د اسلامي شرعيت متابعت د ايمان بنسټ دی

له ابى محمد عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يَكُونَ هَوَاهُ تَبْعاً لِمَا جِئْتُ بِهِ»([1]).

ژباړه : د تاسې څخه کوم څوک مؤمن کيدای نشي څو پورې چې د هغه خواهشات د هغه څه تابع شي کوم چې ما راوړي .

تشريح :

د « لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ » څخه مراد کامل ايمان دی .

د « حَتَّى يَكُونَ هَوَاهُ تَبْعاً لِمَا جِئْتُ بِهِ »: يعنې تر هغه پورې کامل مؤمن نشي کيدای څو خواهشات يې د اسلامي شريعت تابع شي .

د « لِمَا جِئْتُ بِهِ » څخه مراد اسلامي شريعت دی .

[1]– حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ رَوَيْنَاهُ فِي كِتَابِ الْحُجَّةِ بِإِسْنَادِ صَحِيحٍ.

الأبعون النووية

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 34 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً