بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامي مرکز غړی: له تاسې سره د احمد قصه شريکوم، زه اوس مهال د «النور» اسلامي مرکز کې يم، دلته د موټرونو تم ځای سره انتظار يم او د هغه ځوان څنګ کې يم، ښه به دا وي چې مونږ تا معرفي نه کړو ځکه دا د يو پوه هلک حق دی چې خپله ځان معرفي کړي.
نن اسلامي مرکز ته زيات ميلمانه راغلي دي، او کله چې ما له هغه ځوان سره وليدل زه يې حيران کړم او له ځانه سره مې وويل: چې زه بايد د هغه د ملاقات او ناستې لپاره کار وکړم.
زما پخوانی نوم سام سويفت او عمر مې ۱۵ کاله دی او د تيرنيتي مکتب د آتم ټولګي زده کوونکی يم .
د اسلامي مرکز غړی: له اسلام سره څنګه اشنا شوې ؟
ځواب : د شپږم ټولګي څخه تر نن پورې ما له رسنيو څخه همدا اوريدل چې اسلام ترورستي او ارهابي دين دی، خو مور او پلار مې ويل چې د رسنيو خبرې سمې نه دي.
بلاخره ما خپله د انترنټ له لارې اسلام مطالعه کړ او بل زما يو مسلمان ملګری وو، الحمدلله چې د کوم سوال او پوښتنې سره به مخکې کيدم هغه به ځواب را کولو.
نور تفصيل خپله په ويديو کې وګورئ،
دا نوی مسلمان شوی ۱۵ کلن ځوان مسلمانان ته داسې نصيحت کوي:
مسلمانو ځوانانو ته زما نصيحت دا دی چې تاسې مسلمانان پيدا شوي ياست نو د کاميابۍ ټولې وسيلې لرئ ځکه چې مور او پلار مو تر شا ولاړ دي ( زما په شان خو په کورنۍ او ټولنه کې يوازې نه ياست) او که تاسې يو متقي او متدين مسلمان ياست نو له دې څخه ګټه پورته کړئ او په دين کې پوره پوهه وومئ او پوره پکې داخل شئ او دا د خپل ژوند برخه وګرځوئ.
او (تش په نوم مسلمان) مه جوړيږه ځکه ستا د والدينو همدا غوښتنه ده ( هغوی غواړي چې تاسې واقعي مسلمانان شئ).
اسلام وګورئ او په اړه يې زده کړه وکړئ او الله تعالی ته نږدې شئ.
غير مسلمو کسانو ته مو نصيحت څه دی کوم چې دوی اسلام د ځان لپاره تهديد ګڼې ؟
او دوی ته زما نصيحت دا دی کچيرې دوی غواړي چې د اسلام حقيقت و مومي نو د اسلام په اړه دې څيړنه وکړي او په هغه څه پسې دې نه ګرځي کوم رسنۍ یې خپروي .
ماشاء الله ستا نصيحت د يو ۵۰ کلن حکيم پشان دی نه د يو ۱۵ کلن هلک .
منبع : المسلمون الجدد
ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود
https://www.youtube.com/watch?v=wP0YhM23e0g&t=196s
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله