او څيړنې وکړي د هغه پر ځای پر داسې شيطاني لوبو او دامونو کې نښتي چې نه يې د خپل ځان ګټه پکې شته او نه هم د بل چا، نه د دنيا په درد لګيږي او نه هم د آخرت، بس يو شيطاني ورکشاپ دی چې د ځواني لويې پانګې ختموي.

له دې کړنو توبه وباسئ ځکه چې داسې کارونه هيڅ ګټه نه لري خپل دماغ د اسلام په قيام، د هيواد په خدمت او علمي تحقيقاتو داسې مصروف او مشغول کړه چې ددې شيطاني مفکورو د پاره يوه لحظه وخت هم پيدا نه کړې.

دا مرضونه اوس ښه ډير دي او په ټولو ډلو کې موجود دي ځکه چې د مردارې غربي ډيموکراسۍ مردار غبار وهلي يو .

ځوانه! تا ته مې ځکه دا نصحيت وکړ چې د تا په ځوانۍ مې نه لوريږي ستا دماغ ځوان، خالی او پاک دی سر له اوسه خپل دماغ د داسې څه نه ډک کړه چې سبا ورځې ته دې په درد ولکيږي.

په ځوانۍ کې تقوی ، توبه او عبادت خاص اهميت لري ، هغه اوه ډلې چې هغوی به د قيامت په ورځ د الله تعالی د رحمت تر سيورې لاندې وي د هغو څخه يو هم هغه ځوان دی چې ځواني يې په عبادت تيره کړې وي .

«..وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ …» (متفق عليه ) .

ژباړه: هغه ځوان چه په ځوانۍ کې د الله تعالی عبادت کوي.

و بالله توفيق وصلى الله على محمد وآله وصحبه وسلم اجمعين

و السلام عليکم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 162 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً