له ابو محمد حسن بن علي بن ابيطالب څخه روايت دی چې وايي: «دَعْ مَا يَرِيْبُكَ إِلَى مَا لاَ يَرِيبُكَ»([1]).
ژباړه: هغه څه چې تا په شک کې اچوي پرېږده او هغه څه چې تا په شک کې نه اچوي واخله .
تشريح :
دا حديث شريف په دين کې يو ستر اصل دی .
« يَرِيبُكَ » معنی دا چې هغه څه پرېږده چې تا په شک او تشويش کې اچوي او هغه څه وکړه چې په شک کې دې نه اچوي ، په مخکې حديث شريف کې مو ولوستل چې د مشتبهاتو او شکمنو شيانو څخه پرهيز کول د دين او آبرو ساتل دي « إِنَّ الْحَلاَلَ بَيِّنٌ، وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ » د شکمنو څيزونو څخه پرهيز کول د تقوی کمال او د حرامو څخه نجات دی.
شک کول د آرام او سکون ضد دی ، نو دا چې بنده ته آرام او سکون حاصل شي له شکمنو شيانو څخه دې پرهيز وکړي .
او هغه شکونه چې اصل ونلری شيطاني وسواس بلل کيږي هغه لره څه اعتبار نشته ، مثلاً د اودس کولو وروسته سړي ته شک پيدا شي چې ايا ما اودس وکړ او که نه ؟ نو دلته يقين دا دی چې اودس يې کړی دی نور به شکونه ترک کوي ځکه چې دا بې ځای وسواس دي چې د انسان فکر مصروفوي .
اربعين النوويه / شرح ابن سابق رحمه الله
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
[1]– رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ وَالنَّسَائِيُّ، وَقَالَ التِّرْمِذِيُّ: حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ.