۲- د عدد له مخې د اسم اقسام :
د عدد او شمير له مخې اسم په دری ډوله دی :مفرد(يوازې) ، مثنی (دوګونی) او جمع ويشل شوی دی :
مفرد : هغه نوم دی چې په یوه شی باندې دلالت وکړي لکه : رجل .
مثنی : هغه نوم دی چې په دوو انسانانو يا دوو حيوانانو يا دوو شيانو دلالت وکړي لکه : رجلان ، شجرتان .
د مثنی علايم :
د اسم مثنی لپاره دوې علامې دي لکه :ان او ين لکه : تلميذان ، کتابين
يادونه : (ان ) د رفع په حالت کې او (ین ) د نصب او جر په حالت کې اضافه کيږي .
د هر اسم چې آخر يې (ان ) وي مثنی نه دی لکه :جریان ، دوران ، سلطان ، حرمان ، غلیان ، غفران ، فرحان .
د اخ ، مثنی اَخوان او اَخوين کيږي او جمع په زير سره راځي لکه : اِخوان او اِخوة.
جمع : هغه نوم دی چې تر دوو نه په زيانو انسانانو يا شيانو دلالت وکړي لکه : مؤمنين .
جمع په دريو قسمونو ويشل شوی دی : جمع مذکر سالم ، جمع مذکر مؤنث او تکسير
د جمع مذکر سالم علايم :
اسم د (واو) او (نون) د حروفو په زياتولو سره جمع ګرځي چې علايم یې (ون ) او (ين) دي ، چې د رفع په حالت کې (ون) او د نصب او جر په حالت کې (ين) اضافه کيږي لکه : معلمون ، مؤمنين .
د جمع مؤنث سالم علايم :
د جمع مؤمنث علامه (ات ) ده ، کچرې د اسم په آخر کې (ة) وي حذف کيږي (ات) اضافه کيږي لکه : فاطمة = فاطمات او کچرې په آخر کې همزه زائده ولري په واو بليږي لکه : صحراء = صحراوات
جمع تکسير :
د جمع تکسیر د جوړولو لپاره څه خاصه قاعده وجود نلري بلکي په مختلفو وزنونو راځي .
۳- د حروفو د نوعيت له مخې د اسم تقسيم :
د حروفو د نوعيت له مخې اسم په : صحيح ، ممدود او معتل ويشل شوی دی .
اسم صحيح په : اسم سالم ، اسم مهموز او اسم مضاعف ويشل شوی دی .
اسم معتل په : اسم مقصور او اسم منقوص ويشل شوی دی .
اسم صحيح :
هغه نوم دی چې حروف عدت (الف،واو ، ياء ) ونلري لکه : کتب ، نصر
اسم سالم :
هغه اسم دی چې په اصلي حروفو کې همزه ونلري لکه : کتب
اسم مهموز :
هغه اسم دی چې په اصلي حروفو کې همزه ولري لکه :سأل
اسم مضاعف :
هغه اسم دی چې د يوه جنس څخه دوه حرفونه ولري لکه : مدد ، فرر
اسم معتل :
هغه اسم دی چې ځېنې حروف عله ولري : حامد ، محمود .
اسم مقصور :
هغه اسم دی چې په آخر کې الف مقصوره ولري لکه : مصطفی ، هوی
اسم منقوص :
هغه اسم دی چې په آخر کې ياء لازمه ولري لکه : هادي ، مهتدي .
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله