په پای کې ويلای شو چې د نارينه او ښځو تر منځ اختلاط لوی مصيبت او عظيم ضرر دی او په دې کې د دنيا او آخرت فساد ، د مال ، اخلاقو ، عقل او نسب د له منځته تللو سبب ګرځي .
په ټولو هيوادونو کې رښتنې احصايې دا په ټاګه کوي چې اختلاط د دنيا او دين لپاره لوی خطر دی .
د دين لپاره خطر دا دی چې: ايمان ضعيفه کوي ، د الله تعالی ويره او مراقبت د بنده له زړه څخه وباسي ، حيا ، عفت او پاکدامني له منځه وړي او بلاخره ددې ټولو نتجه د دنيا او او ګناهونو سره د محبت سبب ګرځي .
او د دنيا لپاره خطر دا دی چې : پوه شه چې د دنيا اصلاح د دين په اصلاح کې ده او د دنيا ويجاړي د دين په ويجاړۍ کې ده ، اختلاط په سيمه کې امن ، استقرار ، پاکدامني ، د زوجنينو تر منځ محبت له منځه وړي د نارغيو ، فحاشت ، د نسل له منځه وړل ،دوښمنۍ او نورو آفاتو کوم چې مخکې مو اشاره ورته وکړه سبب ګرځي[1] .
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – اختلاط بين رجال و النساء / دوکتور سعيد بن وهب القحطاني ص ۱۱۹ .
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله