مذهب : په لغت کې لارې او طريقې ته وايي : او په اصطلاح کې علمي رائيو او نظرياتو ته مذهب وايي .
په اسلامې شريعت کې مذهب د قرآنکريم او احاديثو په تشريح او توضيح کې او همدارنګه د اجتهادي اصولو کې د لوړ فهم او ادراک واله علماء رايو او نظرياتو ته مذهب وايي .
مذهب يا د دين د مسائلو پوهه يا اسلامې فقه څه وخت مينځ ته راغله :
د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د حيات په وخت کې به خلکو خپلې پوښتنې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پيش کولی قرآنکريم به نازليدو او د هغوی د پوښتنو ځوابونه د وحي په واسطه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ښودل کيدل .
الله جل جلا له فرمايي : ( يستفتونك قل الله يفتيكم في الكلالة …)
لکه د ظهار د مسئلې په باره کې يوې ښځې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه د هغې په ځواب کې د سورت مجادلة لومړي آيتونه نازل شول او داسې نور …
رسول الله صلی الله عليه وسلم د شرعي نصوصو او بيان د پاره يوه ډله صحابه رضی الله عنهم و ټاکل چې ځنې اهل علم يې څوارلس کسان بولي او ځنې يې تر هغه زيات بولې د هغوی په رأس کې معلم الناس صلی الله عليه وسلم وو ، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د مسائلو اختلافات نه وو ځکه چې ټول مسائل به رسول الله صلی الله عليه وسلم ته پيش کيدل .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته صحابه کرام رضی الله عنهم په نړۍ کې د دعوت او جهاد د پاره تيت شول اسلام مختلفو قومونو او مختلفو لسانو واله خلکو ته ورسید .
او صحابه کرامو به د هغو صحابه کرامو په قول فتواوې ورکولي چې د فهم ، ادراک او اجتهاد قوه به يې لوړه وه ، د دغو صحابه کرامو شمير ځنې اهل علم تر زرو کسانو زیات بولي ابن قيم رحمه الله وايي د دغو صحابه کرامو شميره اوه کسان وو لکه : عمر بن الخطاب ، وعلي بن أبي طالب ، وعبدالله بن مسعود ، وعائشة أم المؤمنين ، زيد بن ثابت ، عبدالله بن عباس ، عبدالله بن عمر رضي الله عنهم جميعا .
او د دغو صحابه کرامو رايې او نظريې ته به يې مذهب فلان او فلان ويل لکه :
مذهب عائشة رضی الله عنها
مذهب عبد الله بن عمر رضی الله عنه
مذهب عبد الله بن مسعود رضی الله عنه
مذهب عبدالله بن عباس رضی الله عنه او نور ……
همدارنګه په تابعينو کي مذهب : د سعيد بن المسيب وعروة بن الزبير والقاسم بن محمد وخارجة بن زيد ، أبو بكر بن عبد الرحمن بن حارث بن هشام وسليمان بن يسار و عبيد الله بن عبد الله بن عتبة بن مسعود” وو
او دوی مبارکانو په وسليه د دين پوهه عالم ته ورسيده ، د شرعي علومو استاذان او زده کوونکي زيات شول ، د هغوی مبارکانو وروسته به هر چا د ديني مسائلو په استنباط کې مداخله کوله او په اسلامې امت کې زيات اختلافات رامينځته شول ، وروسته الله جل جلا له پخپل فضل د دين د حفاظت د پاره د ډيرې لوړې تقوی او پوره احتياط او لوړ ادراک او فهم واله علماء کرام را مينځته کړل او هغوی د قرآن او حديث څخه په ډير احتياط ، لوړ فهم او ادراک سره مسائل ترتيب کړل چې څلور اسلامې فقهې يا څلور مذاهبه بلل کيږي کوم چې د ټول امت ور باندې اتفاق دی .
چې مذاهب اربعه په لاندې ډول دي :
– المذهب الحنفي
– المذهب المالكي
– المذهب الشافعي
– المذهب الحنبلي
دا مذاهب د تابعينو له دور څخه شروع شوی دي او په دې مذاهبو باندې د ټول امت اتفاق دی .
ثم عن طريق هؤلاء انتشر العلم في الآفاق ، ثم دُوِّنت الأحاديث وكثر طلابها المشتغلون بحفظها وكتابتها وانتشر العلم في الأرض وكان الغالب على الناس الدين والورع ، وكان هذا يمنع من أن يتكلم أحدهم بغير علم أو أن ينصب نفسه لذلك وهو ليس له بأهل ، ثم كثر الخلاف ودخل في العلم من لو أمسك عنه لكان خيرا له فكان من حكمة الله تعالى أن يُضْبَطَ الدِّين ويُحْفَظ بأئمة مجمع على إمامتهم ودرايتهم وبلوغهم الغاية القصوى في مرتبة العلم بالأحكام والفتوى ، وأظهر الله ذكرهم ، ونشر في العالمين فضلهم ، وانثال عليهم الطلاب متعلمين متفهمين ودونت آراؤهم وكانت المذاهب الإسلامية السنية المتبعة للحق من الكتاب والسنة والنابذة للابتداع في الدين ، بحسب ما نقله التلاميذ من الأئمة الكبار ، فصارت مسائلُ وأحوالُ كلِ إمامٍ مذهباً متبعا .
والمشهور من هذه المذاهب اليوم إلا أربعة مذاهب منتشرة وهي : المذهب الحنفي ، والمذهب المالكي ، والمذهب الشافعي ، والمذهب الحنبلي . وهي مذاهب يتفق أصحابها في أكثر الأمور وأهمها من الدين ، والخلافات حصلت في فهمهم و ما وصل إليهم من الأدلة في بعض فرعيات المسائل وكلهم على خير رحمهم الله تعالى . ثم تطور كل مذهب منها بما يطول ذكره حتى وصل الأمر إلى ما الناس عليه اليوم من وجود كتب لكل مذهب يحوي مسائله وطرائق الاستنباط والاستدلال ، ووجد في الأئمة بحمد الله مجتهدون يستخرجون الأحكام في النوازل والمسائل العصرية والمستجدة بما آتاهم الله من الفقه والفهم مستعملين الاجتهاد والقياس وقواعد المصالح الشرعية وكلام العلماء السابقين وأصول الفقه الإسلامي .
فبقي الفقه غنياً بحمد الله ، مستوعباً لجميع مسائل الحياة التي يحتاجها المسلمون .
ولا يمكن أن يخلو عصر من العصور من قائم لله بالحجة يعرف الحق ويستنبطه ، وبعموم هؤلاء لا يمكن أن تجتمع الأمة على ضلاله . فنسأل الله أن يفقهنا في دينه ويرزقنا العلم والعمل الصالح . والله تعالى أعلم .
للاستزادة : يُراجع كتاب / الفكر السامي في تاريخ الفقه الإسلامي
وتاريخ الفقه الإسلامي لعمر بن سليمان الأشقر .
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
https://dawat610.com
ډیرو درنو د ویب پاڼې مسولینو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
الله (ج) دې درته ددې درانه خدمت اجر او ثواب درکړي. یو څو نظرونه لرم الله (ج) دې وکړي څوک پرې خفه نه شي:
لومړی خو دا چې دې خبرو ته دومره زور ورکول کیدای شي ددښمن په ګټه تمام شي او د مسلمانانو ترمینځ د کینې پیدا کیدو سبب شي. مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت دی که څوک د هر امام اتباع یا تقلید کوي خیر دی. ځکه زمونږ ټولو امامانو ددین لپاره هلې ځلې کړي دي او ډیرې قربانۍ یی ورکړي دي. خو دا دین امامان په څلورو یا پنځو نه محدودوو.
زما په نظر داسې به څوک نه وي چې اوس د رسول الله (ص) احادیثو یا قران کریم کې خپل نظر کاروي بلکه زمونږ د امامانو نظر را اخلي او راټولوي یی. خو محدودیت په کې نه کوي چې نه یواځې د فلانکي امام نظر منم او نور نه منم. مونږ ټول منو خو عمل په یو باندې کوو.
ماته پوښتنه په دې ترتیب پیدا کیږي چې که د یوه مذهب پیروي واجبه وي نو زمونږ مشایخ او امامان لکه امام بخاري، امام مسلم، شیخ الاسلام امام ابن تیمیه، علامه ابن قیم او په خپله څلور مشهور امامان د چا په مذهب وو؟ بله دا چې د اما ابو حنیفه رحمت الله وبرکاته او نورو کشرانو امامانو ترمینڅ تقریبا ډیر کلونه وخت وو نو که دوی ولې د همدې مشر امام تقلید ونه کړو. بله دا چې اما ابو حنیفه (رح) شاګرادان اما ابو یوسف (رح) او امام محمد (رح) ته دا حق وو چې د خپل استاد ځینې نظرونو باندې عمل ونه کړي خو نور امت ته داحق نه شته.
الله (ج) دې وکړي چې مونږ کې د خپلو امامانو د اتباع توفیق پیدا کړي خو ټولو امامانو ته ددین د ستورو په ډول قایل شو.
زما یوه هیله له تاسې درنو ورونو نه داده چې خپله ویب پاڼه محدوده نه کړۍ. بلکه د رسول الله (ص) ټول سنت خلکو ته وښایاست بیا ورته خپل نظر اووایی چې زمونږ نظر دادی.
جزاک الله خیرا
ستاسې ورور