شرک او بدعت څه وايي ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو
هیله ده چه دغه درلیږل سوی لیکنه می په ښه ځیر سره وګوری او په تفصلی ډول یی جواب راکړی الله تعال دی ثوابونه په دنیا او اخیرت کښی در کړی
په اوس وخت کی دبدعت موضعات دیر زیات سوی او ډول ډول بحثونه یی روان دی نو ددی موضع په اړه می یو کتاب چه (دشرک اوبدعت مسلی ) نومیږی مولانامحمدرفعت (قاسمی )یی مولف دی پښتوژبی ته عبدالله ګل(ریان)ژباړلی دی
ایا ددغه کتاب لوستل او عمل په کول شرعآ جوازلری ولی  ځنی کسان چه پوره معلومات هم نه لری یوازی یی اوریدلی دی چه وهابی محدودی بریلوی سلفی اوداسی نوراو نور نه دوی په پوهیږی چه داڅوک دی اوددوی کړه څه دی لمړی زموږ علما کرام باید داخلګ وروښی ددوی کړه ورته وښی چه خلک دخیټی څخه پر خلګو دوهابی محدودی بریلوی سلفی حکوم ونه کړی ویو ملاصاحب ته می دغه کتاب ورته ښکاره کړی هغه راته ویل چی دا دوهابیانو اومحدودیانوخبری دی هغه څه کوؤه چه پلار اونیکه موکول پلاراو نیکه تر موږ دیر دین دوسته وؤه
دیو چاسره می بحث سو چه زیارتو هدیری ته ور تګ اومړوته دعا کول ډیر ښه دی مګرغوښتنه دزیات اومړوڅخه کول جوازنلری غوښتنه یوازی دالله(ج)څخه باید وسی نه دمړو څه هغه راته وویل چه هرڅه چی ماته راکړی دنیا عزت  اولاد دغه ټول ماته دغه پیر راکړی دی اوهر کال یی دزیارت دپاره پوښ وروړمه اودپیر دخوشحالی دپاره خیرات کوم داپیر زما او الله (ج) تر مینځ واسطه او وصیله ده ماچی هرڅه دلیلونه ورته ویل ده تر هغه نوری ډیر داسی خبری کولی چه اخیر یی ماته ویل چی ته مطلق وهابی یامحدودی یی  نور زه پوه سوم که نور بحث ورسره وکړم نور ی دشرک خبری کوی نو می بحث پریښود
نومحترمو ددغه پورته کتاب مطالعه کول او عمل پری کول ایا خپله شرک او بدعت دی او دحنفی مسلک مخالف دی او که شرعآ یی لوستل او عمل پرکو جواز لری هیله ده چه جواب یی ژر راته راکړی ډیره مهربانی به مووی تر څو (صراط المستقیم ) لاری ته می هدایت سی الله تعال دی یی اجرونه په دنیا او اخرت کښی در کړی
په درنښت

نظر محمد نصرت


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : شرک

د الله سبحانه وتعالی څخه پرته د غير الله عبادت او يا په عبادت کې غير الله ته څه حصه ورکولو ته شرک وايي ، شرک په قرآنکريم کې ستر ظلم بلل شوی دی ځکه انسان الله تعالی پيدا کړی دی ، الله تعالی زرق ورکوي او د الله تعالی په ملک استوګن دی او الله تعالی د عبادت لپاره پيدا کړی ، نو څوک چې د الله پرته د مخلوق عبادت کوي لوی ظلم تر سره کوي .

شرک دوه قسمه دی : شرک اکبر (لوی شرک ) او شرک اصغر (کوچنی شرک) :

شرک اکبر :

شرک اکبر د الله جل جلا له سره شريک نيول يعنې شرک اکبر د الله تعالی پرته د غير الله عبادت کول ، چې د توحيد ضد دی .

د توحيد کلمه ده [لااله الا الله ] ، لا اله : نفي ده ، الا الله : اثبات دی ، يعنې په دې باندې ايمان لرل چې د الله تعالی پرته معبود بر حق نشته .

او په هر لمانځه کې وايو [ اياک نعبد ، اياک نستعين ] ( خاص تا ته عبادت کوو (ای الله ! ) او خاص له تا څخه مدد غواړ ) .

شرک اکبر لکه : د غير الله عبادت ، د غير الله د پاره ذبح ، د غير الله د پاره نذر منل …. په هر طريقه چې وي د غير الله عبادت او غير الله ته د اله او معبود درجه ورکول شرک اکبر دی .

په شرک اکبر سره سړی د اسلام څخه وځي که د شرک په حالت کې مړ شي هميشه به په دوزخ کې وي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :}إِنَّهُۥ مَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ ٱلۡجَنَّةَ وَمَأۡوَىٰهُ ٱلنَّارُۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ{ ٧٢) المائدة: (72.

ترجمه: «بیشکه شان دادې چه هرچا شرک وکړ او برخمن یي ومنلو د الله تعالی سره، نو یقیناً حرام کړ الله تعالی پر ده باندي جنت، او ځاي د بیرته ورتللو دده اور دې او نشته ظالمانو مشرکانو ته هیڅ مرسته کونکې».

دې مسئلې ته بايد د ټولو مسلمانانو جدي پام وي چې د مکي مشرکينو د الله تعالی په وجود ايمان لرلو هغوی د بتانو عبادت ، د هغوی د پاره ذبح کول په دې خاطر کول چې دا مونږ وسيله ګرځوو الله تعالی ته ، د شفاعت او بښنې ، بتان يې مبارک ګڼل ، هغوی بتان شفاعت کوونکي ګڼل ، بتان يې د جلب منفعت او دفع ضرر وړ بلل او همدا يې عقيده وه چې الله سبحانه وتعالی د دهغوی دغه عقيده د خپل رسول الله په ژبه باطله اعلان کړه ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم يوازې د توحيد د عقيده او د شرک پر وړاندې ۱۳ کاله مبارزه کړې ده .

دا ډول عقيده که څوک د پير ، کوم صالح شخص ، قبر و غيره په اړه ولري چې هغه ما ته اولاد را کړ ، هغه زما مدد کوي ، هغه د جلب منفعت او دفع ضرر وړ بولي د خوشحاله او رضا کولو لپاره يې ذبح کوي ، غيب دعوی کول نو دا د همغه بت عبادت دی کوم چې مشرکانو به کولو .

قوله تعالی :قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف ۱۸۸) .
ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله ، اوکه زه پوهيدلی په غيب باندې نو خامخا حاصل کړی به مې وای ډير له خير (نفعی ) او نه به ؤ رسيدلی ماته کوم ضرر او زيان ، نه يم زه مګر ويروونکی (دکفارو په جحيم سره ) او زيری ورکوونکی (په نعيم سره ) قوم د مؤمنانو ته .

شرک اصغر :

شرک اضغر په عبادت کې غير الله ته څه حصه ورکولو داسې چې عبادت اصلاً د الله تعالی د پاره وي خو په هغه کې ريا وي ، د ځان صفت ، منزلت ، مال او بل څه يې هم هدف وي ، شرک اصغر کبيره ګناه ده .

ريا مرتبې  :

اوله مرتبه : که د عمل په پيل يې هدف ځان ښوونه ، صفت ، منزلت او بل څه وي عمل باطل دی .

دوهمه مرتبه : که د عمل په پيل کې اخلاص وي نيت يې يوازې د الله تعالی رضا وي ، خو په مينځ کې څه د ريا خيال ور ته پيدا شي ، دا د شيطان وسواس دی .

بدعت :

بدعت په لغت کې نوي پيدا شوی شي ته وايي ،د بدعت شرعي معنی دا ده چې په دين کې د څه کار زياتوالی او کموالی کوم چې په قرآن او سنت کې هيڅ ثبوت نه وي يعنې نه په قرآن څه ثبوت وي او نه د نبی صلی الله عليه وسلم نه د هغه د کولو ثبوت نه قولاً ،نه فعلاً ،نه صراحةً او نه هم اشارة ً ثابت وي .

په بدعت کې درجی دی بعضی د مکروه په درجه کې دی بعضی د حرامو او بعضی د شرک اکبر په درجه کې دی اصرار کونکی په بدعت په هر حال کې فاسق دي .

اوس مهال بدعت په ډيرو امورو کې شته چې دا يو اوږد بحث دی دلته نه ځايږي .

د بدعت خطرناکی پايلې :

https://dawat610.com/archives/332

د قبرونو بدعتونه :

https://dawat610.com/archives/10302

د ودونو بدعتونه :

https://dawat610.com/archives/6052

سياسي بدعتونه :

https://dawat610.com/archives/6052

د کتاب په اړه :

ما خپله دغه کتاب نه دی لوستی ، مؤلف يې د دارالعلوم ديوبند مدرسې مدرس دی چې ډير مفيد کتابونه يې تأليف کړي دي الله تعالی هغه ته اجر ورکړي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً