د خوراک وروسته د ګوتو څټل څه حکم لري ؟

د اسلامی دعوت و ټولو کار کونکو ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته الله جل جلاله مو د ټولو مسلمانانو سره جنت نصیب سه   زما پوښتنه دا ده اکثره خلګ چی خوراک کوی نو دوی د ګولی  وروسته  بیا کوتی په خوله کی وهی یا یی زبیښی د هر وار ګولی سره چی اکثرو انسانانو ته پر سترخان ښه نه معلومیږی چی مقابل ړوړی خورونکی دی په خوله کی کوتی زبیښی او کوتی یی بیا دخولی په ناړو وی او چره پهاری هم په کوی او کله چی څوک ورته ووایی چه دا مردار خورګی مه کوه دوی وای دا سنت دی دا دګوتو زبیښل په خورک کی والسلام الله جل جلا له دی خیر در کړی

نقيب الله


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د خوراک په پای کې د خوراک د لوښي پاکول او که په ګوتو باندې څه پاتې وي د خوراک په پای کې د هغه څټل سنت دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې امت په څه باندې حکم کړی دی يا يې د هغه سپارښتنه کړې ده په هغه کې خير او برکت وي ، طبيبانو په دې باره څيړنه کړې ده چې د طعام وروسته د ګوتو په څټلو سره په هضم کې آساني راځي ځکه د څټلو په وسيله د ګوتې بندونه يو قسم افرازوي چې هغه د هضم سره مرسته کوي .

عن جابر ان النبی صلی الله عليه وسلم امر بلعق الاصابع والصحفة وقال انکم لا تدرون فی آية البرکة .( رواه مسلم )

ژباړه : د حضرت جابر رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صل الله عليه وسلم هدايت فرمايې چه د خوراک نه وروسته دی ګوتې وڅټل شي او لوښی دې هم پاک کړی شي هغوی صلی الله عليه وسلم  وفرمايل چه تاسو ته معلومه نه ده چې دخوراک په کومه ذره اوکوم جزء کې د برکت خاص اثر دی .

شرح الحديث :

ذكر المؤلف رحمه الله تعالى فيما نقله عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم في آداب من آداب الأكل منها أن الإنسان إذا فرغ من أكله فإنه يلعق الصحفة ويلعق أصابعه يعني يلحسها حتى لا يبقى فيها أثر الطعام فإنكم لا تدرون في أي طعامكم البركة فهذان أدبان الأول لعق الصحفة والثاني لعق الأصابع والنبي عليه الصلاة والسلام لا يأمر أمته بشيء إلا وفيه الخير والبركة ولهذا قال الأطباء إن في لعق الأصابع من بعد الطعام فائدة وهو تيسير الهضم لأن الأنامل هذه فيها مادة تفرزها عند اللعق بعد الطعام تيسر الهضم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً