د ايمان ضعف او د زړه کلکوالی زيات علتونه لري چې ځنې يې په لاندې ډول بيانيږي :
۱– زيات وخت د ايماني ماحول نه لريوالی :
د ايماني ماحول څخه لريوالی د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي :
ايماني ماحول عبارت دی له اسلامي ټولنې، اسلامي نظام څخه .
متأسفانه نن په ډیرو اسلامي هيوادونو باندې طاغوتي ديموکراسي حکومت کوي چې پر مسلمانانو باندې یې ژور تأثیرات کړي دی.
کله چې سياست پر غربي طاغوتي ديموکراسۍ ولاړ وي، اقتصاد پر سود او احتکار او انحصار ولاړ وي، مډيا او رسنۍ پر درواغو او عبثو خپرونو ولاړه وې، نو دا ډول ماحول به خامخا پر مسلمانانو او په خاصه توګه نوي نسل باندې منفي اثر کوي او د دوی ايمان به ضعيف او بلاخره د لوی خطر سره مخامخ کيږی، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : :«أَنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ» رواه أبو داود ( 2645 ) ، والترمذي ( 1604 ) .
ژباړه : زه له هر هغه مسلمان څخه بيزاره يم چې د مشرکينو په منځ کې اوسيږي.
الحمدلله نن چې په هيواد کې د اسلامي نظام تر سيوري لاندې ايماني ماحول را منځته شوی دی، دين، عزت، مال هر څه مو په امن دي، بشپړ امنيت دی ځکه نظام الهي نظام او عسکر مو د الهی شریعت تابع عسکر دي، اقتصاد مو پر نړيواله سطحه د پرمختګ په حال کې ځکه اقصاد مو له سودي نظام څخه پاک شرعي اقتصادي نظام دی.
ظلم او زور، اخطتاف،غلا، مخدرات او فحشاء ټول د ختميدو په حال کې دي ځکه چې نظام مو د أمربالمعروف او نهی عن المنکر پر قاعده باندې ولاړ دی.
۲– د صالحو او نيک عمله کسانو څخه لرېوالی :
د نيکو او صالحو کسانو د ملګرتيا په وجه صالح عمل او ايماني قوت لاس ته راتلی شي او د هغوی د عمل، اخلاقو او ښو صفاتو څخه سړی ګټه رسيږي خو کله چې سړی له دا ډول نيکو او صالحو خلکو څخه لرې اوسيږي ايمان یې کمزوری او زړه یې سختيږی.
الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته حکم کوي چې د نيکو او صالحو کسانو سره ملګرتيا غوره کړئ : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹)
د صاديقنو څخه مراد هغه رښتيني مؤمنان دي چې په اقوالو او اعمالو کې صادق، ظاهر او باطل یې يو شان وي، او د مؤمنانو هغه ډله ورڅخه مراد ده چې د طاغوت پر وړاندې مبارزه او د اسلامي شريعت د تحکيم لپاره کار کوي.
صدق د ټول خير او بلاخره د کاميابۍ لومړۍ درواړه ده ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: إن الصدق يهدي إلى البر وإن البر يهدي إلى الجنة ….(رواه البخاري والمسلم). ژباړه: (يقيناً صداقت بنده د نيکۍ طرف ته بيايي او نيکي بنده د جنت طرف ته بيايي .
حسن بصری رحمه الله وايي : زمونږ په نزد زمونږ وروڼه زمونږ د اهل او کور نه زيات ارزښت او ګټه لري ځکه زمونږ اهل مونږ ته د دنيا ياد کوي مګر زمونږ وروڼه مونږ د آخرت او دین طرف ته متوجه کوي .
ژباړه: ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی.
۳– د ديني علومو د زده کړې او مطالعې څخه لرېوالی :
له نيکمرغه زيات اسلامي کتابونه وجود لري چې د هغه په لوستلو د سړی ايمان قوي او د ايمان ولولې يې په جوش راځي چې ددې ټولو کتابونو په سر کې قران مجيد قرار لري هغه کتاب چې پر لوستلو يې د مؤمن ايمان قوي کيږي خو د قرآنکريم په تلاوت کې تدبر کول واجب دی او د معنی پوهيدو پرته تدبر نشی کيدلی….. کچیرې يو کس د ورځې ۲۰ آیته له ژباړې سره تلاوت کړي نو په یو کال کې به د قرآن تلاوت له ژباړې سره بشپړ شي او کچیرې د ورځې ۲۰ آیتونه له تفسير سره ولوستل شي نو په یو کال کې یې قرآن له ژباړی او تفسير سره تلاوت کړی وي.
همدارنګه د شرعي کتابونو په زده کړی او مطالعې سره مؤمن د اسلامي شريعت له احکامو خبريږي ، حرام او حلال پېژني ، د مؤمن او منافق صفات پيژنې ، د نفس ، شيطان ، مال او د اسلام د دوښمنانو سره د دوستۍ خطرناک عواقب پيژنې ، معاملات ، د ژوندانو په ټولو چارو کې د اسلامي شريعت آداب او اخلاق پيژنې چې ددې په پيژندلو انسان خپل ځان ته متوجه کيږي او هر وخت د خپل ځان د اصلاح او الله (جل جلا له) د صحي رجوع په فکر کې وي ، چې الله تعالی هم داسې بنده خوښوي کوم چې غواړي ځان په شرعي مسائلو پوه کړي او په هغه باندې عمل وکړي :
لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، … » (3116 بخاري )
يعنې : چاته چه الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .
۴– د ګناه او معصيت په ماحول کې اوسيدل :
د ګناه په ماحول کې اوسيدل د ايمان د ضعف او د زړه د کلکوالی سبب ګرځي …..
د ګناه او منکراتو پر وړاندې د مؤمن مسؤلیت دری مرحلې دي… عملاً د ګناه مخنيوی ، دوهم قولاً د ګناه مخنيوی او که دا یې پر وس پوره نه وي د زړه انکار او د ګناه د ماحول ترک کول .
۵– د دنيا په کارونو کې له حده زياته مشغولتيا :
د ايمان د ضعف يو سبب دا دی چې انسان د دنيا په چارو کې ځان دومره مشغول کړي چې بيا کار او شغل د ځان د پاره اصلی هدف ګڼې او عبادت د هغه يو فرعي جز ګني .
نن اکثره مسلمانان په همدې مرض اخته دي ، د مثال په توګه يو کس په کار مشغول دی دی کوښښ کوي خپل کار تمام کړي خير که لمونځ آخر هم شي ، چې په دې سره يې کار اصلي هدف و ګرځولو او لمونځ يې د هغه فرع و ګڼلو .
بلکي مؤمن بايد عبادت اصلي هدف و ګرځوي ، مثلاً لمونځ د الله تعالی د جانبه په ټاکل شويو وختونو کې يو فرضيه ده ټول کارونه او مشغوتياوې به د لمانځ تابع ګرځول کيږي نه دا چې لمونځ د نورو مشغولتياوو تابع جوړ شي .
د (وَلَذِکرُ الله أکبَر) هدف همدا دی چې د الله ياد او حکم به تر ټولو لوی ګڼل کيږي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د دينار بنده هلاک شو د درهم بنده بدبخته شو (روایت بخاری -۲۷۳۰).
دغه کس دوه تاوانونه وکړل عبادت يې صحي ادا نه کړ او د ځان د پاره يې کارونه سخت کړل ځکه په قدسي حديث شريف کې راغلی دي: «يقول الله تعالي: يا بنيآدم! تفرَّغْ لعبادتي أملأ صدَرَكَ غنی وأسدَّ فقرَكَ وإن لم تفعَل ملأتُ صدرَكَ شغلاٌ ولم أسدَّ فقرَكَ:(مسند احمد او ابن ماجه ) .
ژباړه: الله جل جلا له فرمايي : ای د آدم زويه ! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتياجۍ ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم کچيرې داسې ونه کړې ، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم .
۶– د مال ، ښځو او اولادونو په محبت کې مشغولتيا :
د مال ، ښځو او اولادنو سره تر داسې حده محبت او مشغولتيا چې د الله سبحانه وتعالی څخه د غفلت سبب جوړ شي او د ديني امورو او احکامو د نيمګړتيا سبب شي دا عامل هم د ايمان د کمزوری سبب ګرځي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :
[وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أَمْوَالُکُمْ وَأَوْلاَدُکُمْ فِتْنَةٌ ] (انفال: ۲۸).
يعنې : او پوه شئ چې مالونه او اولادونه مو آزمښت دی ( د تاسې د هلاکت سبب ګرځي کچېرې د هغه محبت ته د الله او د هغه د رسول پر محبت باندې ترجيح ورکړئ ) .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : که دوه وږې ليوان پر رمه کډ شي دومره زيان او خرابي نه لري لکه پر مال باندې حرص کول چې د دين د پاره زيان لري (الترمذِی : ۲۳۷۶، صحیح الجامع :۵۶۲۰).
۷– اوږدې هيلې او اميدونه :
اوږدې هيلې او اميدونه چې زه به په دنيا کې ډير وخت ژوندی وم او د مرګ څخه غفلت کول هم د ايمان د کمزوری سبب دی ، الله جل جلا له فرمايي : ذَرْهُمْ یَأْکُلُواْ وَیَتَمَتَّعُواْ وَیُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ } (حجر: ۳).
ژباړه : پرېږده هغوی چې خوراک وکړي ګټې تر لاسه او اوږدې هيلې يې ښه مصروف و ساتي ډير ژر به پوه شي .
حضرت علی رضی الله عنه وايي: هغه شی چې زه ستاسو په باره کې ور څخه وېره لرم د هوا او هوس پيروي او اوږدې هيلې او آرزوګانې دي چې انسان له حق څخه غافله او آخرت يې له ياد څخه وځي( فتح الباری: ۱۱/۲۳۶).
په يوه روايت کې راځي : څلور شيان د انسان د بدبختی علائم دي: د سترګو وچوالی ( هغه سترګې چې د الله د ويرې او د آخرت په ياد کې هيڅ اوښکې نه تويوي )، د زړه سختوالی، اوږدې هيلې او آرزوګانې او د مال دولت حرص .
۸– زيات خوب ، زيات خوراک او څښاک ، زياته جماع او زياتې خبرې ، د زړه د سختوالی او د ايمان د کمزورۍ سبب کيږي ، ډير خوراک انسان درنوي د انسان د بدن د سستی سبب کيږي چې بيا عبادت ورته سخت او ګران تماميږي، په دې اړه علماء وايي: څوک چې زيات خوراک کوي نو زيات څښاک هم کوي د زيات خوراک او څښاک نتجه زيات خوب کول دي چې بلاخره د عبادت څخه محروم ګرځي .
زياتې خبرې زړه کلکوي او زړه وژني ، زيات مجلسونه سړی د خپل ځان د فکر او محاسبې څخه غافله کوي ، زيات خندل په زړه کې د ايمان روښنايي کمزورې کوي او زړه وژني .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ډير مه خاندئ چې ډير خندل زړه وژني (رواه ابن الماجه :۴۱۹۳ ، صحیح الجامع :۷۴۳۵) .
۹– په عباداتو کې سستي کول د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي :
په عباداتو کې سستي کول د انسان د هلاکت سبب ګرځې لکه جومات ته نه تلل په کور کې لمونځ کول، لمونځ په خپل وخت نه ادا کول بلکي د هغه ځنډول، په تيزی سره لمونځ کول، د قرآنکريم د تلاوت او ذکر ترک کول او نور ….
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: په خلکو کې تر ټول بدترين غل هغه دی چې له لمانځه څخه غلا کوي، هغه چې رکوع، سجده او خشوع نه پوره کوي،( په بيړه لمونځ کوي د لمانځه ارکان، واجبات او سنت په سمه توګه نه ادا کوي او په لمانځه کې د خشوع کوښښ نه کوي) .
عن ابی قتادة رضی الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: أسوأ الناس سرقة، الذي يسرق من صلاته: لایتم رکوعها و لاسجودها، ولا خشوعها( رواه أحمد و صحيح الجامع).
د موضوع پای بافضل الله سبحانه وتعالی