د نارينه او ښځينه د کډون او اختلاط په وجه خطرناک جنسي امراض را منځته کيږي :
د ښځينه نارغيو د جراحی فرانسوي مختصصه وايي : د زياتو جنسي امراضو سبب د نارينه او ښځو تر منځ غير مشروع اختلاط دی ، کچېرې مونږ د دغه ستونزې اصلي بنسټ ته نظر وکړو نو مونږ به دا ومومو چې ددې اصلي سبب دا دی چې ښځه او سړی د هغې حيا څخه خالي دي کوم چې الله تعالی د ښځې او سړي لپاره ټاکلی ده نو کله چې انسان د حيا څخه خالي شو نو د انساني طبيعيت او فطرت مخالفت يې وکړ .
يعنې اختلاط د انساني طبيعت او انساني حيا مخالفت دی نو کله چې دغه مخالفت رامنځته شي په ټولنه کې فتنه خپريږي او ددې څخه وروسته ناروغي خپريږي[1].
په امريکا کې ځنې شميرې څرګندوي چې په دغه هيواد کې ۶۵ ميليونه کسان په داسې جنسي نارغيو باندې اخته دي چې علاج نلري[2] .
او په بريطانيا کې څيړنې څرګندوي چې « دلته په هر مکتب کې زده کوونکي په ايډر مبتلاء دي کوم چې د اختلاط نتيجه ده [3].
او د بوتسوانا او سوازيلانډ په هيوادونو په ايډز باندې د اخته کسانو نسبت ۴۰٪ ته رسيدلی چې تقريباً د دغو هيوادونو نيمايي کسان ورباندې اخته دي ، او د بوتسوانا د هيواد متوسط عمر ۳۳ کاله دی او اوسيدونکو شمير له کمښت سره مخ دی او دا ټول د ايډز د خپريدو له امله دی کوم چې فاحشې څخه پيدا کيږي او دغه هيواد اوسيدونکي نصارا او بت پرستان دي [4]
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – اختلاط بين رجال و النسآء ص ۱۳۹ ، من أجل تحرير حقيقي للمرأة (ص ۱۴۹-۱۵۰).
[2] – http://www.cnn.com/2000/HEALTH/12/05/health.reut/
[3] – الغرب یتراجع عن التعليم المختلط ص ۸ للدکتور بفرلي شو .
[4] – http://www.who.int/hiv/pub/epidemiol>>>e2003_I_en.pdf ، فتاوی علماء العالم الاسلامي / دوکتور عبدارحمن بن سعد الشتري .
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله