په اسلام کې د نسب اهميت

د اولاد حقوق

د نسب اهميت :

نسب د يوې کورنۍ د ادعا بنسټ بلل کيږي او د نسب په وسيله افراد يو له بله د خپلوۍ او صله رحمۍ له مخکې تړل کيږي ، پس اولاد د والدين يو جز او حصه بلل کيږي ، نسب د الله سبحانه وتعالی له سترو نعمتونو څخه يو نعمت دی چې انسان ته يې ورکړی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا][1]

ژباړه : او هم دغه (الله تعالی ) هغه ذات دی چې له اوبو څخه يې پيدا کړی انسان پس ګرځولی يې دی (دغه انسان ) خاوند د نسب او خسرګنۍ .

په اسلامي شريعت کې د نسب ساتل پنځم ستر مقصد دی او اسلامي شريعت پلرونه د خپل نسب د انکار څخه کلک منع کړي دي همدارنګه د ښځې د پاره حرام دی چې د زوی نسبت د هغه د پلار څخه بغير بل کس ته وکړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«أيما امرأة أدخلت على قوم من ليس منهم ، فليست من الله في شيء، ولن يدخلها الله جنته….»[2] .

يعنې : يعنې کومه ښځه چې راشي قوم ته د ولد زنا سره هغې د الله سره خپلې اړيکې شکولې دي او هغه به جنت داخله نشي .

همدارنګه يې پلرونه له دې کار څخه منع کړی دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
«من ادعى إلي غير أبيه وهو يعلم، فالجنة عليه حرام »[3] .

يعنې : يعنې څوک چا ته د هغه د پلار پرته د ولد زنا نسبت وکړي حال دا چې ده ته علم وي (چې حرامي نه دی ) نو په هغه باندې جنت حرام دی .

 او همدارنګه فرمايي : «من ادعى إلى غير أبيه، أو انتمى إلى غير مواليه، فعليه لعنة الله ….»[4].

يعنې : څوک چې چاته د هغه د پلار څخه پرته د بل چا نسبت وکړي ( د ولد زنا او حرامي نسبت ورته وکړي ) پس په هغه باندې د الله تعالی لغنت دی (ځکه تهمت کبيره او هلاکوونکی ګناه د مسلمان آبرو او عزت زيات اهميت لري .

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوره الفرقان :۵۴ .

[2] – فقه الاسلامي وادلته ، نيل الأوطار: ۲۷۹/۶ .

[3] – رواه أحمد والبخاري ومسلم.

[4] – رواه ابؤداود .

 .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً