شيطان په کومو شيانو سره خلک ډير ډير ويروي ؟

شيطان خلک په دوو شيانو سره ډير ډير ويروي .

لومړۍ : لوږه او فقر :

شيطان خلک په فقر او لوږه ويروي ،الله تعالی فرمايي : [الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ] (سوره  البقره:۲۶۸ ) .

دا ځکه چې هغه صدقه ورنه کړي، په خپل اهل او خپلوانو د وس موافق سم خرچ ونه کړي او يا يې حرامو ته مجبور کړي .

نن سبا ټول خلک همدا ويرې اخيستي چې زما معاش به څنګ کيږي، زما وظيفه به څنګه کيږي او مونږ به څه خورو ؟… دا ټول شيطاني وسواس دي چې د ايمان د ضعف له امله يې پر مونږ اثر کړی دی، هغه رب العالمين چې مظلوم اولس يې د ستر ظالم نړيوال کفري يرغلګرو څخه خلاص کړ نو همداسې به د روزۍ لارې هم جوړې کړي .

الله سبحانه تعالی د تبارک الذي مبارک سورت ۲۰ او ۲۱ ايتونو کې فرمايي څوک دی چې ستاسې مدد وکړي پخپلو فوځونو سره او څوک دی چې تاسې روزي درکړي … نو چې د دوښمن پر وړاندې يې د مظلوم ولس مدد وکړ نو همداسې به رزق هم راکړي .

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ جُندٌ لَّكُمْ يَنصُرُكُم مِّن دُونِ الرَّحْمَنِ إِنِ الْكَافِرُونَ إِلاَّ فِي غُرُورٍ * أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ بَل لَّجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ (سوره الملک :۲۰-۲۱).

دوهم : په کفارو سره ويرول :

شيطان انسان په خپلو دوستانو ويروي چې هغوی قوي لښکر او قوي وسايل لري تاسې د هغوی له مقابلی څخه عاجر يئ نو ځکه د شيطان او د هغې د لښکر له ويرې د الله او د هغه د رسول اطاعت پريږدي .

الله تعالی فرمايي: [الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ](سوره العمران ۱۷۵ ) .

او د دغه کفارو د سختي ماتې وروسته اوس خلک دا تشويشونه او فکرونه کوي چې هغوی به مونږ په رسميت ونه پيژني او هغوی به پر مونږ باندې اقتصادي بنديزونه ولګوي .

دا ټول د وخت څخه مخکې شيطاني وسواس دي چې په دې سره شيطان مسلمانان ويروي تر څو هغوی کامل شريعت تطبيق نه کړي او د کفارو او د هغوی قانون ته څه نرم شي.

مګر الله سبحانه وتعالی د ټول عالم پالونکی دی هغه چې د څه اراده وکړي هماغه به کيږي.

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email