الله تعالی ته پاک شی د قبول وړ دي

له ابى هريرهt نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ اللهَ تَعَالَى طَيِّبٌ لاَ يَقْبَلُ إِلاَّ طَيِّباً، وَإِنَّ اللهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ، فَقَالَ تَعَالَى: ﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلرُّسُلُ كُلُواْ مِنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَٱعۡمَلُواْ صَٰلِحًا﴾ [المؤمنون: 51]. وَقَالَ تَعَالَى: ﴿يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُلُواْ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقۡنَٰكُمۡ﴾ [البقرة: 172]. ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ، أَشْعَثَ أَغْبَرَ، يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ: يَا رَبُّ، يَارَبُّ، وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ، وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ، وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ، وغُذِيَ بِالْحَرَامِ، فَأَنّى يُسْتَجَابُ لَهُ !»([1]).

ژباړه : يقیناً الله تعالی پاک دی نه قبلوي مګر پاک ، او يقيناً چې الله تعالی مؤمنانو ته د هغه څه امر کړی د کومو يې چې پيغمبرانو ته امر کړی دی چې :[ای پيغمبرانو ! د پاکې روزې څخه خوراک کوئ او صالح عمل تر سره کوئ ] او الله تعالی فرمايي : [ای مؤمنانو! خورئ له پاکو څيزونو څخه کوم چې تاسې ته مې روزې درکړې ] .

وروسته پيغمبر صلی الله عليه وسلم د هغه کس يادونه وکړه چې خپل سفر اوږدوي ببر ويښتان او په ګردونو ککړ دواړه لاسونو د آسمان په لوري اچتوي او وايي :« ای ربه ! ای ربه !» حال دا چې خوراک يې حرام ، اوبه يې حرامې او جامه يې حرامه ،او روزنه يې په حرامو په دې حال کې به څنګه الله تعالی د هغه سوال او دعا قبوله کړي ؟

تشريح :

دا حديث هم د دين د قواعدو څخه يوه قاعده ده هغه دا چې : انفاق او د الله تعالی په لار کې خيرات او صدقات به د حلال مال څخه وي د حرامو څخه انفاق کول نه قبليږي .

او خوراک ، څښاک ، جامه او نور به د حلالې نفقې څخه وي او حتی د مشتبهاتو څخه به نه وي .

او دا قول « يُطِيلُ السَّفَرَ » تر آخره … و الله اعلم ، دا چې اوږد کړې خپل سفر په طاعاتو کې مګر ددې سره د هغه دعا نه قبليږي ځکه چې رزق يې حرام وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم .

اربعين النووية / شرح ابن سابق رحمه الله

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 18 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً