رجعي طلاق

د رجعت کولو او نه کولو له مخې طلاق په دری ډوله دی ۱- رجعی طلاق ۲- بائِن  طلاق ۳ – مغلظه طلاق 

اول- رجعی طلاق :

 رجعي طلاق هغه طلاق دی چې وروسته له پښېدو نه ، د عدت په وخت کې د نوي عقد پرته بيرته خپلې طلاقه کړې ښځې رجوع کولای شي که د هغې خوښه وي يا نه .

په دليل د دغه قول د الله تعالی چې فرمايي:

قال تعالى: وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَنْ يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِنْ كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا [البقرة: 228].
قَولُه تعالى: الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ [البقرة: 229].

هر کله چه يوې ښځې ته په صريحو الفاضو کې رجعي طلاق ورکړ شي او بيا د عدت ( دريوحيضو مودې ) په د ننه کې طلاق ورکوونکي ته پيښماني پيدا شي نو هغه پرته له نويې نکاح نه هم ښځه پخپل عقد کښې ساتلی شي او بيرته رجعت ورته کولای شي که ښځه رضا وي او که نه .

دعدت (دريو حيضو مودې ) حکمت دا دی چې پر دغو ورځو کې به خاوند پر خپله فيصله ښه غور وکړي او ښځه به هم د خپل خاوند د رضا کېدو لپاره د حل لارې ولټوي ، بل دا چې په دې موده کې د نکاح تقدس او اهميت څرګنديږي ، داسې نه چې کوم څوک ښځی ته طلاق ورکړي نو هغه فوراً ووځي او بل ميړه به کوي ،نو په دې سره به د نکاح اهميت له مينځه ولاړ شي .

د رجعي طلاق د واقع کېدو شرطونه :

۱- دا چې رجعي طلاق به واضح او صريحو الفاظو وي لکه : ته پر ما طلاقه يې ، تا ته طلاق دی که نيت يې يو طلاق وي يوازې يو رجعي طلاق واقع کيږي که دوه ځله يې تلفظ کړی وي او نيت يې يو طلاق وي یو رجعي طلاق واقع کيږي او که ووايي : ته طلاقه يې ، ته طلاقه يې ، ته طلاقه يې که نيت دری طلاقه وي نو دری طلاقه پرېوځي (چې بيا ورباندې بالکل حرامه ده)  .

۲- د حقيقي دخول وروسته په داسې صريح (ښکاره ) الفاظو سره وي چې په شرط او يا هم کوم عوض پورې تړل شوی نه وي او همدانګه له دوو څخه زيات نه وي (دری طلاقه نه وي) او سختي او قوت پکې نه وي لکه : ته طلاقه يې يا تا ته مې طلاق درکړ ، نو په دې صورتونو کې يو رجعي طلاق واقع کيږي .

۳- د حقيقي دخول وروسته داسې کنايي طلاق چې د سختۍ او شدت معنی ونلري او نيت يې طلاق وي نو رجعي طلاق واقع کيږي لکه : پر ما دې تيری وکړ ، له ما څخه دې خپله مهربانې واخسته او يا ته يوازې شوې .

۴- هغه طلاق چې قاضي د نفقې نه ورکولو او يا هم ايلاء په وجه ورکړی وي نو لومړی رجعي طلاق دی ، ځکه چې هر وخت ددې هيله شته چې خاوند د نفقې ورکولو قدرت ومومي تر هغه وخته پورې څو په عدت کې وي .

رجعت کله صحي کيږي :

رجعت يا ښځې ته د نکاح لپاره رجوع او ګرځيدل د عدت په وخت کې صحي کيږي

مګر که د عدت تر پايه پورې ښځې ته رجوع ونه کړي رجعت نه صحي کيږي بائن طلاق ګرځي چې بيا د نوي عقد نکاح پرته رجوع نشي کولای .

إذا تمت المراجعة قبل انقضاء العدة، فإذا انتهت العدة انقلب الطلاق الرجعي بائناً، فلا يملك الزوج إرجاع زوجته المطلقة إلا بعقد جديد (فقه اسلامي وادلته )

وقال الكاسانيّ رحمه الله ‏:‏ من شروط جواز الرّجعة قيام العدّة فلا تصحّ الرّجعة بعد انقضاء العدّة، لأنّ الرّجعة استدامة الملك، والملك يزول بعد انقضاء العدّة..

 د طلاق رجعي ښځی لپاره څه کول پکار دي ؟

ښځه به په دغه موده کې زيات کوښښ کوي چه خراب شويو تعلقات کې  ټينګښت راولي ددې له وجی فقهاوو ليکلي چې ښځې لره مستحب ده چه خپل ځان ښه سينګار کړي او هم په دې دوران کې به د خاوند په کور کې اوسيږي ، او داسې طرزالعمل اختيارول پکار دي چه خاوند دوباره خپل ځان ته مايل کړي .

په طلاق رجعي کې خاوند لپاره څه کول پکار دي ؟

رجعي طلاق ورکوونکی به په بار بار په خپله فيصله له سره ښه غور او فکر کوي چه په دې عمل يعنې طلاق سره خپله زړه خپلوي په کامله ټوګه له مينځه وړل او د خلکو نفرت ته د ځان ورکول څه وړه خبره نده .

خو که بيا هم پر خپله فيصله کلک ولاړ وو او ښځه د اصلاح وړ نه وه او نور نه غواړي چې دا خپلوي ټنګه کړي نو بيا به د ده طرزالعمل د ښځی سره داسې کول پکار دی لکه د يوې پردی ښځې سره دا خو د عدت په دننه کې ده کله چه عدت تير شي نو ښځه به د خاوند کور پريږدي او وځي به .

د رجعت کولو طريقه :

رجعت په قول او فعل دواړو صحي کيږي .

قول : دا چې ښځې ته ووايي زه تا ته رجوع کوم ، همدارنګه په کنايي الفاظو هم صحي کيږي داسې چې ورته ووايي ، ته د پخوا په څير زما ښځه يې .

فعل : رجعت په جماع کولو يا د جماع د پيل په اسبابو لکه : په شهوت سره هغې ته کتل ، مچې کولو و غيره سره صحي کيږي .

جاء في الهداية ‏”‏ قال‏:‏ أو يطأها، أو يلمسها بشهوةٍ، أو ينظر إلى فرجها بشهوةٍ، وهذا عندنا ‏”‏، وقولهم هذا مرويّ عن كثيرٍ من التّابعين، وهم سعيد بن المسيّب، والحسن البصريّ، ومحمّد بن سيرين، وطاوس، وعطاء بن أبي رباحٍ، والأوزاعيّ، والثّوريّ، وابن أبي ليلى، والشّعبيّ، وسليمان التّيميّ، وصرّح الحنفيّة بأنّه لا يكون النّظر إلى شيءٍ من جسد الزّوجة سوى الفرج رجعةً‏.‏

د رجعت ځنې نور احکام :

په رجعت کې شهادت يا د شاهدانو نيول د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد مستحب دي .

د رجعت کولو اعلان د جمهورو فقهاؤ په نزد مستحب دی .

د رجعي طلاقي شوي ښځې سفر کول د امام زفر حنفي او امام احمد په نزد رجعت بلل کيږي مګر د جمهورو فقهاؤ په نزد د رجعي مطلقې سره سفر کول جواز نه لري ځکه خاوند يې په دې باندې مأمور دی چې هغه له کور ونه باسي ، لقوله سبحانه وتعالی : لقوله تعالى‏:‏ ‏{‏لا تُخْرِجُوهُنَّ مِن بُيُوتِهِنَّ‏}

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 65 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً