د نارينه د پاره په غاړه کې ځنځير اچول څه حکم لري ؟

د آن لاين اسلامې لارښود کارونکو ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
الله تعالی مو له بلا او آفت څخه وساته ، يو پوښتنه لرم هغه داچه ځنې ځوانان ليدل کيږي چې په غاړه کې زنجير اچوي ددې شريعی حکم څه دی – وسلام 
عبدالله له وردګو څخه
بسم الله الرحمن الرحيم
ځواب : د ښايست د پاره په غاړه کې ځنځير اچول حرام دي ځکه دا د ښځو عادت دی او له ښځو سره مشابهت دی
رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغو سړيو لعنت ويلی چه له ښځو سره مشابهت اختياروي (لَعَنَ الرسول صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ المُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بالنِّساءِ ) [1]
کچيرې طلايي زنجير وي ګناه او حرمت يې نور هم زياتيږي ځکه د يو طرف نه د ښځې سره مشابهت او دبل طرف نه د نارينه د پاره د طلا د استعمال حرمت دی .
تر ټولو بدترين بيا هغه دی چه په هغه باندې د حيوان يا کوم پاچا يا د صليب نښان وي .
د ښځو د پاره د هغه زيوراتو اغوستل حرام دي چه په هغه باندې د انسان ، حيوان ،مرغه او يا د صليب نښان وي .
فتاوي البدالحرام – ابن عثيمين فتاوي معاصرة ص (۶۶ ) (آن لاين اسلامې لارښود )

 


[1] بخاري(5885)

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. دمجلی لپاره انتخاب شو
    دحقیقت لار مجله