د خپلوانو او ګاونډيانو کره د سوغات يا تحفې وړل څه حکم لري؟

ماشوم ته د پيدايښت دمبارکۍ په خاطر دهغه مور او پلار ته څه روپۍ یا بل څه ډالۍ کول څه حکم لری ځکه زما يو دوست وه د هغه زوی وشو نو ما ورته څه په مبارکۍ کې ورګړه نو هغه انکار وکړه نو غواړم چې پوه شم چې په اسلام کې يي حکم څه دی؟ – حيات هجران
کوم سوغات او تحفه چې د کوچنې د زږيدلو ،د اختر انعام او واده په وخت کې د خپلوانو او ګاونډيان که وړل کيږي په اسلامې شريعت کې هبه بلل کيږي . د صدقې او هبې تر مينځ دا فرق دی چې صدقه د ثواب په نيت مطلق اتو ډلو ته کوم چې په قرآن کې د زکات او صدقاتو د مصرف ځايونه دي لکه :فقير،مسکين … لګول کيږي مګر هبه خپلو خپلوانو او ګاونډياتو ته د محبت زياتيدو او د روابطو د ټينګښت د پاره ورکول کيږی . هبه هم د ثواب لري او مستحب ده ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغه باندې ترغيب ورکړې او فرمايي : تهادوا تحابوا (پخپلو مينځو کې هديې او تحفې ليږﺉ په دې سره محبت زياتيږي او د زړه خيري لرې کوي (ترمذي )
له ابې هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : : (يا نساء المسلمات لاتحقرن جارة لجارتها ولو فرسن شاة) « ای مسلمانو ښځو هيځ ګاونډی به د بل ګاونډي هبه نه تحقيروي (کمه او بې ارزشته به يې نه ګڼي ) ولو که د پسه فرسن هم وي ». (متفق عليه ).
فرسن : د پسه هډوکی چه لږ غوښه ولري چې ددې نه مراد ډير لږ شی دي
همدارنګه فرمايي : هديه اګر که ډيره معمولې هم وي د هغې قبلول پکار دي همدارنګه د معمولي عطئې په ليږلو هم شرم مه محسوسوﺉ (مسند احمد او ترمذي ) .
والله تعالى يقول : فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْراً يَرَه [الزلزلة:7]
د هبې ردول ستره ګناه ده (وليس له حق الرجوع بعد التسليم – عالمګيري ج۵ ص ۲۳۵ ) .
سوغاتونه زياتره وړو کوچنيانو ته وړل کيږي د هغې دوه صورتونه دي :
کومو وړو ناپوهه کوچنيانو ته چې د اختر د انعام يا بل څه کې پسې يا بل څه ورکول کيږي څرنګه چې هغه لږ وي او د هغه مستقيم مور پلار ته يې ورکول مناسب نه ګڼې د هلکانو په بهانه يې ورکوي نو دا ډول څيزونه به د مور او پلار حق وي .
لکن که چا په ښکاره کوچني ته څه ورکړل او د هغه د پاره يې مشخص کړل نو که کوچنی پوه وي د هغه قبضه کول کافي دي او که پوه نه وي د هغه د سرپرست قبضه کول کافي دي په دغو دواړو صورتونو کې سرپرست ته دا حق نشته چې هغه استعمال کړي مطلب دا چې کوم شی چې د ماشوم ملک شو په هغه کې بيا بل څوک حق نه لري د همغه ماشوم د پاره به يې لګوي نه د بل کوم زوی د پاره (اسلامې فقه ص ۷۲۷ مولانا مجيب الله ندوي )
څوک چې چاته هديه ورکوړي مستحب دا ده چې د هغه په ځواب کې بهتره هديه ورکړي مګر کوم څوک چې بې وسه او فقير وي هغه بايد د هديې په رودلو باندې مجبور نشي بلکي خپل اجر او بدله له الله تعالی څخه وغواړي (د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه )16/172) )
و صلي الله نبينا محمد و آله و صحبه و سلم.
آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. دا مطلب پخوا نشر شوی ؤ د اهميت او ضرورت له مخې د دعوت او احکامو د زده کړې پخاطر ځنې مطالب کله کله بيا بيا نشروو
    ځکه اسلامي لارښود هر ورځ نوي لوستوونکي مومي
    او په دې پاڼه کې د الله تعالی په مرسته او فضل په زرګونو مطالب ځای پر ځای شوي دي چې د کتګورې او عنوان بندی له امکان وتلي دي
    او په دې پاڼه کې ټول داسې بنيادي او مهم مطالب په قوي شرعي نصوصو باندې ترتيب او نشر شوي دي چې زده کړه يې د هر مسلمان د پاره ضروري ده