په عبادت کې د الله سبحانه وتعالی واحد لا شريک باندې اعتقاد ته توحيد الوهيت وايي لکه : په عبادت ، خوف ، رحمت ، توکل ، کې د الله تعالی واحد لا شريک ګڼل .
(الألوهية) کلمه د اله څخه اخيستل شوې ده ، اله معبود بر حق ته وايي .
لقوله سبحانه وتعالی : [وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَّا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ] (البقرة: ۱۶۳).
ژباړه : همدا يو الله دی . پرته له دی مهربان او بښوونکي الله څخه بل هيڅ لائق د عبادت (معبود بر حق ) نشته .
رسول الله صلی الله عليه وسلم مغاذ بن جبل رضی الله عنه ته وويل :
:« إنك تأتي قوما من أهل الكتاب، فليكن أول ما تدعوهم إليه، شهادة أن لا إله إلا الله» وفي رواية للبخاري: « أن يوحدوا الله ».
ژباړه : ته قوم د اهل کتاب ته ځې ، پس هغوی ته به لومړی د لا اله الا الله د ګواهۍ بلنه ورکړې ، او د بخاري په روايت کې راځي « أن يوحدوا الله » ( دا چې هغوی د الله توحيد ته را بولې ) .
د توحيد مرتبې :
توحيد لره دری مرتبې دي :
اوله مرتبه : اصل توحيد ، دا مرتبه د هر مسلمان وي ، چې د اسلام او ايمان په ارکان اعتقاد لري دا مرتبه د اصل توحيد مرتبه بلل کيږي .
دوهمه مرتبه : دا مرتبه د لومړۍ مرتبې څخه لوړه ده چې مرتبه (المقتصدين) بلل کيږي ، دا مرتبه د کمال واجب درجه ده ، يعنې : دا چې ټول اوامر پر ځای کوي او له ټولو محرماتو څخه پرهيز کوي لکن مستحبات او نوافل نه کوي او هغه سره د مکروهاتو او مشتبهاتو د ترک څه حرص نه وي نو دا مرتبه د کمال او ايمان مرتبه ده .
دريمه مرتبه : دا مرتبه د دوهمې څخه لوړه ده او دا درجه د (المقربين السابقين) درجه ده ، چې ټول واجبات پر ځای کوي او له ټولو منکراتو او محرماتو څخه پرهيز کوي او سره لدې نوافل او مستحبات تر سره کوي له مشتبهاتو پرهيز کوي دا درجه د کمال پر درجې باندې د کمال مستحب درجې ته لوړوالی دی.
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله