د کينې او حسد نه پاکوالې د جنتي علامه ده

ابن کثير د امام احمد په حواله د حضرت انس رضی الله عنه نه روايت کوي چه :مونږ د رسول الله ضلی الله عليه وسلم سره ناست وو دوی وفرمايل چه : اوس يو سړی راځي کوم چې د جنتيانو نه دی دغه وخت يو انصاري راغی چې ګيرې نه د اوداسه تازه اوبه بهيدلي او په کيڼ لاس کې يې خپل پايزار اخيستی ؤ ،په دوهمه ورځ بيا هم داسې واقعه راپيښه شوه او همغه سړی په دې حالت کې راغی په دريمه ورځ هم داسې واقعه پيښه شوه او همغه سړې پخپل بيان شوی حالت کې داخل شو ،هرکله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مجلس نه پاڅيدلو نو حضرت عبدالله بن عمروبن العاص په هغه سړی پسې شو(چې دده د جنتي کيدو عمل معلوم کړي ) لنډ داچې عبدالله بن عمرو دده سره دری شپې تيرې کړي او ويې ليدل چې د تهجد د پاره پورته نه شو البته د بيدو کيدو په وخت به يې د الله تعالی څه ذکر کولو بيا به د سهار لمانځه ته پورته کيدلو البته په دې ټول وخت کې ما د هغه د ژبې نه بغير خير کلمې بله کلمه وانه وريده هر کله چې درې شپې تيرې شوی او قريبه وه چې زما په زړه کې دده د عمل سپکوالی راشي نو مې ورته خپل زار بيان کړ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم درې ورځې داويل چې تاسې ته به داسې سړې راشي چې هغه به د جنتيانو نه وي نو ددې وجې نه زه درته دا درې ورځو راهيسې راغلم چې ما غوښتل چې زه تاسره شم او وګورم چې ستا هغه عمل کوم دی چې دا فضيلت تاته حاصل شو ؟
مګر عجيبه خبره ده چې ما په تا کې څه لوی عمل ونه ليدو نو هغه کوم يو شی دی چې ته يې دومره لويي درجې رسولی يئ ،هغه وويل ما سره خو بغير ددې بل هيڅ عمل نشته کوم چې تا وليدو ددې آوريدو نه پس را روان شوم هغه ماته آواز وکړو ويې ويل چې البته يوه خبره چې زه پخپل زړه کې د هيڅ مسلمان سره کينه او بغض نه لرم او په چا حسد نه کوم کوم شی چې الله تعالی چا ته ورکړی وي ، عبدالله بن عمرو وويل چې بس همدا صفت دی کوم چې تا لره يې دا اوچت مقام درکړی دی .
رښتيا هم چې د بعض نه ځان پاک ساتل لوی کمال دی ځکه نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : ايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد).
دحسد او بغض څخه ځانونه وساتی ځکه چه حسد اوبغض دانسان نيکی داسی خوری لکه اور چی بوټی خوری.

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 47 times, 1 visits today)