۱- بايد له سره تر پښو مکمل حجاب مراعات کړي .
۲- بايد له ښايسته جامو څخه ډډه وکړي (ښايسته جامې يې نامحرم ونه ويني ) .
۳- بايد له نازکو جامو ډډه وکړي .
۴- بايد له تنکو جامو ډډه وکړي .
۵- بايد د کفارو له مشابه جامو ډډه وکړي .
۶- بايد د نارينه له جامو د مشابهت څخه ډډه وکړي .
۷- بايد له اوزار لرونکو جامو ډډه وکړي .
۸- بايد د ميړه له اجازې پرته ونه وزي .
۹- بايد د عطرو له استعمال څخه ډډه وکړي .
۱۰- بايد په خيال ناز او نزاکت تګ ونه کړي .
۱۱- بايد د لارې په يوه اړخ تګ وکړي د لارې په منځ لاړه نشي .
۱۲- بايد د ضرورت په وخت کې په لوړ آواز خبرې ونه کړي .
۱۳- بايد د ضرورت پرته له بيګانه خلکو سره خبرې ونه کړي .
۱۴- بايد د پرديو خلکو سره د خبرو پر مهال نرمه خندا (تبسم) ونه کړي .
۱۵- بايد پرديو خلکو ته عاشقانه ونه ګوري .
۱۶- بايد د پرديو خلکو سره کډه نشي (اختلاط) ونه کړي .
۱۷- بايد له نامحرم پرته چاته لاس ورنه کړي .
۱۸- بايد بې ضرورته له کوره ونه وزي .
۱۹- بايد ډاکتر ته د علاج پر مهال خالي ناروغ ځای ښکاره کړي .
۲۰- بايد دم تعويذ او دعا په وخت کې تعويذ ګر ته او پير ته ځان ښکاره نه کړي ځکه دم او دعا د مخ ښکاره کيدو سره څه ارتباط نه لري .
۲۱- بايد فال ګر ته لاړه نه شي چې د څلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي .
۲۲- بايد له هغو ښځو څخه ځانونه وساتي چې د ښايسته ښځو بيانونه پرديو خلکو ته کوي .
۲۴- بايد له ځنو محرمو سره کله (زوم ) که لذت او خوند مينځ ته راتی له لاس ورکولو څخه ډډه وکړي ځکه د طلاق مشکل مينځ ته راوړي چې هيڅ حل نه لري ،دابحث د فقهې په کتابونو کې په تفصلی توګه ذکر شوی دی دلته نه ځايږي .
۲۵- محرم : د ښځې هغه نارينه قريب ته ويل کيږي چې تل يې نکاح ورسره حرامه وي .
ليکنه :مولانا ابوالاسفارعلی البلخي (رح) ، ژباړه : مولوی احمدالله ابوالبدر
آن لاين اسلامې لارښود
(Visited 76 times, 1 visits today)
کور مو ودان