علاءالدین سریال چې په هند کې جوړ شوی او زیات خلک یي په ډیر شوق سره ګوري
او ځنو بې فرهنګه پښتو ته هم ژباړلی او د ځنو تلویزونونو نه خپریګي خو هیچا یي مخه ونه نیوله هیچا هم ونه ویل چې دا خو زمونږ د اسلام او فرهنګ سره تضاد لري او د اسلام یوه غلطه نقشه وړاندی کوي او د ماشومانو افکار خرابوي، عجیبه خو دا ده چې ددغه سریال کار کونکي ټول هندوان او ملحدین دي خو سریال کې د مسلمان په نوم کار کوي تر څو خلکو ته د اسلام غلطه نقشه وړاندې کړي .
چه زیات خلک له همدغه سریالونو څخه اسلام زده کوي او تقلید یي کوي چه همدیته فکري جنګ ویل کيږي چې د زیاتو خلکو افکار یي خراب کړل.
ددغه سریال یو څه کفريات په لاندی ډول دي:
۱- سحر او جادو یو کفري عمل دی او اسلام د ساحر د وژلو حکم ورکړی خو دغه سریال کاملا په جادو او سحر ولاړ دی .
۲- د الله نه ماسوا په بل چا باندې قسم کول کفر او شرک دی خو دغه سریال کې کله د سرو زرو په اشرفیو قسم خوړل کيږي یا د چا په سر یا په محبت قسم خوړل کیږي چې دا ټول شرک دي.
۳- الله تعالی نه د چا پلار دی او نه د چا زوی خو دغه سریال کې وایي نیک زړونو والا خلک د الله بچي دي او الله یي نه ضایع کوي.
۴- کومک صرف الله نه غوښتل پکار دي خو دغه سریال کې د زیارت نه هم کومک غوښتل کیږي او همدارنګه له پیریانو او ساحرانو نه او ملایکو نه.
۵- متصرف ذات صرف یو الله دی بارانونه هغه وروي طوفانونه او وریځې هغه راولي
خو دغه سریال کې باران او طوفان د جادو په ذریعه راوستل کيږي.
۶- د پردیو ښځو سره ناروا اړیکې ساتل ناروا او حرام دي خو دغه سریال له نامشروع محبت او نامشروع اړیکو نه ډک دی.
۷- په دغه سریال کې جنت او جهنم پوری زیات رشخندونه وهل شوي ،ځکه جنت او جهنم ته پس د مرګ نه تلل کيږي خو دغه سریال کې په ژوندون هم تلل کيږي او د دنیا د تباهۍ اسباب له جنت او جهنم نه راوړي او له جنت څخه یي یوه سرایه جوړه کړی چې هر څوک ورځي او راځي ترینه.
او همدارنګه له جنت نه یي د فاسقانو او فاجرانو ټهیکانه جوړه کړی.
۸- ملایکې یو نوراني مخلوق دی او د الله تابعدار مخلوق دی،خو دغه سریال کې چه څوک مړ شي له هغه څخه ملایکه جوړ شي او بیا ځمکې ته هم راځي د خلکو سره کومکونه کوي.
۹- انسان د وفات نه روسته دنیا ته نه راځي ،خو دغه سریال کې مرګ نه روسته هم دنیا ته راځي .
داسې نور زیات کفریات پکې شته خو دا مې درته یوه نمونه ذکر کړه
ډیره د تأسف خبره ده نن زمونږ ټولنه کی هر پلار د خپلو اولادونو لپاره تلویزون اخستې اولادونه یي دغسې سریالونه ګوري ماشومتوب نه یي ذهنونه او فکرونه خراب شي چه بیا د الحاد په دروازه باندی ډیر زر ورننوځي .
ڼوټ: مسلمانان د دغه مطلب په خپورلو کې خپله ونډه واخلي څو علماء ورڅخه خبر شي او عام خلک پوه کړي.
ليکنه : مفتي مطيع الله حفظه الله
خپرونه : آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله