انګليس په مسلمان ميشته سيمو کې د څارنې رادار نصب کړل

د الاسلام اليوم د راپور له مخې پوليسو د انګلستان د وست ميلاند د ښار په مسلمان میشتو سيمو کې د يوه سپکاوي ډک اقدام په ترځ کې د څارنې دوربينونه نصب کړل چې دې کار د مسلمانانو عوصه راپارولې ده .
د مسلمانانو د سخت عوصي وروسته د سيمې د پوليسو ادارې ادعا وکړه چه پټ دورپينونه بيرته له سيمې څخه پاککاري کړو .
د مدني حقوقو مسئول تأکيد وکړ چه : کچيرې د پوليسو قوتونه په ظرف د دوو انييو کې په ښکاره او پټه توګه نصب کړ شوي دوربينونه لري نه کړي نو د هغوی شکايت به وکړو .
د سيمې پوليسو د مسلمان ميشتو سيمو په سړکونو او کوچو کې څه د پاسه ۲۰۰ پټ او ښکاره دوربينونه نصب کړي دي ، چه د دغه دورپینونو په نصبولو څه د پاسه ۳ ميليونه استرلينګه پانګه لګيدلی ده .
د مسلمانو پر ضد د انګليس دغه د سپکاوي ډک عمل ځکه مسلمانان سخت په عصه کړي دي چه :
يو دا چه ددې پروژی پانګه د تروريست  پر ضد د مبارزی چانګي ورکړي ده اوبل دغه کار د پوليسو،شاروالی او د سيمی د دولتی مسئولينو په ملګرتيا بې له دې چه له مسلمانانو سره مشوره وشي او يا هغوی ورباندې خبر كړي تر سره شوی ده نو ځکه يې مسلمان سخت په عوصه کړي دي .
د مدني حقوقو ټولنې اعلان وکړ : د پوليسو قوتونه بايد دا ومنی چه دا کار غير قانون او د ارپايې ټولنی د حقوق بشر له قوانينو سره په ټکر کې دي .
آن لاين اسلامی لارښود (په اسلامې نړې کې مهمې پيښې )  
Print Friendly, PDF & Email