نن زمونږ ځنو وروڼو په پټو سترګو له غربیانو څخه تقليد کړی او يو بل ته د مور د ورځې مبارکې ورکوي .
غربيان خو هسې د مور يوه نمایشي ورځ لمانځي کله يې چې والدين (مور او پلار) ضعيف، ناروغ او احتياج شي نو د سالمندان (Old House) زندان ته يې ټيل وهي او له خپله کور څخه يې ورټي نور نو تر مرګه پورې والدين پخپل اولاد خبر نه وي او اولاد پر والدينو …
مونږ نه پوهيږو چې غربیان يې کوم ډول احترام لمانځي او دا ډول بې رحمه شړل او رټل..
اسلام خو ټول عمر، هر وخت او هر لحظه د والدينو سره د ښه سلوک، احترام او خدمت کولو حکم کړی دی او د الله تعالی د حق څخه وروسته لومړی حق د والدينو دی
الله سبحانه وتعالی حکم کړی دی : [وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا] (سوره الاسراء :۲۳).
ژباړه: ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ.
نور قضاوت تاسې ته پريږدم …
زما خوږو وروڼو! و الله د مسلمان لپاره شرم دی …. هيله مې دا ده چې له خپلو فيسبوک پاڼو څخه دغه د شرم داغ لرې کړئ .
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله