د يوې ښځې نه علاوه نورو ښځو سره د نکاح کولو حکمت

د يوې ښځې څخه علاوه بلې ښځې سره واده کول يو استثنايي حالت دی چې په اسلامي نړۍ کې د دوهم واده فيصدي ډيره کمه ده په ځنو هيوادونو کې تر يو فيصد هم کم ده چې د ځنو حاجتونو له مخې دوهم واده ته ضرورت پښيږي چې هغه حاجتونه او اسباب په لاندې ډول دي :

۱- د ښځې مرض :

که چېرې ښځه ناروغه وي چې اولاد يې نه پيدا کيږي څرنګه چې د نکاح يو هدف نسل دی نو په دې وجه بل واده ته ضرورت پښيږي څو د نسل سلسله جاري شي .

۲- د نارينه د شهوت زياتوالی :

ځنو سړيو ته الله تعالی زيات جنسي قدرت ورکړی وي ، کچيرې د هغه شهوت پوره نشي نو د حرامو طرف ته د ميلان سبب ګرځي .

۳- د ښځو د شمير زياتوالی :

اسلام په دې اړه پخوا خبر ورکړی دی چې په آخر وخت کې به د ښځو شمير زيات شي نظر سړيو ته او دا په ثبوت رسيدلې خبره ده .

دوکتور وهبة الزحيلي په فقه اسلامي و ادلته کې ليکي :

إن نظام وحدة الزوجة هو الأفضل وهو الغالب وهو الأصل شرعاً، وأما تعدد الزوجات فهو أمر نادر استثنائي وخلاف الأصل، لا يلجأ إليه إلا عند الحاجة الملحة، ولم توجبه الشريعة على أحد، بل ولم ترغب فيه، وإنما أباحته الشريعة لأسباب عامة وخاصة.
أما الأسباب العامة: فمنها معالجة حالة قلة الرجال وكثرة النساء، سواء في الأحوال العادية بزيادة نسبة النساء، كشمال أوربا، أم في أعقاب الحروب، كما حد ث في ألمانيا بعد الحرب العالمية الأولى، إذ أصبحت نسبة النساء للرجال واحداً إلى أربعة أو إلى ستة، فقامت النساء الألمانيات بمظاهرات يطالبن بالأخذ بنظام تعدد الزوجات.

وحينئذ يصبح نظام التعدد ضرورة اجتماعية وأخلاقية، تقتضيها المصلحة والرحمة، وصيانة النساء عن التبذل والانحراف، والإصابة بالأمراض الخطيرة مثل مرض فقد المناعة ( الإيدز)، والإيواء في ظل بيت الزوجية الذي تجد فيه المرأة الراحة والطمأنينة،بدلاً من البحث عن الأصحاب الوقتيين، أو حمل لافتات في مواطن إشارات المرور يعلن فيها عن الرغبة في الاتصال الجنسي .

ژباړه : يقيناً چې د يوې ښځې لرلو نظام غوره دی او همدا د شريعت اصل دی مګر په ځنو استثنايي حالتونو کې د اصل خلاف دوهم واده ته حاجت پښيږي چې د یوې څخه علاوه نورو ښځو سره واده کول په اسلامي شريعت کې نه واجب دی او نه يې هم په دې اړه ترغيب ورکړی بلکي د ځنو عامو او خاصو شرايطو په صورت مباح دی عام شرايط لکه:

د ښځو د زيادت او د سړيو د کمي معالجه کول هغه که په عادي حالاتو کې وي لکه په شمالي اورپا کې د ښځو د نسبت زياتوالی او په جنګي شرايطو کې لکه په آلمان کې چې د لومړي نړيوال جنګ څخه وروسته د نارينه شمير د ښځو په نسبت ډير کم شو داسې چې تقريباً د يوي سړي په سر به څلور او يا شپږ ښځې رسيدلې بيا آلماني ښځو مظاهرې وکړې چې په واده کې د ښځو شمير زيات کړ شي .

نو په همدې خاطر په ځنو حالاتو کې د ښځو تعدد يو اخلاقي او ټولنيز ضرورت دی او ددې ضرورت په وجه تعدد يو مصلحت او رحمت دی ځکه ښځې د انحرافاتو او خطرناکو امراضو لکه ايډز څخه ساتي او ښځه يوه سرپناه مومي چې په هغه کې په اطمنان او راحت سره ژوند کولای شي ، د هغه جنسي بې لارېتوب او نا مشروع ملګريو مخه نيول کيږي چې په عامه لارو او محلونو کې يو بل ته د جنسي رعبت کولو اشارې کوي .

۴- د ميړه او ښځې تر مينځ اختلاف :

ځنې وخت د ميړه او ښځې تر مينځ تعلقات خرابيږي خاوند د طلاق پر ځای دوهم واده ته ترجح ورکوي ځکه الله تعالی ته په ټولو حلالو کې طلاق بد دی «أبغض الحلال إلى الله »

ځکه طلاق دايمي فراق دی کيدای شي د دوهم واده په وجه د ښځې اخلاق او سلوک سم شي او هغوی په دې لاره کې رقابت وکړي چې دا لاره واقعاً تر طلاق ورکولو څخه ښه لاره ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً