وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ
ټولو مسلمانانو وروڼو او خويندو ته د صليبي يرغلګرو د ماتې او د اشغال د خاتمې مبارکي وايم.
واقعاً چې دا په معاصر تاريخ کې د اسلامي امت لپاره داسې بريا ده چې ساری نه لري، الله تعالی دې د مظلوم ولس قربانۍ قبولې کړي .
نو ددې ستر نعمت شکرانه څنګه ادا کړو ؟
د نعمت شکر به په زړه، خوله او بدن سره ادا کيږي .
په زړه سره د شکر ادا کول :
داسې چې په زړه کې پوره يقين ولري چې دا نعمت د الله تعالی د جانبه وو .
په خوله سره د نعمت ادا کول :
په خوله باندې د نعمت يادوي او د الله تعالی حمد او ثناء بيانول، لکه : الحمدلله …
د بدن په جوارحو سره د شکر ادا کول:
مؤمن ته چې کله نعمت ورسيږي نو سنت ده چې هغه به د شکر سجده کوي، د شکر سجده د لمانځه د سجدې په شان يوازې يوه سجده ادا کيږي چې هماغه تسبيحان «سبحان ربي الاعلی» پکې لوستل کيږي .
او همدارنګه صدقه او خيرات کار د خير دی هغه که پخپل اهل عيال باندې وي يا خپلوانو او يا مسکلينانو او فقيرانو باندې د خپل وس موافق .
و بالله توفیق
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله