د مړي حقوق :
د مړي په وارثانو او مسلمانانو باندې څلور حقوق دي : تجهيز (غسل او کفن ) ، د جنازې لمونځ او د مړي خښول .
غسل :
د غسل حکم فرض کفايي دی ، د غسل ورکولو حق لومړی د هغه کس دی چې مړي وصيت ورته کړی وي بيا د پلارګنۍ څپلوان او بيا مړي ته نږيدې خپلوان ،سړي به سړيو ته غسل ورکوي او ښځې به ښځو
ته غسل ورکوي يو د بل مخالف جنس ته غسل ورکول حرام دي ،ښځه او ميړه يو بل ته غسل ورکولای شي اوهمدارنګه مور خپل ماشوم اولاد ته چه تر اوه کلنې کم وي غسل ورکولاي شي ځکه چه هغوی دعورت په پټولو ندي مکلف شوي.
د غسل د وجوب شرطونه :
۱- دا چې مړی به مسلمان وي کافر ته غسل ورکول نشته .
۲- دا چې د مور څخه سقط شوی جنين (حمل ) به پوره وي که د بدن اندامونه يې پوره او کامل نه وي هغه ته غسل نشته .
۳- دا چې د مړي جسد موجود وي د جسد زياته برخه يا نيم جسد او سر يې موجود وي .
۴- دا چې د الله تعالی په لار کې شهيد شوی وي شهيد لره نه غسل شته او نه کفن په جامو کې به دفن کيږي د امام ابوحنيفه په نزد په هغه باندې د جنازې لمونځ کول شته .
دغسل ورکولوطريقه :
مړي ته به داسې ځای غسل ورکوي چې څوک نه وي پرته له غسل کوونکو به بل څوک حاضر نه وي لومړي به مړی په يوه تخته څملوي او جامې به ترينه وباسي لنګ به ور ووهی بيا به استجاء ورکړي داسې چه تر لاسه يوه ټوټه تاوکړي او بيا د لنګ نه لاس د ننه کړي د غټو او وړو متيازو ځايونه به وونځي د مړي شرمګاه ته به نظر نه کوي .
که بريتونه ،نوکان او د تخرګ ويښتان يې لوی وي هغه به لری کړی خو د شرمګاه په ويښتان به کار نه لري ځکه چه په ژوندون کې د هغه د شرمګاه لمس جايز نه ؤ .
بيا به اودس ورکړي په او داسه کې په خوله او پوزه کې اوبه نه اچول کيږي پر يوه ټوټه به د غوږونو او پوزی سوري اوغاښونه پاک کړي ورسته به د غوږونو، پزې او خوله کې مالوچ کيږدي چه اوبه ورنه شي .
که د کوم سړي په باره کې ستاسو يقين وي چه دا د ناپاکی په حالت کې وفات شوی يا ښځه د حيض او نفاس په حالت کې وفاته شوې ده نو د هغه په خوله او پوزه کې لږ لږ اوبه رسول پکار دي.
د اودس نه پس يې سر او ږيره په صابون ، شامپو يا بل څيز ښه پاک کړئ بيا يې لومړی په ګين اړخ څملوئ په ښی طرف يې دری ځله له سر نه تر پښو اوبه واچوئ او نرم نرم يې بدن وموښئ ،بيا په همدي شان کيڼ طرف دري ځلې اوبه اچول .
ورسته مړي په قراره د ځان طرف ته را پورته کړي او په کراره به يې په خيټه لږ فشار وروړئ چه که په نس کې يې څه پاتی وي هغه ورڅخه ووځي ورسته به هغه پريمنځئ دوهم ځل غسل ته ضرورت نشته .
اوس نو غسل وشو لنګ به تري لری کړئ بل لنګ به ور واچوئ له هغه ځای څخه به يې بل ځای ته پورته کړئ بدن به يې وچ کړئ کفن به ور واچوئ .
د مړي څخه د زېوراتو ايستل پکار دي ځکه چه هغه خرابيږي که د سرو زرو يا بل قيمتې شي غاښونه وي که يې ايستل آسانه وي او په ژوند کې ميت په عادی شکل ايسل نو ښه او که ايستل يې سخت وي يا د مړی چهري ته نقصان رسوي نو بيا به يې پريږدئ .
آن لاين اسلامي لارښود