ګرانه ! هرې خواته کوښښ کوه د خير او نيکۍ لارې ډيرې دي

ګرانو وروڼو او خوندو ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
آيا تاسې هم له هغو کسانو څخه ياست چې عبادت يا اعمال په ځنو شعايرو يا ښو کارونو محدودوئ ؟
راځئ د قرآن او سنتو په رڼا کې د خير لارې وګورو او ووينو چه مونږ د نيکۍ او خير له وجه د خپل دين په پيروې کې څومره نږدې يو .
د خير لار يا د خير لارې ؟
الله سبحانه وتعالی د انبياء په سورت 90 آيت کې د ځنو پيغمبرانو له بيا ن وروسته د هغوی د نيکو اعمالو داسې بيان فرمايي : {إنهم کانوا یسارعون فی الخیرات} يعنې هغوی د خير په کارونو کې بيړه کونکي وو .
الله تعالی په خپل مبارک ارشاد کې د خير کارونه ياد کړي دی يعنی د خير کارونه ډير دي او کولای شو په بيلابيلو لارو د الله تعالی رضا تر لاسه کړو .
په عمومي ډول نيک کارونه په څو حصو ويشل شوی دي .
۱- هغه نيک کارونه چې بدني کوښښ ته ضرورت لري لکه :لمونځ ،روژه او د خير په کارونو کې مرسته کول .
۲- هغه نيک کارونه چې مالي کوښښ ته ضرورت لري لکه : زکات ،صدقات ،د جومات ،مدرسې وغيره خيريه پروژو کې ونډه اخيستل .
۳- هغه نيک کارونه چې مالي او بدني دواړو ته ضرورت لري لکه : حج ، جهاد ، د علم کسب او نور .
د خير او نيکو کارونو د لارو زياتوالی د الله تعالی  د طرف نه يو فضل او محبت دی تر څو مونږ وکولای شو د خپل وس مطابق نيک کارونه تر سره کړو .
ته هم توانيږي :
له ابوذر رضی الله عنه نه روايت دی چه ځنو خلکو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چه : ثواب بډايو او مالدارو خلکو يوړ ! هغوی زمونږ په شان لمونځ کوي ،روژه نيسي او اضافه په هغه باندې صدقات ورکوي .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :آيا تاسې ته الله جل جلاله داسې شی نه دې مقرر کړي چه صدقه يې کړئ ؟ په هر تسبيح (سبحان الله ويل) د تاسې د پاره صدقه ده او هر تکبير (الله اکبر ويل ) صدقه ده او هر تحميد (الحمد لله ويل ) صدقه ده او هر تهليل (لا اله الا الله ويل ) صدقه ده او په ښه کار امر کول صدقه ده او د هر بد کار نه منع کول صدقه ده او د خپلې بی بی سره کورواله کول صدقه ده .
هغوی وويل : ايا که له مونږ څخه څوک خپل شهوت پوره کړي هم صدقه ده ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ماته ووايی که کوم شخص خپل شهوت په حرامه لاره پوره کړي آيا هغه د پاره به ګناه وي ؟ په همدې ډول که څوک هغه په حلال ډول وکاروي اجر او ثواب لري .(رواه مسلم ) .
په دې حديث شريف ډير درسونه روښانه کيږي يو له هغه دا چې صدقات يوازی په مال پورې اړه نه لري بلکي د اسلام په طريقه سره هر نيک او د خير کار صدقه ده او بل دا چې انسان د حرام کار څخه د پرهيز په نيت مباح کار وکړي هم ثواب لري .
بايد هيڅ نيک او غوره کار کم ونه ګڼو :
لکه څنګه مو چې ولوستل د نيکۍ ډيرې لارې دي او مونږ کولای شو په هر ځای او وخت کې نيک کارونه وکړو زيات نيک کارونه ممکن زمونږ په سترګو کې کم ښکاره شي مګر د اهل خير انسانان پوهيږي چه هره نيکي او خير خپل ارزښت لري او له بله طرفه همدا وړه نيکي د لويو لويو نيکيو د پاره لاره هواروي .
له ابوذر نه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هيڅ نيک کار کم مه شميرئ حتی (کچيرې دغه نيک کار دا وي چه) له خپل مسلمان ورور سره په ورين تندې مخامخ شې (رواه مسلم ) .
ټوله ورځ نيکي کول :
فکر کوم که لاندې حديث شريف ولولو پوهيږو چه څنګه يو مسلمان انسان کولای شي ټوله ورځ په نيکو کارونو تيره کړي .
له ابو هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : په ورځ کې چې لمر خيږي د انسان هر بند باندې صدقه لازمه ده .داچې د دوو تنو په مينځ کې عدالت وکړي صدقه ده ،يا داچې يو کس سره د سورلی پورته کيدو کې کومک وکړي ،يا په سورلی باندې د بار پورته کولو په وخت له هغه سره کومک وکړي خپله صدقه ده ،نيکه خبره او وينا صدقه ده ، د جومات په لورې قدم اخيستل صدقه ده او د لارې نه د اذيت او آزار شي لرې کول صدقه ده .(متفق عليه )
حتی پر حيواناتو باندې رحم کول :
د ابو هرِيرة نه روايت دی چه رسو الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :يوه فاحشه ښځه وبخښل شوه هغې ښځې د چاه تر څنګ يو سپی وليد چه د تږې له سختی څخه يې ژبه تر خوله ايستلی ده او نږيدې دی چې مړ شي ،هغې خپله بوټ په ټکري پورې وټړلو او په دې شان يې له چاه څخه اوبه وښکلې (او سپي ته يې نجات ورکړ ) ددې کار په وجه هغه وبښل شوه (رواه بخاري 3321 ) .
حتی په نيمه خرما :
 شايد خپله ته ووايي زه کافي مال او دولت نه لرم چې له چا سره مرسته وکړم يا د خير په کارونو کې ونډه واخم .مګر بايد پوه شو چې الله تعالی له مونږ څخه د خپل توان په اندازه نيک او خير کار غواړي .
ستا مالي توان څومره دی ؟ ايا دا توان لرې چه نيمه خرما ورکړې ؟ضرور به ووايې چه له دې زيات ! پس معطل مه کوه هماغه مقدار صدقه کړه کوم چه ستا په توان کې دی .
عدي بن حاتم رضی الله عنه روايت کوي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل : د دوزخ د اور نه ځان بچ کړئ اګر که په نيمه خرما هم وي (متفق عليه ) .
نتيجه :
۱- هره ورځ بدن صدقې ته ضرورت لري .
۲- په هر ډول شرايطو کې کولای شو نيک کار تر سره کړو .
۳- د هر ساه لرونکي سره کومک او په هغه باندې رحم کول اجر لري .
۴- هر نيک کار صدقه ده .
۵- د خير او نيکۍ لارې محدودې نه دي .

ليکنه : ابوعامر

ژباړه :آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. سبحان الله سبحان الله سبحان الله،الحمدالله الحمدالله الحمدالله،الله اکبر الله اکبر الله اکبر،استغفرالله استغفرالله استغرالله لااله الا الله محمدالرسول الله.
    ماشاءالله ډیر ښکلی اوپه زړه پوری مطلب دی،الله (ج) دی مااوټولومسلمانانووړونوته دنیکواعمالوتوان اوتوفیق راکړی.
    هغه که مالی وی او که ځانی. (لله امین یارب العالمین)