۱- د مذکر او مؤنث له مخې د اسم تقسيم:
مذکر : هغه نوم دی چې په نارينه دلالت کوي لکه: رجل .
مذکر په دوه ډوله دی حقيقي او مجازي :
مذکر حقيقي : هغه اسم دی چې په نارينه انسان او حيوان دلالت کوي لکه : رجل ، جمل .
مذکر مجازي : هغه اسم دی چې په غير عاقلو (بې جانه) مذکر اشياؤ دلالت کوي لکه : قلم ، کتاب .
مؤنث :
هغه نوم دی چې په ښځينه دلالت کوي لکه : اِمرأة .
مؤنث هم په دوه قسم دی مؤنث حقيقي او مؤمنث مجازي :
مؤنث حقيقي : هغه اسم دی چې ښځينه انسان يا حيوان دلالت کوي لکه : امرأة ، ناقة .
مؤنث حقيقي پر دوه ډوله دی : مؤنث لفظي او مؤنث معنوي .
مؤنث لفظي : هغه اسم دی چې مؤنث وي نښه يې موجوده وي لکه : فاطمة .
مؤنث معنوي : هغه اسم دی چې مؤنث وي خو علامه نلري لکه : ام ، اخت ، بنت .
د اسم مؤنث علائم :
الف : تاء تأنيث يا تاء مربوطه (ة) لکه : فاطمة ، حديقة ، امرأة .
ب : الف مقصورة (ا ،ی ) کوم چې په آخر د اسم کې زيات شوی وي لکه : کبری ، ذکری .
ج: الف ممدودة (ا،ء) کوم چې په آخر د اسم کې زیات شوی وي او مخکې الف وي لکه : صحراء ، عاشوراء .
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله