د الفاظو له مخې د طلاق ډولونه (صريح او کنايي طلاق)

د طلاق ډولونه

طلاق په څو برخو تقسيم شوی دی لکه :

د الفاظو له مخې په صريح او کنايي باندې ويشل شوی .

د سنتو موافق او مخالف له مخې په حسن ، احسن او بدعت باندې ويشل شوی .

د رجعت او غير رجعت له مخې په رجعي ، بائن او مغلظ سره ويشل شوی دی .

صريح او کنايي الفاظ يا دطلاق ورکولو الفاظ :

په کومو الفاظو چه طلاق ورکول کيږي هغه دوه ډوله دی صريح الفاظ او کنايه الفاظ

۱- صريح الفاظ :

د صريحو يا واضحو او ښکاره الفاظو نه مراد هغه الفاظ دي چې په داسې صفا الفاظو طلاق ورکړل شي چه بغير له طلاق نه بل څه نه ورڅخه اخيستل کيږي ،مثلاً ښځی ته يې وويل چه ما تا لره طلاق درکړ ، ته په ما طلاقه يی او نور .

په دغو صريحو يا ښکاره الفاظو سره که طلاق ورکړل شي طلاق واقع شو ، که يې  نيت کړی او که نه ، که په فکر يا سنجيدګۍ وي او که نه يا په مسخرو او ټوکو سره په هر صورت کې طلاق واقع کيږي چې په همغو دريو طلاقو رجعی ،بائن او مغلظ کې چه د طلاق ورکوونکی هر کوم مطلب وي همغه به واقع شي .

په حديث شريف کې راغلي دي :«ثَلاثٌ جِدُّهُنَّ جِدٌّ،وَهَزْلُ هُنَّ جِدٌّ : النِّكَاحُ وَالطَّلاقُ وَالرَّجْعَةُ»[1].

ژباړه:دری څيزونه داسې دي چه په هغه کې د زړه اراده او فکر سره خبره کول هم حقيقت دی او د خندا او ټوقو په طور سره هم حقيقت دی هغه نکاح ،طلاق او رجعت دی .

نو مسلمان لره نه ښايي چه په داسې ډول بنسټيزو څيزونو او يا هم د يو انسان د ژوند په برخليک ټوقې ووهی .

۲- کنايه الفاظ :

کنايه الفاظ داسې الفاظ دي چې هغه د طلاق لپاره مخصوص نه وي يا دا چې د هغه مطلب د طلاق هم کيدای شي او يا د غصې د اظهار هم کيدای شي ، مثلاً يو سړي ښځې ته ووايي زما له کوره ووځه ، خپلی پلارګنی ته ځه ، زما او ستا ژوند سخت دی او داسې نور .

په داسې الفاظو کې نيت ته اعتبار ورکول کيږي که يې نيت طلاق وي نو طلاق بائن به پريوځي او که يې نيت طلاق نه وی نو طلاق نه واقع کيږي .

ولې داسې الفاظ ويل د مسلمان له اخلاقي شانه سره سر نه خوري چه د قهر په وجه خپلی بې بې ته ووايي چې زما له کوره وځه او نور ،ځکه چې اسلامي شريعت د ښځې سره د ښه ژوند تيرولو او ښه سلوک کولو حکم کړی دی .

بل دا چې دا ښځه د خپلې مور له مهربانه غيږې څخه جلا او نن تاته ناسته ده نو بايد ددې ډول بدو الفاظو څخه سړی ځان وساتي نو که د غصی پر مهال داسې څه له خولې ووځي بايد خپل خالق (جَل جلاله) ته رجوع وکړي او توبه وباسي

[1] – رواه الترمذي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً