ولی امام ابوحنيفه د احاديثو کوم کتاب او آثار نلري ؟

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
زما پوښتنه داده چی ځینی خلک وایی امام ابوحنیفه رحمته الله علیه خپل اثار داحادیثو شرحه اود قران کریم تفسیر نلری او زیات مسایل یی په قیاس پوری ارتباط لری او کوم کتابونه لکه فقه اکبر اصول الشاشی هدایه اونور چی حنفی مذهب ته منسوبیږی هغه متاخرینو او دهغی پیروانو لیکلی.
اوبله پوښتنه داده چی ځینی علما وایی چی د فاسآلو اهل الذکر ایات دژوندو علماو پوری تعلق لری ځکه پوښتنه د ژوندو څخه کیږی او فاتبعو لفظ ورته نده استعمال شوی اوعلاوه لدی څخه د څلورو امامانو نو په قرآن او حدیث کی ندی مشخص شوی

شيدا محمود


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

فقه د قرآنکريم او حديث شريف فهم او پوهې او يا د قرآنکريم او سنتو تشريح ، توضيح او استنباط د شرعي مسائلو ته وايي .

مذهب او تقليد د شرعي مسائلو په استنباط کې د بل په قول چې علم او تقوی يې تر تقليد کوونکي لوړ وي عمل کولو ته وايي ، او دا سلسله د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته شروع شوي، د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په حيات کې ټول شرعي مسائل او شرعي پوښتنې ده ته وړاندې کېدې ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته به شرعي مسائل خپله صحابه کرامو د قرآن او سنتو څخه استنباطول ، اکثرو صحابه کرامو د سترو علماؤ لکه : ابن عباس ، ابن عمر ، ابن مسعود … رضی الله عنهم په قول فتواوی ورکولې او د هغوی نظر او فتوی ته به يې مذهب فلان او فلان ويل .

د اسلامي فقهې او مذهب تاريخ دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/4352

دوهم :

دا خبره چې د ابوحنيفه رحمه الله له علم حديث سره علاقه نه وه ، جاهلانه او د يوه جليل القدر تابعي په حق کې لویه ګوستاخي او بې ادبې ده ، ځکه څوک چې په قرآن او علم حديث پوه نه وي هغه په فقه له کومه پوه شي ؟ ځکه فقه خو د قرآن او سنتو علم دی .

د امام ابوحنيفه رحمه الله د علم حديث لپاره خاص اصول لرل چې د صحي احاديثو په قبلولو کې يې زيات دقت کولو ځکه هغه وخت د درواغو احاديثو جوړولو ډلې ډيرې وي ، هغه به هغه مرسل احاديث چې د اسنادو په سلسله کې به يې صحابي قطع شوی وو هغه يې منل ځکه صحابه کرام ټول عادلان وو ، د قياس پر ځای يې ضعيف حديث ته ترجيح ورکوله .

امام ابوحنيفه د شرعي مسائلو په استنباط کې دومره دقت کړی دی چې احاديث خو پر ځای پرېږده حتی د صحابه کرامو په متعارضو اقوالو کې يې سقوط اختيار کړی دی .

مثلاً : د احنافو په مذهب کې د خره جوټه مشکوکه ده ځکه په دې کې د نصوصو تعارض دی احتياطاً مشکوکه کڼل شوې تر څو د کوم نص رد را نشي ځکه : د ابن عباس رضی الله عنه عمل هم دا ؤ چې د خره جوټه به يې پاکه بلله  مګر ابن عمر رضی الله عنه هغه ته جنس ويلې ده .

جاء في موسوعة الفقهية :

وقد تعارضت الآثار في طهارة سؤر الحمار ونجاسته ، فعن ابن عبّاس رضي الله عنهما أنّه كان يقول : الحمار يعتلف القتّ والتّبن فسؤره طاهر . وعن ابن عمر رضي الله عنهما أنّه كان يقول : إنّه رجس ، وتعارضت الأخبار في أكل لحمه ولبنه كما تعارض تحقّق أصل الضّرورة فيه ، لأنّه ليس في المخالطة كالهرّة فلا يعلو الغرف ولا يدخل المضائق ، وليس في المجانبة كالكلب ، فوقع الشّكّ في وقوع حكم الأصل ، والتّوقّف في الحكم عند تعارض الأدلّة واجب ، ولذلك كان مشكوكاً فيه فلا ينجّس سؤره الأشياء الطّاهر .

د امام ابوحنيفه د اصول حديث کتاب

د نمونې لپاره دا لاندې کتابونه ولولئ :

مسند امام ابی حنيفه

شرح مسند ابی حنيفه

بحث را لنډوم په دې باره کې مو د شيخ امين الله رساله ځواب کړې

https://dawat610.com/archives/5612

او دغه پاڼه د احنافو ده تاسې ماته په دغه پاڼه کې يو خبره د هوا او رايې را وښاياست او يوه کلمه د اسلامي شريعت خلاف را وښاياست او د مثال په ټوګه دغه د لمانځه احکام وګورئ ، معاملات وګورئ چې حنفي فقه ده د احکام استنباط ټول د قرآن او حديث څخه شوی دی .

https://dawat610.com/archives/4167

https://dawat610.com/archives/97

دريم :

څلور مذاهب چې د اسلامي شريعت د مسائلو د استنباط مفقهې مدرسې بلل کيږي اتباع يې واجب ده .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ (النسآء ۵۹ ) .

[ فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ] (النحل ) .

يعنې د بل په قول عمل جايز او واجب دی چې همدې ته تقليد او مذهب وايي

او تاسې په سوال کې ويلی چې دا حکم د ژونديو د پاره دی زه د هغوی نه سوال کوم چې ژونديو د دين علم له چا څخه زده کړ ؟

او مونږ ته چا دا دين را ورسولو ؟

نن چې دوی د ۸۰ هجرې سنې په تابعې باندې جرح کوي ؟ ولې پر مونږ باندې جرح نه کوي چې ژوندې يو چې آن پر تابعې باندې يې جرح کړې ده ولی ؟

دا د علم حديث او مصطلح حديث علم خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې نه وو دا ولې مينځته راغلو ؟

ځکه چې د سنتو د حفاظت لپاره دغه عمل مينځته راغلو ، همداسې د ضرورت پر بنا د فقهې مدارس مينځته راغلل .

اتباع د مذاهبو ځکه واجب ده چې دا په اصل کې د امت د اجماع اتباع ده کوم چې څلوارلس پړې ورباندې تيرې شوي دي .

او په خاص ډول د حنفي فقهې مدرسه چې په عالم اسلام کې زيات پيروان لري چې د زيادت يو علت يې دا دی چې د اسلامي خلافت پيل او پای ددې مدرسې پر بناوو ځکه : د عباسيانو په خلافت کې قاضي ابويوسف (د ابو حنيفه شاګرد) د خلافت عمومي قاضي وو د شرق نه ترغربه ټولې فيصلې په همدې فقه تر سره کېدلې ، او د عثماني خلافت رسمي مذهب حنفي وو کوم ۶۰۰ کاله يې پر ټوله نړی حکومت کړی دی .

همدارنګه د هند لويه وچه د افغانان په لاسه فتحه شوی ده او هلته د اسلام مبارک دين نشر شوی دی او تقريباً ۳۰۰ کاله حنفي افغانان هلته اسلامي حکومت کړی دی .

د دومره سترو سترو خلافتونو اجماع ، د اسلامي امت د ۱۴۰۰ کاله اجماع به په غلته او ګماهی وه (الغياذ بالله ) .

حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

«إِنَّ اللَّهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي أَوْ قَالَ أُمَّةَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى ضَلَالَةٍ وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ (ترمذي(رقم2167). باسناد صحيح.

يعنې : يقيناً چې الله تعالی زما امت – امت محمد صلی الله عليه وسلم په ګمراهۍ سره نشي جمع کيدلای او د الله مرسته او مدد له جماعت سره دی .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً