حضانت د وړوکي ماشوم ، ليوني يا ضعيف کس جسمي پالنه لکه : د خوراک ، څښاک ، خوب ، نظافت تنظيم او پالنه او د ضرر څخه ساتلو ته وايي .
په ټولنه داسې صورتونه ډير پښيږي چې د ماشومانو مور وفات شي ، يا هغه سخته ناروغه شي نو د ماشومانو پالنې حق د چا دی ؟
همداسې کوم کس ليوني او يا ضعيف او مريض وي چې د ځان احتياجات نشي رفع کولای نو اسلامي شريعت په دغو صورتونو کې د خضانت حکم جاري کړی دی .
د حضانت حق چا ته دی ؟
د احنافو په نزد لومړی حق د هغې مور ته بيا د مور مور (نيا) ،بيا د پلار مور ، بيا خويندې ، بيا خاله ګانې ، بيا د خويندو لوڼې ، بيا د وروڼو لوڼې ، بيا عمه ګانې ، بيا د ميراث په ترتيب عصبات .
جاء فی الفقه الاسلامي وادلته : الأم، ثم أم الأم ثم أم الأب، ثم الأخوات، ثم الخالات، ثم بنات الأخت ثم بنات الأخ، ثم العمات، ثم العصبات بترتيب الإرث .
د حضانت شرطونه :
اول د المحضون ( د پالونکي) شرطونه :
محضون (پالونکی ) به داسې ماشوم او ماشومه وي چې سن يې تميز ته نه وي رسيدلی ، او يا د زيات سن سړی او ښځه وي چې دومره ضعيف او يا ناروغ وي چې خپله د ځان پالنه نشي کولای او همدارنګه ليونی چې د ځان پالنه نشي کولای .
الحواضن ( د پالونکو ) شرطونه :
د پالونکو شرطونه په دری قسمه دي لومړی قسم عام دي چې په سړي او ښځه دواړو پورې اړه لري دوهم قسم يوازې په ښځه پورې اړه لري او دريم قسم يوازي په سړي پورې اړه لري .
اول عام شرطونه چې په سړي او ښځه پورې اړه لري :
۱- دا چې پالونکی به بالغ وي په نابالغ د پالنې مسئوليت نشته .
۲- دا چې پالونکی به عاقل وي په ليوني باندې د پالنې مسئوليت نشته ځکه هغه خپله احتياج وي .
۳- دا چې د پالنې توان او وس ولري داسې کس چې د پالنې څخه عاجز وي لکه ناروغ ، معيوب کس او د لوړ سن سړی يا ښځه او يا داسې ښځه چې هغه د خپل اولاد په پالنه مشغوله وي .
۴- دا چې پالونکی اخلاقي اهليت ولري په فسق او زنا مشهور نه وي مګر ابن عابدين وايي که يې خپله مور فاسقه او فاجره هم وي هغه د خپل اولاد د پالنې لومړی حقداره ده .
۵- د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد د پالونکي اسلام شرط نه دی مګر د امام شافعي او امام احمد په نزد اسلام شرط دی ځکه د اولاد د فتنې سبب کيږي .
دوهم د پالونکو ښځو شرطونه :
۱- دا چې ښځه د بل نا محرم کس سره نکاح شوی نه وي کچيرې د محرم کس سره نکاح شوي وي لکه د ماشوم او ماشومې تره سره نو د پالنې مسئوليت لري او که د غير محرم سره نکاح شوي وي مسئوليت نه لري په دليل د دغه حديث : «أنت أحق به ما لم تنكحي»
۲- دا چې پالونکې ښځه به محرم وي لکه : مور ، نيا ، خور او نورې مګر غير محرمه به نه وي لکه : د تره لور ، د خاله لور ، د عمه لور او نورې .
۳- دا چې په پالنه کې منع نه وي کچېرې نږدې حقداره خپل سرپرست منع کړي د فقر له وجې نو هغه نږدې حقداره ته بغير له اجرې پالنه کولو حق شته .
دريم هغه شرطونه چې سړي ته خاص شوي :
۱- دا چې سړي محرم وي کچېرې نجلی وي مګر ځينې فقهاء کرام وايي که يې سن د شهوت سن ته نه وي رسيدلی باک نه لري مثلاً که اوه کلنی ته ورسيږي نو سپارل کيږي به .
۲- دا چې د پالونکي سړي سره به يې خپله ښځه ، مور يا لور وي ځکه چې سړي د ښځې په شان د اطفالو په احوالو نه پوهيږي.
حضانت په څه باندې ساقطيږي ؟
د جمهورو ( الحنفيه ، الشافعيه و الحنابله ) په نزد کله چې حضانت د يو ضرورت او مانع له مخې ساقط شي نو پالونکی بچي به د هغه څښتن ته سپارل کيږي هغه حاجت او موانع لکه :
د مور ناروغي ، د هغې واده ، سفر او فسق .
د پالونکې ښځې اجرت :
د احنافو په نزد ښځه د نکاح او عدت په وخت کې د پالنې د اجرت حق نه لري ځکه د عدت په وخت کې د رضاع يا پيو ورکولو د اجرت حق هم نلري مګر کله چې عدت ختم شي او د نکاح څخه ووځي د پالنې د اجرت حق لري .
جاء في فقه الاسلامي وادلته :
وقال الحنفية: لا تستحق الحاضنة أجرة على الحضانة إذا كانت زوجة أو معتدة لأبي المحضون في أثناء العدة، سواء عدة الطلاق الرجعي أو البائن في الأوجه، كما لا تستحق أجراً على الإرضاع، لوجوبهما عليها ديانة، ولأنها تستحق النفقة في أثناء الزوجية والعدة، وتلك النفقة كافية للحضانة.
أما بعد انقضاء العدة فتستحق أجرة الحضانة؛ لأنها أجرة على عمل.
د پالونکي ماشوم او ماشومې انتقال بل ښار ته :
کچيرې پالونکې د طفل مور وي او مور له بل کس سره نکاح کړې وي نو هغه به د خاوند په کور کې وي پالونکې ښځه بل ځای ته څوک نشي نقلولای ځکه ښځه د خپل خاوند تابع وي .
کچېرې د مور نه علاوه بل څوک لکه نيا ، عمه ، خاله يا بل څوک وي نو طفل به هغوی پخپل کور کې ورسره اوسه وي پالونکي به د هغه د پلار کره نه نقلوي مګر دا چې د سرپرست اجازه يې وي .
د پالونکي ماشوم ليدنه کول :
کچېرې بچې د پالونکي ښځې سره وي نو د هغه پلار ته يې شرعاً د ليدلو حق شته که ځای لنډ وي هره ورځ يې ليدلای شي او کچيرې د پالنې موده ختمه وي يا په څه وجه د هغه د مور پالنه ختمه شوی وي او طفل د هغه د پلار سره وي مور ته د ليدلو حق شته چې که امکان وي هره ورځ يې وويني يا هر اونۍ .
(فقه الاسلامي وادله بحوله : الدر المختار ورد المحتار: ۸۸۵/۲).
د بچي د پالنې او روزنې موده :
د احنافو په نزد بچی به د تميز تر سن پورې پالل کيږي څو پخپله خوراک ، څښاک ، ميتازې او استنجاء وکولای شي د تميز سن د احنافو په نزد اوه کاله دی په دليل د دغه حديث شريف : «مروا أولادكم بالصلاة لسبع».
ځکه چې په دغه سن کې د طهارت توان لري .