احکام جنائز (د مرګ څخه مخکې احکام او ځانکندن)

د مرګ څخه مخکې احکام :

مرګ د فاني دنيا څخه د تل پاتې آخرت په لورې د انتقال وسيله ده او دنيا د آخرت د پاره د کښت او عمل ځای دی چا چې په دنيا کې نيک عمل وکړ هغه کامياب شو او د سخت عذاب څخه يې نجات وموند او هغه به هميشه په جنتونو کې اسوګن وي مګر دا چا چې نيک عمل ونه کړ د الله تعالی اوامرو ته تسليم نشو هغه به هميشه په عذاب او دوزخ کې وي مګر دا چې الله تعالی يې پر خپل فضل وبښي .

د مسلمان د پاره د مرګ يادول مستحب دي :

د الله (جل جلاله) کوم بنده چه ددې  دنيا نه رخصت واخلې او دمرګ په لار باندې د آخرت د کور طرف ته ځی نو اسلامی شريعت دده په عزت او درناوی سره د رخصت کولو يوه  خاص طريقه مقرره کړی ده چه په نهايې عزت او اکرام سره به د مسلمانانو د ډلې له خوا بدرګه کيږی .هغه په ښه شان سره پاکوي (غسل به ورکوي ) په پاک سپين رخت کې به يې تاووي

بيا د مسلمانانو د يو ټولي لخوا به په ګډه دعا ورته کيږي (د جنازی لمونځ ) بيا هغه په پوره عزت سره خاورو ته سپاری .

مسلمانانو لپاره دا دفخر ځای دی چه مړی د اسلامي شريعت مطابق خاورو ته وسپارل شي ځکه چه دا مړی به له ورایه د محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم امتي ښکاري  .

ځنکندن :

هرکله چې د مرګ علامې ښکاره شي ،نو د هغه سره کناستل او د قرآن لوستل پکار دي که سورة يس تلاوت شي ښه به وي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«اقرؤوا على موتاكم يس» (تاسی خپلو مړکيدو واله ته يآسين وائی) (رواه أبو داود وابن حبان وصححه، وابن ماجه).

همدارنګه د ځنکدن پر وخت كې مړکيدونکي ته د کلمه تلقين کوئ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لقنوا موتاكم لا إله إلا الله » ( خپلو مړو ته د لا اله الا الله تلقين کوئ) (المسلم ).

داسې چې هغه يې واروي او خپله يې هم ووايي او خاتمه يې په خير شي ،که خپله کلمه وايي نو بيا به ناست کسان د کلمې تلقين نه ورکوي چې زړه يې ورڅخه تور نه شي .

مستحب ده چې ځانکندن واله په ښي اړخ کړ شي قبلې طرف ته برابر شي ځکه چې د روح خارجېدل ورته آسانه کيږي مګر که تکليف ورته رسيږي نو بیا باک نلري .

دغه وخت کې ناستو کسانو لره پکار ده چه مړ کيدونکې ته د خير دعا وکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : دغه وخت چه څوک دُعا کوي نو د هغه په دُعا فريښتې آمين وايي .

هرکله چه د مړ کيدونکې ساه ووځي د هغه اندامونه به سم کړي سترګې به يې بندی کړي ،زنه به يې ور وتړي تر څو خوله يې خلاصه پاتې نشي د پښو غټی ګوتې به یې سره بندي او پښی به يې سيده کړي .

د امام ابوحنيفه په نزد جنوب ، حائضه او نفاسه به له هغه څخه وځي ځکه چې دغه وخت ملائکي راځي.

کله چې د مړي ساه ووځي د مړي په غسل ، کفن او خښولو کې به بېړه کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 48 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً