توحيد اسماء او صفات عبارت دی له هغو اسماء او عالی صفاتو څخه دی چې په قرآن او سنتو کې ثابت شوی وي لکه : اسماء الحسنی او صفات العلی .
لقوله سبحانه وتعالی :
: [وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ] (الأعراف: )
ژباړه : او الله پاک د غوره نمونو څښتن دی په هغو سره يې ياد کړئ او د هغو خلکو څه پروا مه ساتئ چې د الله په نمونو کې کوږوالی کوي . ډير ژر به هغوی ته د خپلو کړنو جزاء ورکول شي .
الحسنی لغت د احسن څخه اخيستل شوی دی يعنې ډير ښه ، کامل او د هر ډول نقصان څخه پاک نمونه .
صفات د الله تعالی لکه : سميع (اورېدونکی ) ، بصير ( ليدونکی ) ، او الله تعالی هيڅ مثل او سيال نلري ، لم يلد او لم يولد دی ، ژوندی دی .
لقوله سبحانه وتعالی: [لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ] (الشورى: ۱۱).
ژباړه : هغه ته ورته هيڅ شی نشته . د هر څه ښه اوريدونکی او ليدونکی دی .
(لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ) (البقرة: ۲۵۵)، [لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ] (الإخلاص: ۳).
ژباړه : نه يې پرماښۍ نيسي نه خوب ، نه يې څوک زږولی او نه له چا څخه زږېدلی دی .
هغه (جل جلاله ) د هيڅ شي سره مشابحت او ورته والی نلي ، لقوله سبحانه وتعالی :[لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ] (الشورى: 11).
که څوک الله تعالی د کوم شي سره مشابح وګنې نو د توحيد څخه منکر شو .
د الله تعالی په اسماء او صفاتو کې د هر ډول الحاد څخه منع :
الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ] (الأعراف: )
ژباړه : او الله پاک د غوره نمونو څښتن دی په هغو سره يې ياد کړئ او د هغو خلکو څه پروا مه ساتئ چې د الله په نمونو کې کوږوالی کوي . ډير ژر به هغوی د خپلو کړنو جزاء ورکول شي .
يعنې د الله په اسماء او صفاتو کې به الحاد (کږوالی ) نه وي ، چې دوه قسمه دی .
تحريف : د معنی تغير
تعطيل : د معنی نفی او باطلول .
د صفاتو اقسام :
صفات په دوه قسمه دي : صفاتي ذاتي او صفات فعلي .
صفات ذاتي :
ذاتي صفات هغه دي چې ازلاً او ابداً ذات اله (سبحانه وتعالی ) ته لازم دي په مشيئت (ارادې) پورې تعلق نلري ، لکه : حيات ، علم ، کلام ، قدرت ، سمع او بصر .
صفات فعلي :
فعلي صفات د الله تعالی په قدرت پورې تعلق لري هر وخت يې چې اراده شي ، لکه : نزول ، ژوندي کول ، مړه کول ، روزې ورکول ، پيدا کول ، رضا او غضب .
(اصول الدين عند ابی حنيفه – فقه اکبر ص ۳۰۱) .
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله