د مسلمانانو د مشر او مشري کولو شرايط څه دي ؟

زما پوشتنہ دادی
چی داسلامی امت مشر. امیر
یعنی بادشاہ باید پہ کومو شرطو دمسلمانانو
رهبری وکڑی

صادق افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مسلمانان د امير صفات او شرايط دادي :

د مسلمانان د امير يا د اسلامي رياست د امير صفات

د اسلامي رياست مشر به د خپل علم ، عمل ،عدالت ،تقوی او ديانت ،قابليت او صلاحيت له نظره په ټول امت کې ممتاز شخصيت وي ، ځکه اسلامي رياست اصلاً په ځمکه کې د الله تعالی د برحق دين د قيام د پاره يو خليفه او نائب وي چې د دين د قيام د پاره يو رياست دی چې مشر به يې د اسلام عملي نمونه وي .

امام قرطبی رحمه الله د مسلمانانو د امير صفات په ډير تفصيل ذکر کړی دي چې په لاندې ډول بيانيږي :

اول : مسلمان به وي :

لقوله سبحانه وتعالی : لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ (النسآء ۵۹)

ای مؤمنانو د الله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  اطاعت وکړئ او د خپلو هغه مشرانو چې ستاسې څخه وي (مسلمان وي ) اطاعت وکړئ .

دوهم : نارينه به وي :

لقوله سبحانه تعالی : الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ (النساء ۳۴ )

ژباړه : نارينه پر ښځو مسلط اداره چيان دي ، له دې امله چې الله د هغو ځينو ته پر ځينو نورو فضيلت ور کړی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چې هغه قوم به هيڅکله کاميابه نه شي چا چې ښځه خپله حاکمه وګرځوله (متفق عليه )

د امت د فقهاؤ په دې باندې اتفاق دی چې ښځه د مسلمانانو اميره او خليفه نشي ګرځول کيدای

د حکمت دلائل او تفصيل دلته وګورئ .

دريم : عادل او صالح به وي :

په قرآنکريم کې راغلی دي چې ظالم کسان د مسلمانانو د امامت او قيادت وړ نه دي :

لقوله سبحانه و تعالی : وَلاَ تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا (الکهف ۲۸ ) .

ژباړه : د هغه چا اطاعت مه کوه چې مونږ يې زړه د خپل اطاعت څخه غافل کړی دی او د خپل خواهش تابع دی او د هغه کار او طبيعت څخه د حد څخه تجاوز دی .

وَلاَ تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ 151 الَّذِينَ يُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ وَلاَ يُصْلِحُونَ (الشعراء ۱۵۱-۱۵۲ )

ژباړه : تاسې د حد څخه تېرېدونکو خبره مه منئ هغوی چې په ځمکه کې فساد کوي او د اصلاح کار نه کوي .

نو د چا چې اطاعت کول جايز نه وي د هغه مشر جوړول به څنکه جايز وي د فقهاء کرامو په دې باندې اتفاق دی چې فاسق او بد کاره سړی د اسلامي رياست مشر ټاکل روا نه دي .

د دين عالم به وي :

لقوله سبحانه وتعالی : وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ (النساء: 83)

يعنې : خو که هغه رسول او هغو کسانو ته چې د دوی پخپلو منځونو کې د صلاحيت څښتنان دي رسولې وای ، هرو مرو به هغه کسان چې د تحليل قدرت لري له هغې څخه سمه نتيجه واخيستلی شي .

 د قيادت او مشری د پاره علم او جسم دواړه ضروري دي :

قال الله تبارک وتعالی : قَالَ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاء وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (البقره ۲۴۷ ) .

ژباړه : الله تعالی پر تاسې هماغه غوره کړي دي او هغه ته يې روحي او جسمي دواړه ډوله پراخ اهليت ورکړی دی .

عالم او غير عالم برابر نه دي :

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ (الزمر 9 )

ووايه : هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي سره برابر دي ؟ بې شکه چې پوهان پند اخلي .

په ديني مسائلو باندې پوه کس د الله تعالی خوښ کړی بنده وي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ وَاللَّهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللَّهِ لا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ» (3116 بخاري ) .

    چاته چه پاک الله د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي . ريشتيا ده چه زه يوازی  ويشونکی يم ( د علم شريعت ) او پاک الله اصلي ورکونکي دي ، او دا امت به همداسې قايم او استوار وي او د مخالفانو مخالفت به دوی ته ضرر و نه رسوي تر هغه پورې څو قيامت شي .

څلورم : بالغ به وي :

نا بالغ ماشوم د اسلامي رياست چې د ټولې ټولنې د خلکو مسئوليت پر غاړه اخيستل دي ذهناً او جسماً ددې ستر مسئوليت د سر ته رسولو توان نه لري .

په اسلامي شريعت کې ماشومان او نا پوهان د خپل مال د تصرف نه منع شوي دي نو څنګه به هغوی ته د ټول ولس واک او مشري ور سپارل شي ؟

د قرآن مجید مبارک ارشاد دی : وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلاً مَّعْرُوفًا (النسآء ۵ ) .

ژباړه : او خپل هغه مالونه چې الله تعالی هغه ستاسې د پاره د ژوند د سمبالښت وسيله ګرځولې ده ناپوهانو ته مه سپارئ البته د هغوی د خوراک او اغوستن له پاره يې ورکړئ او هغوی ته سمه لارښوونه وکړئ .

پنځم : عاقل به وي :

ښکاره او واضح ده چې د ذهني لحاظه ناروغ شخص د دومره دروند مسېولت د سر ته رسولو توان نه لري .

شپږم : په جسمي لحاظ روغ سړی :

واضح ده چې په جسمي ډول د کار څخه لوېدلی شخص د دومره لوی بار د پورته کولو توان نه لري .

اوم : غلام به نه وي بلکي آزاد به وي :

هغه به د چا غلام نه وي بلکي د دين د قيام او فرائضو د ادا کولو د پاره به پوره پوره آزاد او خپلواک وي .

آتم : زړه ور او شجاع به وي :

د کمزوري زړه خاوند بزدله کس نه د هيواد دفاع کولای شي ، نه د ظلم مخه نيولای شي او نه هم حدود جايري کولای شي .

نهم : د حکومت په چارو او اسلامي سياست به پوه وي :

هغه کس چې په اسلامي سياست او معاملات پوه نه وي د حکومت له چارو ، سياست او حالاتو بې خبره او غافله وي هيڅکله نظم او امنيت نشي را وستلای (تفسير قرطبی ج ۱ ص ۲۷۰ ) .

د مشري کولو او اسلامي حکومت شرايط او نور دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/6801

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً