عن ابن عباس، رضي اللَّه عنهما، أَنَّ عليَّ بنَ أَبي طالب، رضي اللَّهُ عنهُ خرجَ مِنْ عِنْدِ رسولِ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم في وجَعِهِ الذِي تُوُفيِّ فِيه، فقال النَّاس: يا أَبَا الحسن، كَيـفَ أَصْبَحَ رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: أَصْبحَ بِحمْد اللَّهِ بَارِئا. رواه البخاري
له ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې:
علی بن ابی طالب رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حضور څخه را ووت کله چې نبی علیه السلام ناروغه وو چې بیا په همدې ناروغۍ کې وفات شو، خلکو ورته وویل چې د نبی علیه السلام څه حال دی؟ ویې ویل: الحمدلله صحت یې ښه دی.
ناروغ چې کله د خپلې زندګي څخه نا امیده شی:
عن عائشة رضيَ اللَّهُ عنها قالت:سَمِعْتُ النبيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم وهُوَ مُسْتَنِدٌ إِليَّ يَقُول: «اللَّهُمَّ اغفِرْ لي وَارْحمْني، وَأَلحِقني بالرَّفِيقِ الأَعْلَى » متفق عليه.
له حضرت عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې:
د نبی صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې فرمایل یې، په داسې حال کې چې په ما باندې یې تکیه کړې وه: اللَّهُمَّ اغفِرْ لي… یا الله ما ته بښنه وکړه، او په ما باندې رحم وکړه، او پیوسته کړه ما له رفیق اعلی سره.
وعنها قالت:رأَيْتُ رسولَ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم وهُوَ بِالموت، عِندهُ قدحٌ فِيهِ مَاء، وهُو يدخِلُ يدهُ في القَدَح، ثم يمسَحُ وجهَهُ بالماء، ثم يقول: « اللَّهُمَّ أَعِنِّي على غمرَاتِ الموْتِ وَسَكَراتِ المَوْتِ » رواه الترمذي .
له حضرت عائشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم مې د مرګ په حالت کې ولیدلو چې نژدې ور سره د اوبو یوه پیاله ایښې وه لاس به یې په پیاله کې لوند کړ بیا به یې مخ مبارک پرې مسح کاوه او فرمایل به یې: اللَّهُمَّ أَعِنِّي على غمرَاتِ… یا الله زما مدد وکړه په مقدماتو او سختیو د مرګ.
وروڼو مرګ سخت دی تیاري ور ته په کار ده، او تیاری یې د الله جل جلاله د احکامو او د نبی صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع ده او پیروی ده.
ناروغ د ناروغۍ حال بیانولي شی نورې د بې طاقتۍ خبرې چې ونه کړي:
عن ابنِ مسعودٍ رضيَ اللَّه عنه قال: دَخَلتُ عَلى النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم وهُو يُوعك، فَمسِسْتُه، فقلت:إِنَّكَ لَتُوعَكُ وعْكاً شَديدا، فقال: « أَجَلْ إِنِّي أُوَعَكُ كما يُوعكُ رَجُلانِ مِنْكُمْ » متفق عليه.
له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:
د نبی علیه السلام حضور ته داخل شوم، په داسې حال کې چې د هغه تبه وه، پس په ده مبارک مې لاس لاس کش کړ او ومې ویل: تاسې تبه لري!
ویې فرمایل: هو، زه ستاسې د دوه نفرو په اندازه تبه کوم.
نبی علیه السلام فقط خپل حال وویلو نورې بدې ورځې یې بیان نه کړې.
ناروغ ته به د مرګ په وخت کې د لااله الاالله تلقین ورکول کیږي:
عن معاذٍ رضي اللَّه عنه قال: قال رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« منْ كَانَ آخِرَ كلاَمِهِ لا إِلهَ إِلاَّ اللَّه دَخَلَ الجنَّةَ » رواه أبو داود والحاكم وقال: صحيح الإِسناد.
له معاذ رضی الله عنه څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: څوک چې اخری خبره یې لااله الاالله وي جنت ته به داخل شی.
وعن أَبي سعيد الخُدْرِيِّ رضي اللَّه عنهُ قال: قال رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« لَقِّنُوا موْتَاكُمْ لا إِله إِلاَّ اللَّهُ » رواه مسلم.
له ابو سعید خدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مریض ته مو د مرګ په وخت کې د لااله الا الله تلقین وکړي.
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله