الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على رسول الله محمد مبعوث رحمة للعالمين و على آله و أصحابه أجمعين أما بعد, السلام عليكم و رحمة الله و بركاته.
د مخلصينو صفات :
مخلَصين د مخلَص جمع ده او مخلص اخلاص کوونکي ته وايي:
اخلاص دا دی چې یو عمل یوازې د الله تعالی لپاره وي او په هغه کې د الله تعالی پرته د بل چا برخه نه وي «الإخلاص أن يكون العمل لله، لا نصيب لغير الله فيه».
د عبادت د قبوليت دوه شرطونه دي: أخلاص لله سبحانه و تعالی و أتباع رسول الله صلی الله علیه وسلم.
مخلصين د الله تعالی هغه خاص بنده ګان دي چې له مقابلی څخه يې شیطان هم خپل عجز اعلان کړی دی:
الله سبحانه وتعالی فرمايي: [قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ * إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ] (سوره ص:۸۲).
ژباړه: ابليس وويل: ستا په عزت قسم دی، زه به دوی ټول ګمراه کړم، مګر پرته ستا له هغو بنده ګانو څخه چې مخلصين دي.
نو د الله خاص بنده ګان به د شيطان له مکر او فريب څخه په امن وي : چې ځنې صفات یې په لاندې ډول دي:
اول : اراده يې د الله تعالی رضا وي :
په یو عمل کې د دوی نيت او اراده د الله تعالی رضا وي، صفت، رياء او ځان ښوودنه،مقام او د فاني دنيا مال او متاع یې مطلب نه وي.
الله سبحانه وتعالی فرمايي:[وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ] (سوره الکهف:۲۸).
ژباړه: او ته خپل ځان له هغو كسانو سره بند (او ټینګ) وساته چې خپل رب د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې بولي، دوى د هغه رضا او خوښي غواړي.
اصلاً د عمل قبوليت په نيت پورې اړه لري، جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى» (البخاري).
ژباړه: د ټولو عملونو قبلېدل په نيت پورې اړه لري ، انسان ته د ده د نيت موافق ثواب او بدله ورکول کيږي.
د چا چې نيت خالص شو د خير کار لا څه چې مباح عمل ورته عبادت حسابيږي او هغه ته ثواب ورکول کيږي .
أن المباحات إذا نوى بها الإنسان الثواب عند الله -جلَّ وعلَا- فإنها تدخل في ما يثاب عليه (شرح الأربعون النووية / دوکتور عبدالحکيم العجلان ) .
او په نیت باندې الله تعالی بنده ته اجر ورکوي :
جناب رسول الله صلى الله عليه وسلم: « إِنَّمَا الدُّنْيَا لأَرْبَعَةِ نَفَرٍ: عَبْدٍ رَزَقَهُ اللَّهُ مَالًا وَعِلْمًا فَهُوَ يَتَّقِي فِيهِ رَبَّهُ، وَيَصِلُ فِيهِ رَحِمَهُ، وَيَعْلَمُ لِلَّهِ فِيهِ حَقًّا، فَهَذَا بِأَفْضَلِ الْمَنَازِلِ، وَعَبْدٍ رَزَقَهُ اللَّهُ عِلْمًا وَلَمْ يَرْزُقْهُ مَالًا فَهُوَ صَادِقُ النِّيَّةِ يَقُولُ: لَوْ أَنَّ لِي مَالًا لَعَمِلْتُ بِعَمَلِ فُلاَنٍ فَهُوَ بِنِيَّتِهِ فَأَجْرُهُمَا سَوَاءٌ[رواه الترمذي وقال: حديث حسن صحيح].
ژباړه: دنيا د څلورو کسانو ده، هغه بنده چې الله تعالی مال او علم ورکړی او د هغه په اړه د الله تعالی څخه ويريږي (د هغو حق ادا کړی) او خپلولي پالې، او د عمل موافق عمل کوي (د الله تعالی حق یې ادا کړی دی)، نو ددې کس لپاره غوره درجې دي، او یو بنده ته الله تعالی علم ورکړی وي خو مال یې نه وي ورکړی مګر هغه پخپل نيت کې رښتنی وي وايي: که الله تعالی ماته مال راکړی وی نو ما به د فلاني کس په شان عمل کړی وی نو د دغو دواړو اجر او ثواب یو شان دی.
دوهم صفت، د صالح عمل د پټولو حرص:
د الله تعالی د خاصو بنده ګانو بل صفت دا دی چې تل د خپلو ښو او صالحو اعمالو د پټولو کوښښ کوي، جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:«إن الله يحب العبد التقي الغني الخفي» (رواه مسلم).
ژباړه: الله تعالی تقوی داره، له خلکو څخه بې نيازه او صالح عمل پټونکی بنده خوښوي.
زين عابدين رحمه الله په مدينه منوره کې په سلو کورنيو باندې خرچ کولو، د شپې به یې خوراک ور وړلو خو څوک به نه ورباندې پوهيدل تر دې چې وفات شو او خلک پوه شول (چې دا کس زین العابدین دی) او د هغه پر شا باندې د خوراک د انتقال او په شا کولو نښې وې چې د کونډو کورونو ته به یې خوراک ور وړلو (سیر أعلام النبلاء، للذهبي:۳۹۳-۳۹۴/۳).
او د صالح عمل پټول خاص په نوافلو کې دي پرته له فرايضو څخه، علماء وايي: کچيرې یې نيت خلکو ته تعليم، دعوت او په ده پسې د خلکو اقتداء وي باک نه لري.
دريم صفت،پت او ظاهری حالت یې یو شان وي:
مخلص داسې نه وي چې د خلکو پر وړاندې يو شان او د خلکو څخه پټ ځانته بل شان وي بلکي په ټولو حالاتو کې په دين باندې ثابت وي، الله سبحانه وتعالی یې داسې صفت کړی دی : [وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّداً وَقِيَاماً](الفرقان:۶۴).
ژباړه: او هغه کسان چې د خپل پروردګار په وړاندې په سجدو او قیام شپي تيروي.
او دا د مؤمن تر ټولو ستر منزلت دی ابن عطاء رحمه الله وايي: «أفضل الطاعات مراقبة الحق على دوام الأوقات.(إحياء علوم الدين، للغزالي: 4/ 397).
ثوبان رضی الله روايت کوي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «لأَعْلَمَنَّ أَقْوَامًا مِنْ أُمَّتِي يَأْتُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِحَسَنَاتٍ أَمْثَالِ جِبَالِ تِهَامَةَ بِيضًا فَيَجْعَلُهَا اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ هَبَاءً مَنْثُورًا ) قَالَ ثَوْبَانُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ صِفْهُمْ لَنَا ، جَلِّهِمْ لَنَا أَنْ لاَ نَكُونَ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لاَ نَعْلَمُ ، قَالَ : ( أَمَا إِنَّهُمْ إِخْوَانُكُمْ وَمِنْ جِلْدَتِكُمْ وَيَأْخُذُونَ مِنَ اللَّيْلِ كَمَا تَأْخُذُونَ وَلَكِنَّهُمْ أَقْوَامٌ إِذَا خَلَوْا بِمَحَارِمِ اللَّهِ انْتَهَكُوهَا» (رواه ابن ماجه ۴۲۴۵).
ژباړه : ماته پخپل امت کې داسې اقوام او خلک معلوم دي چې د قيامت په ورځ به د يو ستر غره په شان نيک اعمال راوړي پس الله تعالی به د (هغوی اعمال) د وړيو پشان باد باد کړي .
ثوبان رضی الله عنه وايي : مونږ ته يې اوصاف وښيه ، مونږ ته يې بيان کړه ، داسې نه وي چې مونږ د هغوی څخه وو خو مونږ نه پوهيږو .
جناب فرمايي : هغوی ستاسې وروڼه دي ستاسې غوندې انسانان دي ، مګر دا داسې اقوام او خلک دي چې کله دوی او الله تعالی سره يواځې شي نو د الله تعالی د محارمو (حلالو او حرامو ) خيال نه کوي .
يا يې چې کله په حرامو باندې لاس بر شي صرفه نه کوي .
څلورم صفت، د اعمالو د رد څخه ویره:
او د مخلص مؤمن بل صفت دا دی چې دی د خپلو ښو او صالحو اعمالو د رد او نه قبليدو څخه ويره لري، چې هسې نه په اعمالو کې نقصان وي او اعمالو د قبول وړ ونه ګرځي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ﴾ (المؤمنون: ۶۰).
ژباړه: او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي (زکات او خيراتونه)، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي.
او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: أنهم «يصومون ويصلون ويتصدقون، وهم يخافون أن لا يقبل منهم، أولئك الذين يسارعون في الخيرات (أخرجه الترمذي (3175) وصححه الألباني في صحيح سنن الترمذي).
ژباړه: دوی روژه نيوونکي، لمونځ کوونکي او صدقه ورکونکي دي،او دوی ويريږي چې له له دوی څخه دغه (اعمال) قبول نشي، دا هغه کسان دي چې د خير په کار بیړه کوونکي دي.
پنځم صفت د خلکو د ستاینې، او آفرين انتظار نه کوي:
دوی د خلکو څخه د مننې، شکریې او آفرين طمع نه کوي، الله سبحانه وتعالی داسې صفت بيانوي: ﴿إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لاَ نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاءً وَلاَ شُكُوراً﴾ (الإِنسان:۹).
ژباړه: (دوى وايي:) بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله له مخه طعام دركوو۔، مونږ له تاسو نه څه بدله او شكر نه غواړو.
له جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يو صحابي پوښتنه وکړه چې: يو کس نيک عمل کوي او خلک د هغه صفت کوي، يا خلک له هغه سره محبت لري، ویې فرمايل: دا د مؤمن لپاره عاجل زیری دی.
أَرَأَيْتَ الرَّجُلَ يَعْمَلُ العَمَلَ مِنَ الخَيْرِ وَيَحْمَدُهُ النَّاسُ عليه؟ قالَ: تِلكَ عَاجِلُ بُشْرَى المُؤْمِنِ. وفي روايةٍ: وَيُحِبُّهُ النَّاسُ عليه (رواه مسلم).
قافله دعوت الی الله – آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله